نیویارک ټایمز: انتخاباتي تقلب تشنج لا زیات کړی دی
نیویارک ټایمز د اکټوبر پر ۴ لیکي د انتخاباتو د ورځي د غرمې مهال وو چي افغان چارواکي وار خطا ښکارېدل، ځکه حتی په کابل کي هم ډېر کم خلګ د رایو مرکزونو ته ورتلل. د دې لپاره چي زیات خلګ رایه ورکولو ته وهڅوی، هغوی د انتخاباتو وخت دوه ساعته نور وغځوی.
همدا سبب سو چي د تقلبي رایو په اړه خلګ اندېښمن سول، ځکه د انتخاباتو کمیسیون ته له داسي ځایونو څخه ډک صندوقونه راورسېدل چي نفوس يې خورا کم دی.
د انتخاباتو کمیسیون وايي چي جعلي رایي د بایومټریک په ذریعه کشفولای سي، خو سمدستي د افغان حکومت ځینو چارواکو د بایومټریک مسله رد کړه.
نیویارک ټایمز لیکي د رایو هر سټېشن فقط څلور سوه رايي ثبتولای سوای، خو له ځینو سټېشنونو څخه تر ۴۰۰ زیاتي رايي راغلي دي، او دا خبره سمدستي د ټګي برګي موضوع راپورته کوي.
د مثال په توګه، د کندهار له سپین بولدک څخه (۸۹۰۰۰) ور رسېدلي دي. دا خبره دا ثابتوي چي هلته باید ۹۰ فیصده رایه اچونکو برخه اخیستې وي.
نیویارک ټایمز لیکي د فاریاب په ولایت کي جنګ روان دی، او باید ډېرو کمو خلګو په انتخاباتو کي برخه اخیستې وي. د فاریاب ولایت یو اوسېدونکی وايي چي محلي زورواکانو د خپلو خوښو کاندیدانو ته جعلي رايي په صندوقونو کي واچولې.
د ننګرهار ولایت څخه (۲۵۵۰۰۰) رایي د انتخاباتو کمیسیون ته رسېدلي دي. حال دا چي ننګرهار یو ناامنه ولایت دی، او څو ولسوالۍ يې د طالبانو او داعش له جدي خطرونو سره مخامخي دي.
محلي خلګ وايي چي په ځینو ځایونو کي خلګو ګډون کړی وو، خو په زیاتو برخو کي د ورځي ناوخته ډیري جعلي رایي صندوقونو ته واچولې سوې. د چپرهار ولسوالي د فضل هادي مسلمیار ټاټوبی دی. د چپرهار د ولسوالۍ خلګ وايي چي په انتخاباتو کي ډېرو کمو خلګو برخه واخیسته، خو د ورځي په پای کي محلي زورواکانو صندوقونه ډک کړل.
نیویارک ټایمز لیکي د جمهوري ریاست یو کاندید، رحمت الله نبیل، وايي،«د بایومټریک څخه پرته حتی یوه رایه هم د منلو وړ نه ده.»
خو د اشرف غني د ټیم یو مشر غړی، داود سلطان زوی، وايي،«موږ نه غواړو چي تقلبي رايي وشمېرل سي، مهمه نده چي د چا وي. خو د خلګو رایي باید ضایع نه سي.
واحد فقیري