خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د چیلي ولسي مظاهرې

«چیلي راوېښه سه!» د اعتراض کونکو اصلي شعار!

درې هفتې کېږي چي په چیلي کي محصلین، ځوانان، مامورین، او عام وګړي د اقتصادي بې عدالتۍ، اداري فساد، د حکومت د بې کفایتۍ، او بېکارۍ پر ضد راپاڅېدلي دي. د چیلي په پایتخت کي یوه ورځ یو میلون مظاهرچیان راغونډ سوي ول.

که څه هم په لاتین امریکا کي چیلي یو شتمن ملک دی، خو اقتصادي نابرابري په کښې زیاته ده. د چیلي مینځنۍ طبقه د سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ ده. په چیلي کي حاکم حکومت د سیاسي مشروعیت له بحران سره لاس او ګریوان دی.

د سیاسي علومو یو پروفسور وايي چي د چیلي خلګ ګوري چي ثروتمن خلګ لا شتمن کېږي، او مالیات نه ورکوي. خو مینځنۍ طبقه او ګارګران د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. د چیلي شتمن خلګ د عامو خلګو د ژوندانه له مشکلاتو سره هیڅ اشنايي نه لري. د ځوانانو لپاره کارونه نسته. په حکومت کي خویشخوري او فساد زیات دی.

د چیلي د اوسني اعتراضونو لومړی محرک د ښاري ټرېن د کرایې اضافه کول ول. که څه هم د چیلي جمهورریس سمدستي د اضافه کرایې مسله بېرته لغوه کړه، خو د مظاهرچیانو د آرامولو لپاره يې پوځ ته امر چي ښارونو ته ورداخل سي. اما د چیلي اګاه محصلینو او خلګو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ، او اوس د ټول سیاسي نظام بدلېدل غواړي.

د چیلي په اعتراضونو کي د پوهنتونونو محصلین مخکښ نقش لري. هغوی وايي چي نور نه ډارېږي، او چمتو دي چي د پولیسو او اردو سره مقابله وکړي.

واحد فقیري