د پاني پت فلم
پرون مي مشري لور، سپېدې، د پاني پت د فلم لیدو ته دعوت کړم. که څه هم سپېده په امریکا کي زېږېدلې ده، خو د افغانستان سره خاصه او عجیبه مینه لري. البته، اکثره هغه افغان الاصله امریکايي ماشومان چي په بهر کي پیدا سويدی، هغوی د خپل مور او پلار له اصلي ټاټوبي سره ژور عاطفي علایق لري. د هغوی دا احساس ما هر وخت حیرانوي. د خپل مورني او پلرني وطن سره د افغان امریکا الاصله کوچینیانو دا تعلق زیات علتونه لري، او ډېر يې راته څرګند دي. خو حقیقت دا دی چي اوس هم د هغوی دا احساس په یوې جملې کي لا نه سم خلاصه کولای. خیر په هر صورت، دا کاملا بل بحث دی او که ژوند باقي وو بل وخت به پر راوګرځم.
اصلا زه په امریکا کي په کلونو کلونو سینما ته نه یم تللی، او ښايي پدې تېرو قریب ۳۶ کلونو کي مي پنځه یا شپږ فلمه د سیمنا پر پردې باندي لیدلي وي. د امریکا سینماګاني د وطن له سینماوو سره کاملا فرق لري. دلته په سینما کي ګڼه ګونه نه وي، هر فلم ته فقط څو محدود کسان ناست وي، د سیمنا تالار تش تور وي. په يوې سیمنا کي په عین زمان کي لس یا پنځه لس فلمونه چلېږي. د تیلویزون او په تېره بیا د انټرنیټ راتګ د سیمناګانو بزنس ور خراب کړیدی، او هغوی يې د اقتصادي بحران سره مخامخ کړيدي.
کله چي سپېدې د فلم د تګ راته وویل، ما هم د دې تاریخي جګړې په اړه څه مطالعه پیل کړه، او مرحوم غبار، فقید دوپرې، مرحوم حبیبي، فقید الفسټون، کیرو، سید بهادر شاه ظفر کاکا خیل او د څور نورو مورخینو کتابونه مي باندي مرور کړل.
کیرو وايي پاني پت د جهان له سترو جنګونو څخه شمېرل کېږي. هغه لیکي که څه هم احمد شاه د بل په وطن کي جنګېدی، خو د هغه تدبیر او جنګي مهارت د افغان د فوج «روحیه لا جګه او غښتلې» کړې وه. احمد شاه یو «مادر زاده» مشر وو.
الفستون لیکي که څه هم د پاني پت رارورسته احمد شاه کولای سوای چي ټول هند فتح کړي، خو «هغه خپل پخوانی پلان عملي کړ»، او خپل وطن ته ستون سو.
غبار لیکي چي احمد شاه پر دوښمن باندي اکمالاتي لاري بندي کړې، او د دوښمن په پوځ يې قحطي او ډار خور کړ.
ظفر کاکا خیل لیکي احمد شاه ډېر«پاکیزه او د ښو خویونو خاوند وو. هغه په لوظ پوره او په معامله کښې کره وو.» کاکا خیل لیکي د مرهټیانو لښکر یوازي د اکمالاتو له نه شتون سره لاس او ګریوان نه وو، بلکي د دوی په کمپ کي زیاته «ګندګي»، بد بويي، او کثافت وو.
کله چي له فلمه راووتلم، سمدستي مي په موټر کي د جهاني صاحب سره په ټیلفون کي د پاني پت د فلم په اړه خپل درک او برداشت شریک کړ. جهاني صاحب هم د مرهټیانو په کمپ کي د «کثافت» خبره یاده کړه. جهاني صاحب دا هم وویل چي له هندي فلم څخه باید زیاته «توقع» و نه لرو. هندیان د پاني پت جګړه د خپل نشنلیزم له نظره تحلیل او تجزیه کوي.
د پاني پت په فلم کي، د افغانانو لومړۍ صحنه د احمد شاه بابا په داسي خشونت او وحشت شروع کېږي چي هیڅ تاریخي توجیه نه لري. پدې صحنه کي احمد شاه بابا کله یو ستر ظالم سلطان پر تخت ناست وي، او دسیسه کاره یاران يې حمله باندي کوي. خو احمد شاه دا نامرده ملګري ټول په خپل لاس وژني، او کودتا شنډوي.
پدې صحنه کي د احمد شاه بابا څېره ډارونکې کې ده. حال دا چي د تاریخ په حواله احمد شاه یو مهربانه، مهذبه، او د افغاني ښو اخلاقو یوه بارزه نمونه وه. د فلم په شروع کي د افغانانو او په تېره بیا د احمد شاه دا راز منفي تصویر پیشکش کول د فلم تر آخره پوري نندارچیانو ته یو منفي درک ورکوي.
