خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

مینه، بېلتون، او عرفاني مزل: د عطایي ملا پر یوشعر ځیني تبصرې (2 برخه)

یکوال: ډاکټر جنید شریف…

دوهم سبق
د صورت د بت له سترګو فتنه پاڅي
نطر ماته آیینه کړه صورت څاڅي
خان د خط فرمان راوړی انداز بل سو
د جلال پرده کې نغښتی جمال ناڅي

دریم سبق
د وحدت له جبره شپه د رنګ تیاره ده
د کثرت په ادا ورځ خاندي نشه ده
دا چی ښار د عقل وران جنون باچا سو
دا بلا د کومه راغله څه کیسه ده؟
زه به دا دوه بندونه سره یوځای وڅېړم

په صورت باندي خو ډېر شاعران په شمول د صوفیانو بد ګومانه دي خو سره له دې ان افلاطون هم چي محسوس شیان د مجرداتو او مفاهیمو په پرتله ورته ډېر بې اعتباره او بې ارزښته ښکاریدل د صورت او ظاهري ښکلا نه هیڅکله منکر نه وو خو د هستۍ په مرتبو کي یې ورته ټیټه مرتبه ورکړې وه. د ملا دا دوهم سبق هم د صورت نه شروع کیږي خو د مین نظر دومره پیاوړی دی چی آیینه ماتوي او د صورت ټوټې د اوښکو یا خلو یا وینو په څېر ښکته توهیږی.

په یقین نه شم ویلی خو داسي یو شاعر لکه ملا په غالب ګومان د هغو اشاراتو نه چي کلاسیکو شاعرانو د «فتنې» په مرسته کړي دي با خبره دي. له بده مرغه ما هغه بیتونه چي په کي سعدي د دې کلمې نه یو ډول سمبول جوړ کړی دی د دې مقالې د پاره پیدا نکړل. خو دومره مي په یاد دي چي دا توري ډېر ځله کنایې لري. د بیدل دا لاندي بیت کي د فتنې دا سمبولیکه مانا بې له شکه شته:

ای فتنه قامت، این چه غرور است در سرت؟
تیغی کشیده ای که قیامت نیام اوست

په دوهمه مصرع کي د فتنې سمبول د توري د انځور په مرسته څرګند شوی دی ځکه توره په ډېرو ژبو کي یو فالیک سمبول دی. (توره چی تېریږي خو ګوزار لره کنه — خوشال)

نو د ملا په شعر کي د فتنې یادول په اوله مصرع کي د دوهمي مصرعې مانا د زفاف د شپې او وصل خواته بیایي.
د صورت د بت له سترګو فتنه پاڅي
نظر ماته آیینه کړه صورت څاڅي.
دریمه مصرع مبهمه ده:
خان د خط فرمان راوړی انداز بل سو

زه ددی مصرعې په مانا بیخی پوه نه شوم. خط د مخ خط دی که کومه مقد سه کرښه یا متن دی؟ خو دومره ویلی شو چي د انداز بدلیدل مینه په تصوفي او افلاطوني مراتبو کي لوړی مرتبې ته لیږدل شوی ده:
د جلال پرده کې نعښتی جمال ناڅي

دلته د الهی جمال د راڅرګندیدو او برېښیدو ننداره ژوندۍ شوې ده. جلال هم د خدای تعالی مانا ورکوي (جل جلا له) او هم جلال الدین بلخي مونږ ته را په یادوي. خو تر ټولو مهمه مانا به دا وي چي الهی وجود ځان د جمال په څېر او د نیا په بڼه څرګندوي. او دا هماغه جلوه ده چي په څلورم سبق کي ورته تفصیل ورکړ شوی دی.

د وحدت شپه د عدم او مجردوالي دوران دی او دلته نوم نشته، ځانګړتیا او تنوع یا کثرت نشته. پس له دې چي تیاره په رڼا بدله شی او د وحدت نه کثرت وزیږي د هستۍ دنیا مستي کوي او نشه کیږي. دا د انفعال او عواطفو دنیا ده، د ژوند او هلو ځلو دنیا ده، د رنګونو دنیا ده چي عقل په کي مغلوب شوي دیي او جنون باچاهي چلوي. د وحدت الوجود دا څنډه د ډېرو پوهانو په اند د هندي مذاهبو او مفکورو نه اغیزمنه شوې ده.

