ځان غولونه او سالم درک
واحد فقیري
موږ په یوه داسي عصر او زمان کي ژوند کوو چي د ځان غولولو لپاره انواع او اقسام وسایل موجود دي. د ځان د خطاایستلو لپاره بې حسابه شبکې موجودي دي.
حاکم نظام زموږ د فریب لپاره موږ ته مدام وايي چي تاسي هیڅ نه سئ کولای. ستاسو هیڅ شی په وسه پوره نه دی. تاسي باید دا اوسنی حالت ومنئ. زموږ پر حاکمیت باندي شکر وباسئ. او پام کوئ چي ناشکري و نه کړئ.
موږ پدې هم ښه پوهېږو چي د باطلو او ظالمو حاکمانو سره زموږ همکاري او یا د هغوی د اعمالو په مقابل کي زموږ سکوت د هغوی سره عملي مرسته کول دي. په بل عبارت، زموږ نه مقاومت د هغوی د بې عدالتۍ د خورولو او ټینګولو سره کومک کول دي.
خو زموږ د خلاصون لپاره یوه بله لاره سته. یو بل بدیل سته. موږ ډېر خوشبخته یو چي په یو داسي پېر کي ژوند کوو چي د جمعي ارتباطاتو وسایل او امکانات تر بل هر وخت زیات دي. موږ کولای سو چي هر ځای او هر وخت فعاله واوسو.
موږ کولای سو چي د جهان په ګوټ ګوټ کي ځانونه منظم کړو. او له نیکه مرغه، هیڅوک موږ لدې کوښښ څخه نه سي منع کولای.
نن سبا، زموږ نه اتحاد زموږ خپله ګناه او قصور دی. ځکه موږ کولای سو چي د یوې درېیمي قوې په شکل تبارز وکړو. حاکمان او ظالمان چنلج کړو. او د حق، عدالت، او آزادۍ لپاره مبارزه وکړو.
موږ باید یوې دایمي او جامع مبارزې لپاره ځانونه چمتو کړو. ځکه امریکا یوازي د سپټمبر په میاشت کي پر افغانانو باندي ۹۴۸ بمونه اورولي دي. په ۲۰۱۸ کي يې څه د پاسه ۷۰۰۰ بمونه اورولي ول.
په افغانستان کي د امریکا جنګي جرمونه دونه ډېر سوي دي چي اوس حتی ملګرو ملتونو هم خپل ږغ پورته کړی دی.
خو ایا افغانان به هم کله د اعتراض ږغ پورته کړي؟ ایا افغانان به مدني اعتراضونو ته مخه کړي؟