د میدان ښار بهادره ښارواله
اغلې ظریفه غفاري د میدان ښار لومړۍ ښځینه ښارواله ده. ۲۶ کلنه غفاري وايي پوره باور لري چي و به وژل سي. دغه راز، اغلې غفاري پوره یقین لري چي په افغانستان کي د ښځو د حقه حقوقو د اعادې لپاره په لومړی صف کي ولاړه ده.
اغلې غفاري وايي ما ته طالبان او داعش تهدید کوي.«زه پوهېږم چي زه به ووژل سم، خو ما به طالبان یا داعش و نه وژني.» اغلې غفاري زیاتوي زه په حکومت کي د جنايي ډلو څخه ډارېږم. ځکه هغوی په اداري فساد او د مځکو په غصب کي ښکېل دي. دا وايي،«د مځکو له مافیا څخه واقعا بېرېږم. یوه يې ما ته وویل که چیري دا ځای خوشي نه کړم، هغه به مي په سر کي په مرمۍ وولي.»
اغلې غفاري وايي،«زما وظیفه دا ده چي خلګ د ښځو په حقوقو او طاقت باندي وپوهوم.»
نیویارک ټایمز د اکټوبر پر ۴ لیکي د وردګو ولایت یو محافظه کاره ځای دی. د طالبانو لپاره د خلګو حمایت عام دی، او زیاتره لاري امن نه دي. تېر کال، د میدان ښار د نجوني له لیسې څخه فقط ۱۳ تنې نجوني فارغي سوې.
نیویارک ټایمز لیکي چي اغلې غفاري په ۲۰۱۸ کي د میدان ښار ښارواله مقرره سوه. خو سمدستي د هغې د مقررۍ سره مخالفت شروع سو. کله چي په لومړۍ ورځ اغلې غفاري خپل دفتر ته ورسېدله، قهرجنو ډاګیانو يې پر خلاف مظاهرې وکړې. دا وايي،«زما په ژوند کي هغه تر ټولو بده ورځ وه.»
دا مظاهره چیان د دورګ د والي، محمد شاه جهان، پلویان ول. لدې جنجال راوروسته، اغلې غفاري سمدستي کابل ته ولاړه، او هلته يې د ارګ چارواکو ته وویل،«زه خپل حق غواړم. که چیري زما ناره وا نه ورېدل سي، زه به ځانته اور اچوم.»
نیویارک ټایمز لیکي اغلي غفاري نهه میاشتي انتظار وایست، څو خپل مقام بېرته تر لاسه کړي. ځکه ګورنر جهان استعفا وکړه.
اغلې غفاري وايي کله چي يې په دفتر کي د خپلو مامورینو سره رسمي مېټینګ جوړ کړ، اکثرو مامورین پخپل سمارټ فون اخته ول. خو هغې هغوی ته په قهر وویل،«دا دفتر دی، خپل شخصي کارونه بل وخت وکړئ.»
نیویارک ټایمز لیکي چي اغلې غفاري د خپل ښار په پاکولو کي خپله شخصا برخه اخلي. د پلاسټیک کڅوړي وېشي، او کچره راټولوي. اخبار لیکي اغلې غفاري یوه پښتنه ده. د هغې مور معلمه ده. اغلې غفاري په هند کي عالي تحصیلات کړي دي.
نیویارک ټایمز لیکي اغلې غفاري اوس د میدان ښار د خلګو احترام تر لاسه کړی دی. ځکه هغې داسي پروژې بېرته شروع کړي دي چي د ډېر وخت لپاره په ټپه ولاړي وې. د میدان وردګ د ښار یو اوسېدونکی وايي،«هغې ته باید څه کریډیت ورکړه سي. دلته د سړک یوه پروژه ۱۲ کاله په ټپه ولاړه وه، خو هغې په یوه میاشت کي بېرته پیل کړه. هغه به یوه ښځه وي، خو یوه غښتلې او بهادره مېرمن ده.»
واحد فقیري