د سولي خبرو ته ادامه ورکړئ
واحد فقیري
ښاغلی سيفن هډلي د جورج بوش د ملي امنیت سلا کار وو. او اغلې فلورنوی د باراک اوباما په وخت کي د امریکا د دفاع وزارت مرستیاله وه.
هغوی په ګډه په واشنګټن پوسټ کي د سپټمبر پر ۲۵ لیکي د افغانستان د لانجې لپاره یو دپلوماتیک حل پیدا کول تر ټولو بهتره لاره ده. هغوی لیکي د طالبانو سره د خلیلزاد مذاکرات د سولي لپاره یو ښه آغاز دی.
هغوی لیکي امریکا په افغانستان کي درې آپشنه لري.اول آپشن، افغانستان یو دم سره خوشي کول دي. دا به حتما داخلي جنګ ته لاره خلاصه کړي. مهاجرین به زیات سي. او امریکا به د زیاتو ترورستي تهدیدونو سره مخامخه کړي. پرته له موافقې راوتل به د طالبانو کامیابي یقیني کړي.
دوهم آپشن، همدا اوسنی حالت ساتل دي. د سترو ښارونو او لارو لپاره محدود امریکايي عسکر پرېښودل دي. خو دا به حالات هیڅ ښه نه کړي. د امریکایانو د پیسو او وینو د تویولو مخه به و نه نیسي.
درېیم آپشن، د طالبانو سره بېرته مذاکرات شروع کول دي. دا تر ټولو بهتره لاره ده. دا به هم امریکا محفوظه کړي، او هم به په افغانستان کي د دوامداري سولي لپاره لاره پرانزي. که چیري دا درېیمه لاره غوره سي، طالبان باید دېته هڅول سي چي د افغان حکومت په شمول د نورو افغانانو سره د ملک د مستقبل په باب خبري وکړي. امریکا باید طالبانو ته دا په ډاګه کړي چي د بین الافغاني تفاهم په نتیجه کي به امریکايي عسکر له افغانستانه ووزي.
خلیلزاد پدې توانېدلی دی چي د افغانستان د سولي په تړاو سیمه ایزه اجماع رامینځته کړي. چین، روسیه، پاکستان، هند، او اورپايي اتحاد د سیاسي موافقې ملاتړ کوي.
لیکوالان وايي تر ټولو مهمه خبره دا ده چي د طالبانو سره معامله پر څرګندو شرایطو باندي ولاړه وي. په بل عبارت، امریکا به د خپلو قواوو د ایستلو لپاره یو تقسیم اوقات مني، خو په مقابل کي به ټول طرفونه دا مني چي د امریکايي عسکرو وتل به د یوې عام شمولي بین الافغاني سولي په نتیجه کي تر سره کېږي. متحده ایالات باید حوصله ولري، او پر خپل ځان باندي ضرب الاجل تحمیل نه کړي.
د طالبانو سره د مذاکراتو بیا شروع کول باید سمدستي زموږ د افغان ملګرو شمولیت په کښې تضمین کړي. د طالبانو سره د امریکا خبري سمه لاره ده، خو وروسته باید د افغان حکومت او نور افغانان په کښي شامل سي.
بالاخره، یو سرتاسري اوربند باید حتمي وي. که څه هم دا به مشکله وي چي د مذاکراتو د بیا شروع کولو لپاره یو عمومي اور بند د مخکني شرط په توګه کښېښودل سي، خو موږ باید هرومرو پر یو جامع اور بند باندي ټینګار وکړو.
امریکا یوازي د سولي د مذاکراتو له لاري کولای سي چي په افغانستان کي خپل ملي ګټي او امنیت تامین کړي. دا به زموږ د قربانیو ښه جبران وي، او هم به د افغانانو څلوېښت کلن ناروین ختم کړي. دغه راز، دا به د امریکا یو ښه میراث هم وي. خو ښه خبره دا ده چي دا کار ممکن دی.