ولس سوله او طالب جنګ غواړي
محمدروښان ښاد
سوله د ولس هیله او غوښتنه ده، ځکه په جنګ کې ولس مري، کور او جایداد د ولس تباه کېږي. زیان یې ولس ویني، مګر عجیبه داده چې سوله او یا د سولې په نوم مذاکرات بیا له امریکا سره کېږي. سوله د امریکا په خوښه کوي او هغه هم د تړلو دروازو ترشا. مګر دغه ډول سوله او د سولې دغه ډول مذاکرات نه یوازې حکومت، بلکې ملت ته هم د منلو وړ نه دي او په همدې خاطر یې ولسمشر مخالفت وکړ او وې ویل چې د سولې هر قدم او هر پړاو باید د ولس په سلا وي او ولس په جریان کې وي. د ولس پوښتنو او اندېښنو ته باید پر وخت ځواب وویل شي، قناعت ورکړل شي او هغه وېره چې له سولې یې لري ، له سولې نه بلکې له طالب څخه هغه وېره د ولس پرځای ده او باید لیرې شي. دا هر څه هغه وخت کېږي چې سوله د ولس په سلا او خوښه وي.
تر هغو چې ولس په اعتماد کې وانخیستل شي او قناعت ورنه کړل شي، نو تر هغو نه سوله شونې ده، نه سوله راځي او نه هم د سولې مذاکرات نتیجه ورکوي، نو په دې خاطر وسله وال طالبان که رښتیا هم سوله غواړي او سولې ته یې زړه وي، نو بیا دې د سولې بین الافغاني مذاکرات ومني. له مذاکراتو دې نه وېرېږي، ځکه دا ولس دا عظمت لري چې وسله والو طالبانو ته له ټولو جنایتونو ور تېر شي او هغوی ته بښنه وکړي، خو په دې شرط چې بیا به یې نه تکراروي او د سولې بهیر سره به یوځای کېږي.
افغان ولس د اوربند پرمهال هم خپل عظمت وښوده، ځکه وسله وال طالبان چې ښارونو او کلیو ته راغلل، نو همدې ولس جوماتونو ته یو وړل، کورونو ته یې یووړل، چای خانو ته یې یووړل، ورسره وغږېدل او طالبانو وویل، چې نور له جنګ ستړي دي او دوی اوس پوه شول چې دوی د خپلو وروڼو او افغانانو په تقابل کې واقع دي او په خپلو دغو اعمالو یې پښېماني وښوده.
نو له جنګ او تاوتریخوالي باید نور لاس واخلي او سولې ته غاړه کېږدي، ځکه چې جنګ د ولس په تاوان ده، جنګ د طالب په تاوان دی، جنګ د وطن په تاوان دی، جنګ د ټولو په تاوان دی، مګر سوله بیا برعکس د ټولو په ګټه ده، ځکه چې سوله نه یوازې د خلکو سر او مال په امن کوي، بلکې د کار، پرمختګ او خودکفایۍ ټولې زمینې له سولې پورې تړلې دي، په باعزته او تلپاتې سولې پورې. په هغې سولې پورې چې د ولس په خوښه او سلا وي.