مینه، بېلتون، او عرفاني مزل: د عطایي ملا پر یوشعر ځیني تبصرې (۳ برخه)
لیکوال: ډاکټر جنید شریف
لږ وروسته د دې بند په انځورونو کي «ببر سری» ملنګ یا ملا پېژنو او بل ورسره «له حیا ګوته په خوله» به طالب وي. یو ضعیف احتمال دا دی چي دا دوه کسه حیا او وفا وي.
لنډه دا چی د اورونو او تضادونو نه د خلاصون لاره د شاعر په اند د معنویاتو او اخلاقیاتو لټه ده چي د عقل په ځای د جنون سره ښې اړیکي لري. د وفا او حیا د شخصیتونو مینځ ته راوستل به له هم دې کبله وي. دا معنوي خلاصون د تصوف په ژبه له ځان نه وتل او په سمایي مینه باور موندل دي. کتابي پوهه متروکه کیږي او جنون په عقل بری مومي. ملایي بحثونه لکه جبر او اختیار او د ارسطو جوهر او عرض له یاده ووزي او د ژوند بیرته را ګرځیدل خپل اعتبار له لاسه ورکوي.
سهار عقل مرور وو حکمت تللی
کتابونه مسلې
ها د جز او کل قضیې
ها درسونه شاګردان
ها بساط ځمکه آسمان
هرڅه هرڅه نا آشنا
…..
هرڅه هرڅه بی معنی (۱۳۵)
او لږ وروسته د جنون به باب لولو:
زه جنون یم زما سندره ده لا، لا
او لالا زما لیلا
لیلا ورکه د منزل ده
لیلا پټه ده په شپو کي
لیلا ایښي قدمونه زمونږ د کلي په کوڅو کي
…
پلټم د قدم لاري
ښکولوم د کوڅو خاوري
لالا توره چلولې
ښار میدان د کربلا
لیلا سترګي توري کړي
کلی ځاله د بلا
عافیت خوشي خبره
هستي نذر د ښکلا
او ښکلا؟
او ښکلا هغه رڼا
چی جلوه ده د لالا
چی لیده شي پې لیلا (۱۴۰)
دا مصرعې او داسي نور چي ما یوازي څو بیلګي ترې واخیستې زیاتره د تصوف عرفاني مینه ده چي د ښکلا د لاري اصلي معبود ته رسیږي. په دې ترڅ کي خامخا مین بنده هم له ځانه تېریږي او هم دنیوي خوندونو ته لا لا وایي. او که کوم شي ته «هو» وایي نو هغه د «هُو» ذکر دی چي په عربي ژبه مذکرغایب ضمیر دی (دی یا ده).
د بدن د خټو کور کي
عشق ډیوه ده آسماني
د شهود په بتکده کي
دا یو فیض دی رباني
***
ځی چي ووزو له خپل ته
ځی چي درومو و مطلوب ته
ځی چي ځو و خپل وطن ته
ځی چي ورکه مو پیدا کړو
ځی چي ننوځو دنیا ته
ګوندي وي چي هلته مومو
د لیلی د قدم نښي
ګوندي وي چي هلته واورو
د لالا سوځنده ساز بیا
ګوندي وي چي هلته لمس کړو
د رڼا سوځنده سوز بیا (۱۴۲)
دا پورته مصرعې ډېره غنایي ښکلا لري او د منظومې د روحیې تمثیل کوي. دا هم هېره نه کړو چي شاعر مونږ را بولي چي «دنیا» ته ننوزو او دا د ژوند تثبیت دی. زه به دا نیمګړی تعبیر د منظومې د وروستي مخ نه د څو مصرو به را نقلولو ختم کړم چی هم غنایي ښکلا او جذبه لري او هم مونږ د رڼا یا شعور خوا ته لیږدوي:
رڼا ننګ زموږ د لیاري
په هر رنګ کي یې جلوه
لیلا موخه د سفر ده
په منزل کي میلمنه
لیلا تنده د طلب ده
په هرګام کي راسره
رنا زموږ د زړګي سترګي
مخکي، وروستو ښکته پورته
په هر لوري یی جلوه (۱۴۳)
تر مینځه یوه دوني په مرموزه ژبه هغه ځای چي الګوري په کي راوستل شوې ده زه پرې تبصره نه کوم او هغه بندونه او مصرعې چي په الګوري او سطوره ای مانا سر بېره انځوریږه او سمبولیکه مانا لري یا د هغو برخو نه چي د ژبي یا غږ په څانګه کي ښه ځلیږي څو بیلګي دلته را نقلووو:
مینه تندده مینه تنده او دا تنده داسي تنده
چی هیڅ ځای نه اوبه کیږي
دا هیڅ وخت نه ختمیدونکې
دا هیڅ ځای نه دریدونکې
له ازله تر ابده
له پرونه تر سبا
(نوربیا)