خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ایرانیانو مظاهرې دوام لري

واحد فقیري

ایراني اعتراض کونکي د تهران د رژيم د نسکورو شعارونه ورکوي. د هغوی سراسري شعار دا دی: «موږ اسلامي جمهوریت نه غواړو. نه یې غواړو، نه یې غواړو.» د ایران په مهمو ښارونو کي د علي خامنه ای عکسونه سوځل سويدي. په تهران، شیراز، کرج، مشهد، اصفهان او نورو ښارونو کي اعتراض کونکو پر حکومتي ودانیو باندي حملې کړیدي،‌ او ځیني بانکونه یې سوځولي دی.

د ایران رژیم پر انټرنیټ باندي سراسري بندیز لګولی دی. پر سمارټ فون، سوشل میډیا، او داخلي مطبوعاتو باندي بندیز لګول سویدی. د تهران اخوندي رژیم تور لګوي چي مظاهرچیان د خارجیانو په لمسون راپارلېدلي دي. د ایران اخوندي رژيم د خلګو مدني اعتراض «اغتشاش» بولي. هغوی دغه راز،‌ د لبنانیانو او عراقیانو مدني اعتراض هم اغتشاش او فتنه بولي.

په ایران کي، مدني اعتراضونه د جمعې په شپه هله شروع سول چي د ایران حکومت یودم د تیلو قیمت جګ کړ. په ایران کي د تیلو بیه په ګرده جهان کي ارزانه ده، ځکه حکومت يې سبسدي کوي.

څو ایراني مذهبي مشرانو حکومت ته سپارښت کړیدی چي د تیلو قیمت بېرته ارزانه کړي. خو علي خامنه ای د تیلو د قیمت له جګولو څخه حمایت کوي.

د تیلو د قیمت د جګولو لپاره مخکي له مخکي هیڅ ډول ذهنیت سازي نه وه سوې،‌ بلکي حکومت خپله فیصله د شپې په تیارو کي اعلام کړه.

ایرانیان د مدني او جمعي اعتراضونو اوږد تاریخ لري. هغوی مدام د ظالمو او فاسدو حاکمانو پر ضد مدني اعتراضونه کړيدي. د ایران تاریخ د مدني مبارزاتو زیاتي مثالونه لري. په تهران او نورو ښارونو کي اکثره دوکانونه او مغازې تړل سويدي.

د ایران اوسني پراخ اعتراضونو د جهانیانو توجه ورجلبه کړېده. عمومي برداشت دا دی چي د خلګو حوصله ختمه سوېده، او د ایران اوسني اعتراضونه د لبنان،‌عراق، چیلي، بولیویا،‌ نورو ولسي مظاهرو سره تړاو لري.