مګر په مقابل کي، د فلم په شروع او جریان کي مرهټیان مهذبه او متمدن ښکاره کېږي. هغوی د خپل ماشومانو او ښځو سره ښه رویه کوي. کورنۍ ژوند یې آرام او له محبته ډګ ښکاري.
پدې فلم کي، د مرهټیانو ښځي نه یوازي په کورني ژوند کي بارز نقش لوبوي، بلکي په سیاست، جنګ، او دپلوماسۍ کي هم مهم رول لري. د مرهټیانو د فوج د ستر قومندان، سدا شیو راوباو، مېرمن د نورو راجاګانو د وفاداري د ګټولو لپاره په سفارت ځي. همدا مېرمن خپل خاوند ته د جنګ په دوران کي مشورې ورکوي.
د مرهټیانو د قومندان مور هم د یوې پوه او باتدبیره مور نقش لوبوي. هغه سدا شیو راوباو ته وايي،«احمد شاه ته داسي د عبرت درس ورکړه چي بیا د هندوستان خوا ته د راتګ همت و نه کړي.»
خو د افغان په فوج کي د ښځو ونډه اصلا نسته. او د افغانانو کورني ژوند ته اصلا هیڅ توجه نه کېږي.
د پاني پت په فلم کي، هندیان ښاېسته خلګ ښکاره کېږي. هغوی رنګه او ښکلي لباسونه اغوندي. خو افغانان بدرنګه، ډارونکي، او ببر خلګ وي. حال دا چي په طبعي ښایست کي په ګرده سیمه کي افغانان خپل ممتاز مقام لري. د فلم دا هنري او ریالیسټه کمبودي د فلم هنري اړخ ډېر کمزوری وي.
دغه راز، پدې فلم کي هند آباد، زرغون، او شتمن ښکاره کېږي. هند پرېمانه اوبه لري. ستر او مست سیندونه لري. زرغونه پټي او ځنګلونه لري. خو افغانستان خړ پړ او غرنی ښکاره کېږي. حتی کندهار هم تیاره او ډارنکی ښکاره کېږي. حال دا چي د کندهار طبعي ښایست څرګند دی.
په فلم کي، مسلمانان دغلباز او دسیسه کاره معرفي کېږي. په کندهار کي د احمد شاه پر ضد کودتا کېږي. په ډهلي کي د مغل پاچا په یوې خړنړۍ توطیه کي وژل کېږي. خو مرهټیان عموما باوفا او درانه خلګ ښودل کېږي.
د فلم بله نیمګړیتا دا ده چي افغان مشران اکثره مسن او زاړه خلګ ښودل کېږي. او په مقابل کي، مرهټیان ځوان، باانرژي، او بشاش تمثېلېږي. حال دا چي احمد شاه پدې وخت کي فقط ۳۸ کلن دی. پدې وخت کي، د افغانستان نظامي مشران اکثرا ځوانان دي. خو ښاغلی سنجې دت ۶۳ کلن دی، او څېره يې هم احمد شاه ته قطع نه وايي.
مګر د پاني پت په فلم کي احمد شاه په نظامي، ستراتیژیکي، او سیاسي لحاظ یو باتدبیره شخص معرفي کېږي. هغه یو ځای نجیب دوله ته وايي،«د هندیانو له اختلافه ګټه پورته کړه. په هغوی کي نفاق او اختلاف وښنده.»
د فلم په یوې مهمي صحنې کي کله چي احمد شاه او د مرهټه د لښکر مشر، سدا شیو راوباو، سره مخامخ کېږي، او احمد شاه د سولي وړاندیز کوي، د مرهټه سرټمبه او ګستاخ قومندان د احمد شاه بابا ګرده وړاندیزونه ردوي، او د افغان د فوج کامل اخراج غواړي. حتی کله چي د جنګ په میدان کي احمد شاه د زخمي سدا شیو راوباو سر ته درېږي، سدا شیو راباوو پر احمد شاه باندي ګوزار کوي. د فلم دا صحنه د امریکايي فلم (لاسټ سومارای) کاپي ده.
په مجموع کي، فلم په لیدو ارزي، خو د هندي فلم څخه زیاته توقع کول درست کار نه دی. د هندي سیمنا مهارت لا اوس هم پوخ سوی نه دی. د ریالیزم په برخه کي زیات مشکلات لري. اما دا هم باید وویل سي چي د پاني پت پر فلم باندي زیاتي پیسې لګول سوي دي. او په رزهاوو خلګو رول په کښې ادا کړی دی.