د ولس غبرګون او د وکیلانو وېره
اېمل پیاوړی
د تېرې جمعې په ورځ د شپې ناوخته د پلڅرخي سیمه کې د پولیسو او وکیلانو ترمنځ جنجال پېښ شو. ملي پولیسو د وکیلانو موټر ودرولي وو او له هغوی څخه یې د تورو ښیښو لرونکو موټر او وسلو جوازونه غوښتي وو، پولیسو دا کار په خپل سر نه وو کړی، بلکې دوی ته د ولسمشر غني او د کورنیو چارو وزارت له لوري لارښوونه شوې وه، مګر وکیلانو دا کار په خپل حق کې سپکاوی وګاڼه او دوی ویل چې هیڅوک د دې حق نه لري چې له وکیل څخه پوښتنه وکړي او یا د دوی موټر ودروي، ځکه چې د دوی په وینا وکیل قانوني مصونیت لري.
مګر د کورنیو چارو وزارت او نورو امنیتي مسوولینو په مراتبو ویلي دي چې په کابل ښار کې اکثر جنایتونه، چاودنې او نور جرمونه چې واقع کېږي، نو له تورو ښیښو موترو څخه په کې استفاده کېږي او په دې خاطر حکومت تصمیم نیولی دی چې د ټولو موټرونو ښیښې سپینې کړي او له جواز پرته هیچاته د وسلو ګرځولو اجازه نه ورکوي، ځکه تر هغو چې داسې اقدامات ونشي، نو نه د مجرمنیو او تروریستانو او نه هم د زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو مخه نیول کېدای شي.
وکیلانو دغې موضوع ته د ځان په ګټه دومره هوا ورکړه چې ان د شپې ناوخته یې په ولسي جرګه کې بیړنۍ غونډه وکړه او دوی فکر کاوه چې په دې ډول به ملي پولیس او د کورنیو چارو وزارت مسوولین تر خپل رعب لاندې راولي او ولس به هم د دوی ملاتړ وکړي، مګر کیسه برعکس شوه، په ټولنیزو رسنیو کې ولس د وکیلانو دغه عمل سخت وغانده او دوی د خپلو ملي پولیسو په ننګه ودرېدل.
د خلکو دغه غبرګون وکیلان سخت ووېرول، پرون مې د ولسي جرګې د وکیل رمضان بشردوست په وینا کې واورېدل چې ویل یې د لومړي ځل لپاره مې د وکیلانو په څېرو، سترګو او غږ کې وېره ولیده او دا وېره له ولس څخه وه، ځکه دوی پوه شول چې ولسونه له دوی سره نه دي او نه هم د دوی د بې قانونیو ننګه کوي. له دې امله وکیلان سخت په وېره کې دي. که چېرې خلک همدغسې د هرې نادودې پر وړاندې خپل غبرګون وښیي او بې تفاوته پاتې نشي، نو باور دی چې د وکیلانو غوندې به د ترهګرو، زورواکو، مفسدینو او جنایتکارو په څېرو، سترګو او غږونو کې هم ډېره ژر وېره ولیدل شي او دوی به له خپلو ناوړه اعمالو لاس په سر شي او د قانون پر وړاندې به د مقاومت جرئت ونه کړي.