خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

دوکتورس زعفران

دوکتورس زعفران

زعفران بي بي شپږ کلنه او د وطن له یوې لرې ولسوالۍ
راغلې وه. پلار ته یې کوم ډاکټر ویلي ول چې د زړه ناروغي لري. تر معایناتو وروسته مالومه شوه چې دا زېړ زبېښلی گل د زړه یو لوی سوری او د یوه وال شدیده عدم کفایه یا د خلکو خبره لیکي لري. جراحي یې باید په یوه داسې مجهز مرکز کې شوې وای چې د زړه دا دواړه خرابۍ پکې په یوه وار ترمیم شوې وای. دا جراحي نه اسانه وه نه ارزانه. د زعفران بي بي پلار کلیوال او بیوسه سړی و. چې د لور ناروغي مو ورته تشریح کړه، ژړه غونی شو. وې یې نه یې د عملیات وس لرم او نه دومره بلد یم چې نورو هیوادونو ته به مې روانه کړې وي. بس د خدای رضا مې قبوله ده. د زعفران بي بي زبیښلي رنگ او د هغې د پلار بیوسۍ زموږ کاري ټیم ټول عاطفي کړی و. د سړي نمبر مو واخېست او له دوا سره مو رخصت کړ. په جرمني کې د بشرپالو یوه ډله د کوم افغان په وساطت د زړه له ناروغو ماشومانو سره مرسته کوي. د دې ډلې یو استازی مو وموند او د زعفران بي بي ستونزه مو ورسره شریکه کړه. هغوی یې اسناد وغوښتل او موږ ور ولېږل. څه وخت وروسته یې احوال راکړ چې له دې ماشومې سره مرسته کوو، جرمني ته یې را غواړو او بیرته به یې روغه رمټه در ولېږو. د دې خبر په اورېدو ټول وغوړېدو، د زعفران بي بي پلار ته مو زنگ وکړ او را و مو غوښت. کیسه مو ورسره شریکه کړه، په شک او تردید یې ومنله. د زعفران بي بي د ويزې کار روان شو او یوه ورځ داسې هم راغله چې دا خوږه ماشومه د علاج لپاره مفته تر جرمني پورې ورسېده. هلته د زعفران بي بي ځيرکتیا او خوږو خبرو ټول پر ځان مین کړي ول او کله کله به یې د هغې له روغتیایي پرمختياوو په تلیفون موږ هم خبرولو. میاشتې تېرې شوې، د زعفران بي بي عملیات پخير تېر شو او اوس د گل غوندې غوړېدلې وه. جرمنیانو احوال را ولېږه چې د زعفران بي بي پلار ته ووایئ چې د دې خوږې او نازولې ماشومې په مخ ته هم یو څه وغواړه، مرسته به درسره وکړو. سړی مو بیا را وغوښت او پیام مو ورته ووایه. بې ځنډه یې وویل: ” څو میاشتې مخکې مې دویمه ورا وکړه، سخت تاواني شوی یم. که یې خرچه راکړي، زما کار به وشي.” پدې غوښتنه موږ ټولو له شرمه سرونه وځړول او سړی مو رخصت کړ. جرمنيانو ته مو وویل چې افغانان خوران هره مرسته په ورین تندي مني، د کورنۍ مالي حالت د زړه سوي دی، نور ستاسې خپل تصمیم دی چې څه ډول مرسته ورسره کوئ. څو ورځې وروسته هغوی د مرستې یو پلان له موږ سره شریک کړ. “موږ د زعفران بي بي د زده کړو ټول مصارف ورکوو، دا به مکتب او پوهنتون وایي، موږ یې میاشت په میاشت مصارف ورلېږو. پرېږدئ چې دا هوښیاره جینۍ د خپلو نورو وطنوالو په درد وخوري. خو د مرستو شرط دا دی چې زعفران بي بي به مکتب ته ځي.” څه وخت مخکې زعفران بي بي را ورسېده. رنگ یې سور او وزن یې ډېر شوی و. د جرمنيانو استازي د زعفران بي بي پلار ته د پیسو هغه کڅوړه وسپارله چې هلته افغانانو او نورو زړه سواندو خلکو زعفران بي بي ته سپارلې وې. د هغوی شرط یې هم ور یاد کړ. ده ومنله او په خوشحالۍ ستون شو. دا څه موده کېږي چې د زعفران بي بي احوال نلرو. چې پلار به یې په هغو پیسو د دویمې ورا پور لنډ کړی وي کنه؟ د زعفران بي بي بخت خو اول ځل کار وکړ، د ناروغۍ ستونزه یې هواره شوه، چې دوهم ځل به هم کار وکړي او هغې ته به د زده کړو د ور پیدا شوي طلایي فرصت پر واټ د منډې چانس ورکړي کنه؟ که پلار یې د درېیمې او څلورمې ورا شوق ونکړي او د زعفران بي بي راتلونکي ته وگوري نو زه همدا شیبه په تصور کې گورم چې: دوه زره پنځوسم کال دی، د کابل په زړه کې یوه مجلل روغتون ته د وطن له یوې لرې پرتې ولسوالۍ یوه په زړه سورۍ ماشومه را وړل کېږي. پلار یې بېوسه او د ماشومې ژوند په خطر کې دی. یوه مهربانه ښایسته ډاکټره د دې ماشومې د عملیات کار پر غاړه اخلي. عملیات بریالی کېږي او ماشومه د گل غوندې رغېږي. د رخصتېدو پر مهال د ماشومې د پلار په سترگو کې اوښکې دي او له ډاکټرې مننه کوي. ډاکټره له جیبه یو بنډل را وباسي او د جينۍ پلار ته یې نیسي. “واخله کاکا! په دې پیسو دې خپل اوسني مشکلات حل که. زه مې کارت درکوم، چې لور دې لویه شي، راشه چې دلته یې په مکتب کې واچوو او د دې وطن لپاره لویه ښځه ترې جوړه کړو. د زده کړو ټول مصارف یې زما پر غاړه.” پر کارت لیکل شوي: “دوکتورس زعفران… د ماشومانو د زړه د ولادي ناروغیو متخصصه… “