خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغان سولي ته یو نوی اپروچ

 

په افغانستان کي د امریکا پخوانی سفیر، توني وېن، د نومبر پر ۲۰ په (هیل) کي لیکي په افغانستان کي د سولي یوه موثره پروسه هم ممکنه او هم مطلوبه ده. مګر دا پروسه باید تدریجي وي. څو د سولي پروسه هم اعتماد سازي وکړي، هم تشدد راکم کړي، او هم افغانانو ته د دې فرصت ورکړي چي خپل سیاسي برخلیک په خپله وټاکي.

ښاغلی وېن لیکي خلیلزاد هڅه کوي چي یو کرت بیا د سولي پروسه راژوندۍ کړي، او پدې برخه کي د دوو خارجي پروفسورانو آزاېدل او د بندیانو تبادله یو ښه ګام وو.‌ دغه راز، خلیلزاد پدې حصه کي زموږ د ډیرو بین المللي ملګرو سره ملاقاتونه هم کړيدي.

وین لیکي د سولي پروسه په ۲۰۱۰ کي پیل سوه، او په ۲۰۱۳ کي طالبانو په قطر کي خپل سیاسي دفتر پرانیست. خو کله چي طالبانو د خپل دفتر د پرانیستلو پر مهال خپل بېرغ او رسمي نوم اعلام کړ، حامد کرزی یې په قهر کړ، او د سولي پروسه په ټپه ودرېدله.

اما د سولي پروسه هله بېرته پیل سوه چي جمهورریس ټرمپ پدې برخه کي جدي اقدامات وکړل، او خلیلزاد يې د دې مهم کار لپاره وګوماری.

لیکوال کاږي چي امریکا باید دا په ډاګه بیان کړي چي د افغانستان سیاسي برخلیک به خپله افغانان ټاکي، او امریکا باید د طالبانو سره د سولي یو اړخېزه او جلا معامله و نه کړي. ځکه موږ باید دا په یاد ولرو چي د افغان حکومت فکر کوي چي زیات تاوان به وکړي.

وېن ادامه ورکوي او لیکي امریکا باید د اعتماد سازي لپاره تدریجي اقدامات وکړي،‌ او د تشدد د راکمولو لپاره ګامونه واخلي. د تشدد او خشونت د راکمولو لپاره باید موقتي او محلي اوربندونه عملي سي.

دغه راز، غیر رسمي بین الافغاني مجلسونه باید زیات سي، څو افغانان پر یو بل باندي اعتماد پیدا کړي، او له سیاسي لحاظه سره نژدې سي.

لیکوال په آخر کي لیکي افغانان، امریکایان، او د بشري حقوقو مدافعان ګرده د افغان د جنګ ختمېدل غواړي. خو دا کار باید تدریجي وسي. ځکه د سولي تدریجي پروسه عموما تر هغو پټو او سري معاملو ژر کامیابه کېږي چي سیاسي نخبه ګان يې د بندو دروازو تر شا سره کوي.

او بالاخره، د سولي تدریجي پروسه به جمهورریس ټرمپ پدې وتوانوي چي دا «دایمي» جنګ په مسولانه توګه ختم کړي.

واحد فقیري