انتخابات او اټکلونه
واحد فقیري
کله نا کله د انتخاباتو په اړه اټکل کول ډېر ګران کار نه وي، خو ځیني وختونه د انتخاباتو د ګټونکي په باره کي اټکل ستونزمن وي. دا مسله نه یوازي په پرمختللو او باثباته ملکونو کي صدق کوي، بلکي په جنګ ځپلو هیوادونو کي خو بېخي صدق کوي.
د مثال په توګه، د امریکا د ۲۰۱۶ په انتخاباتو کي اکثرو خلګو ګومان کاوه چي مېرمن هیلري کلنټن به انتخابات وګټي. حتی خپله جمهورریس ټرمپ هم باور نه لاره چي انتخابات به و ګټي. خو کله چي نتایج اعلام سول، ټول خلګ يې هک پک کړل.
دغه راز، په برتانیې کي هم ورته شان کانه وسوه. هلته زیاترو خلګو باور لاره چي برتانویان به په اروپايي اتحاد کي پاته کېدو ته رایه ورکړي، خو نتیجه برعکس سوه.
د کولمبیا رفرینډم او په نیکاراګوا کي عینا همدا کانې تکرار سوې.
راغلو د افغانستان اوسني انتخاباتو ته، زموږ د انتخابات اټکل تر بل هر ځای ګران دی. خو یوه خبره څرګنده ده چي انتخابات به خامخا جنجالي وي. او د ۲۰۱۴ د کیسې تکرار ډېر واقعي برېښي. خو دا کرت به بل جان کیري پیدا نه سي چي د اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منیځ مصالحه وکړي.
مګر پدې انتخاباتو کي څو خبري څه روښانه دي.
اول، په هغو سیمو کي چي طالبان حاکم او یا نفوذ لري، انتخابات ناممکن دي. د دې سیمو زیاتره خلګ باید اشرف غني ته رايي ورکړي. خو داسي به و نه سي. پدې برخه کي اشرف غني د سخت چنلج سره مخامخ دی.
دوهم، د امریکا له روش څخه هم ښکاري چي د اشرف غني د ماتولو قصد لري. ځکه فقط څو ورځي مخکي د امریکا خارجه وزیر، مایک پامپیو، پر اشرف غني باندي سخت انتقادونه وکړل، او ۱۶۰ میلون ډالره يې بېرته خپلي خزانې ته را و ګرځول. پدې حساس وخت، د امریکا دا فیصله یو څرګند پیغام لري.
درېیم، پدې وروستیو وختونو کي امریکا پر هغو سیمو باندي بمباري زیاته کړې ده چي باید اشرف غني ته رایه ورکړي. د خوګیاڼو او هلمند وروستیو قتل عامونو وښودله چي پدې سیمو کي یوازي یو قوم په نښه سوی دی.
څلرم، د سولي د پروسې سره د اشرف غني څرګند مخالفت هم زیات افغانان له هغه څخه ناراضه کړي دي. حال دا چي ډاکټر عبدالله پدې برخه کي ډېر نرم او رغنده موقف غوره کړی دی.
او بالاخره، له مناظرو څخه د اشرف غني فرار دا وښوده چي هغه د خپلو سیاسي حریفانو سره د مقابلې تاب نه لري. یو کاندید چي د خپلو سیاسي رقیبانو د سوالونو او انتقادونو جواب و نه لري، هغه کاندید به د ملک د ملي ګټو دفاع څرنګه وکړي؟