د ولس ویښتیا د ښه راتلونکي هیله ورکوي
محمدروښان ښاد
د ولسي جرګې استازی د ولس د مستقیمو رایو په اساس ولسي جرګې ته رایه پیدا کوي او د ولس استازی ګڼل کېږي، مګر د جمعې په ورځ چې د ولسي جرګې د استازو او ملي پولیسو تر منځ اخ و ډب پېښ شو، نو توقع خو دا وه چې ولس باید د خپلو استازو یانې وکیلانو ترڅنګ ودرېدلي وای، مګر برعکس دوی د ملي پولیسو ملاتړ وکړ، ځکه چې پولیس پر حقه وو.
د ولس دغه ویښتیا څو پیغامونه لري، لومړی پیغام یې دادی چې ولس د ټولنې د نظم، ثبات، امنیت او قانون واکۍ پلوی دی او دوی نه غواړي چې د وکیل په ګډون دې هیڅوک له قانون څخه مستثنا وي. دویم پیغام یې دادی چې ولس تل د حق پلوي کړې. دلته هم چې د پولیس دنده د خلکو د امنیت او د ټولنې د نظم د خوندیتوب په موخه د موترو پلټنه ده، نو وکیل ملامت دی چې د پولیس د قانوني امر له منلو یې سرغړونه کړې ده.
دا څو ورځې موږ په ټولنیزو رسنیو کې وینو چې د ولس احساسات راپارېدلي دي او ټول په یو غږ د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ننګه کوي او پر هغو وکیلانو چې د قانون سرغړونه د ځان لپاره عار بولي، لعنت وايي او غوښتنه یې داده چې دغه ډول له قانونه سرغړونکي وکیلان باید سخت مجازات شي.
په دې وروستیو کې زموږ په ټولنه کې دوه مثبت بدلونونه لیدل کېږي، لومړی بدلون دادی چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا په مسلکي توګه ښه شوي او اوس یې د دې جرئت موندلی چې د وکیل د تورو ښیښو موټر پر وړاندې ودرېږي او له هغوی څخه د اسنادو او جواز پوښتنه وکړي. د کرزي د واکمنۍ پرمهال به پولیسو د موترو پر وړاندې د ودرېدو جرئت نه درلود او که به د عادي زورواکي د موټر مخته هم ودرېد، نو د واټ په سر به یې پولیس او ترافیک ډبول، مګر اوسني پولیس باندې هیڅوک لاس نشي پورته کولی.
دویم مثبت بدلون دادی چې ولس تر پخوا ویښ شوی او هوښیار شوی دی. په قومي، سمتي او ژبنیو سیاستونو کې ښکېل نه دی، بلکې د حق پلویان دي او د حق ملاتړ کوي. همدا د ولسواکې او قانونمندې ټولنې ځانګړنه ده او دا دواړه مثبت بدلونونه د هیواد د روښانه راتلونکي او قانونمندې ټولنې پیغام له ځانه سره لري او باور دی چې ډېر ژر به موږ د لا ډېرو بدلونونو شاهدان اوسو.