مخکي مو هم دې ته اشاره وکړه چي د ملا تصوف سرتر پایه تصوف نه دی او رندۍ خواته تمایل لري. دا مونږ بیا په څلورم سبق کی ګورو:
لار تدبیر ویرانه کړې قدم ګوره!
د ثواب له ګناه تښته صنم ګوره
طالبانو د محراب ډیوې کړې تتي
ملا ځان له په دوهۍ کی همدم ګوره

دلته د وحدت او کثرت کیسه ختمه شوې ده او د شعر د مرکزي انځور یا لاري او مزل خواته را ګرځیدلی یو هماغه مرکزي انځور چي یو ه ډېره په زړه پوري بیان یې ددې سبقونو وړاندي راکړ شوی وو:
ته له لاري ستړی نه یې
ستا سفر نه دی یکړه
لالا بولې ورسره یې
ته پلزن د چا د پله یې (۱۱۳)

نو په څلورم سبق کي لاره د تدبیر یا عقل او اعتدال له کبله ورانه شوې ده نو قدم په احتیاط کیده
دلته ثواب ګناه ده نو ترې تښته او صنم یا بت ته ګوره.
طالبانو جوماتونه تیاره کړي او د محراب ډیوې یې کم رنګه کړي (چی وده شي یا په هر دلیل چي وي) نو ملا د ملنګانو دوهۍ ته ځي او ځان ته ملګري پیدا کوي. دا بند ماته د رندۍ د مفهوم یوه ډېره بریالۍ ترجمه ده چي د فارسي نه پښتو ته شوې ده. دا هم باید په یاد ولرو چي دا شعر د طالبانو د امارت نه مخکي لیکل شوی دی او ددې شعر په میثاق کي طالب هماغه تحت اللفظي د علم غوښتونکی دی او ملا د علم نه «ډک» معنوي مشر. دا څه کسان چي اوس د طالبانو په نامه یادیږي د پښتنو د تاریخ او کلتور نه دباندي مصنوعي مخلوقات دی او کوم فرهنګي یا معنوي اصالت نه لري.
ما په دې څلورو سبقونو باندي زیاتي خبري وکړې ځکه ما ته محوري ښکاري. هغه څه چي د دې نه وروسته لولو هم د دې سبقنو په تېره د لومړي سبق شرح ده او هم یو ډول ډرامه ده چی آخرالزماني یا قیامت ډوله انګازې برسېره کوي. اصلي شخصیت په دې ډرامه کي مینه ده چي د خلقت په پیل کي زیږیدلې ده او د یوې ښکلي پېغلې په څېر لویه شوې ده. په دې لنډه لیکنه کي د ټولو شخصیتونو ا و تضادونو یا دیالوګونو څېړنه کول نه غواړم . خو یو توپیر چي ځیني ادیبان د سمبول او الګوري تر مینځه کوي د یادوني وړ دی:

الګوري داسي یوه تشبیه ده چي هر مجرد یا مثالي مفهوم د یوه شخصیت یا کرکتر په بڼه تمثیلوي. یو ساده مثال به یې دا وي چي کوم لیکوال درې کسه ستیج ته راولي: یو ډېر عاجز سړی په نامه د سلام خان او یو ډېر کلانکاره ځوانکی په نامه د تخاباټ. دا دوه سره دعوا کوي او هر یو ادعا کوي چي د هغه بل سړي نه ډېر مهم دی. سلام وایي که زه را نه شم نو تا به څوک ښارته پرې نږدي او تخاباټ وایي ما ته دا قول راکړ شوی دی چي زه به خامخا راځم نو که زه را نشم تا به څوک په رسمیت و نه پیژني.. د دوی د عوا چي اوږدیږي نو یوه کونډه په نامه د لویه چرګه ستیج ته را ځي او سلام خان ګوښه کوي او ورته وایي ته اوس بیرته لاړشه کور ته بیا به زه درباندي غږ وکم چي راشې. او تخاباټ ته وایي ته دي خپل دکان خلاص که او ما ته وښیه چي څومره سرمایه لرې او تجارت دي زده دی او که نه.

دلته تمثیل دومره برالا او څرګند دی چي د شعر نه د لکچر یا خطابي خواته اوښتی دی. دا مثال مي دلته ددې د پاره راوړ چي د الګوري مانا روښانه شي. د سمبول مانا نو لوستونکو ته معلومه ده . سمبول یو رمز دی چي د یوې پټي اشارې په شان د لیري نه لوستونکي ځان ته را بولي یا د اوبو د سطحي نه ښکته حرکت کوي او که ورته د لوستونکي پام نه شي خبري او بیان ته دومره زیان نه رسیږي. ددې ډول سمبول مثال د ملا په هم دې شعر کي د اغزو انځور دی. لوستونکي کولی شي چي د هغه نه د ګل یا ښکلا د ضد مانا را پورته کړي یا د خوږیدو او ځوریدو مانا واخلي. او که هیڅ یو هم نه وي د تندي او پردیسۍ په چاپېریال کي اغزي ښه مناسبت لري.

شاعران په شمول د عطایي صاحب وایي چي دوی غواړي لوستونکي یا اوریدونکي د سمبولونو مانا په خپله و ټاکي او دا زما په اند یو ډېرښه دریز دی. که مانا د شاعر بطن ته محدوده کړو د شعر دنیاګۍ ته به مو ډېر زیان رسولی وي.
ما دا بحث د دې پاره پیل نه کړ چي ګنې د منظومې وروستۍ برخه د الګورۍ نه وړاندی نه ځي. داسي نه ده. خو کله چي شعر د الګورۍ تر اغیږي لاندي د مفاهیمو په پیژندلو مجبوره شوی خپله سمبولیکه او سندریزه نڅا یې شا ته ټومبلې ده.
زه واعظ وم د دې اصل
چی «اختیار» د انسان زور دی
زه قایل وم د دې حکم
چی «حادث» د «قدیم» ورور دی
دا هستي د هستۍ خپل رنګ
او «جوهر» د «عرض» کور دی
دا خبر چي ژوند را ګرځي
د بې مغزه مغزو جوړ دی (۱۳۴)

دا مصرعې د مانا له پلوه ډېري ژوري دي. د ارسطو متافزیک چي اسلامي فیلسوفانو ورته ډېره پاملرنه کوله دلته خلاصه شوی دی. خو په داسي تشریحي شعر کي سمبولونو او غږونو ته ځای نه پاتي کیږي.

له نیکه مرغه دا د مسئلو او استدلالونو بحٍث زر په غنایي محاورو بدلیږي. خو مخکي له دې نه چي د منظومې هغه غنایي او عاطفي شیبو ته ورسیږو بده به نه وي چي د میني د مزل یو لنډیز وړاندي کړو.

مینه د خلقت په اسطوره کي یو مرکزي مقام لري. پس له دې چي پیدا کیږي او لوییږي رڼا (یا پوهه؟) ورته واک بخښي خو د دې واکمني بیه ډېره زیاته ده ځکه دا بیه ژوند دی. مینه غواړي چي د رڼا سره وصل شي خو د دې وصل د پاره تیاره ده چي هستي وسوځوي او نیستي راولي:
ما هستي ټوله لمبه کړه
ما نیستي د ښار کوربه کړه (۱۳۰)

دا سوځونکې معامله هماغه د سبق لومړۍ کرښه ده چی «وصل اور دی»
کیدی شي چي زه ډېر د یوناني اسطورو تر اغیزي لاندي اوسم خو ما ته داسي ښکاري چي دلته د روښنایي یا شعور او پوهي تضاد د واک او ټولواکۍ سره هم د پرومتیه او زوس اسطورې ته اشاره کوي او هم د تورات هغه تضاد ته چي د یهوا او آدم تر مینځه د پوهي غوښتلو په هکله را مینځ ته کیږي. په دې وروستۍ اسطوره کي بیا پوهه او مینه یا جنسي قرابت یو له بله نه بېلیدونکي دي. دا د پوهي او میني یووالی په یوه بله حماسه کي هم لیدل کیږي. د بین النهرین یا اوسني عراق او سوریې یو قدیمي نکل «د ګلګامیش حماسه» کی یو ډېر په زړه پوري روایت دی. د ارباب الانواع له خوا یو وحشي او ځناورو ته ورته انسان چي انکیدو نومیږي استول شوی دی چي د ښار ټولواک اصلاح کړي. د دې د پاره چي د دې وحشي سړي بشریت بشپړ بشر شي او تمدن سره آشنا شي یو ښکاري د اوروک (عراق) د معبد نه یوه فاحشه راولي او دا ښځه اوه ورځي او اوه شپې د انکیدو سره قرابت کوي او د دې قرابت پایله د انکیدو بشپره روزنه او روښانه کیدل دي. د پرومیتیه او زوس جنګ هم په دې وو چي پرومیتیه اور د زوس د رضا نه پرته په غلا انساناانو ته ورکړی وو او اور د عقل او پوهی ښکارندوی وو.

د ملا په شعر کي د میني له هیبت نه وروسته آخر الزماني پیښي او قیامت را مینځ ته کیږي خو د بشپړي بربادۍ نه وروسته دوه کسه ژوندي پاتي کیږي:
یو ناڅاپه اور پیدا سو
ښار یی ټول لمبه لمبه کړ
وجود ټول رڼا رڼا سو
د هستۍ له لویه نومه
د ټولواک د سلطنته
د صانع د ستر خلقته
بس یوه شینکۍ لوخړه
څو سپېره د ایرو موټي (۱۲۷)
….
خو عجیبه قصه داده
…..
د سوځلي کښت په پولو
د نکلونو هدیرو کي
دوه موجود ژوندي وجوده
له دې پیښو بچاوشوي
په دې اور کي پاته سوي (۱۲۸)

(نور بیا)