پنځه ویشتم (۲۵ ) اکتوبر ناول
لیک: نثار
دا چي کتاب زما رنګه ډنګر خو په بطن کې مظبوط هډور وو چې د لوستونکي مغز يې پر شور او ولولو راوستل ما غريب هم ځان ورته سم کړ تر اخري صفحې مي ملګري ورسره وکړه …
تر ډېره هغه څه پکښي وډل سوي دي چې تر ډېره پټ ساتل سوي وو او د رياستي جبر هغه پټ ظلمونه او وحشتونه چي د کومو خلګو سد نه وو په رسېدلى ، زهير په ډاکه کړل او خلګو ته د دغه ګړيز ګوند حقايق پکښي بيان سوې دي.
خبري پکي ډېر وې خو ما يې دغه الفاظ انتخاب او ګډه وډه ليکنه مي باندي وکړه.
پي ټي ايم…
ليکوال په ناول کې د پي ټي ايم تر مخه ظلمونه او وحشتونه راپه ګوته کوي چې ډېر خلګ ورڅخه ناخبره دي د يو بل په نامه مو وژنې ورکه وي مو څوک يې پر نا معلومو وسلوالو تاوان وي څوک يې پر طالبانو خو ليکوال دښمن يو ګڼي چي ټول ظلمونه او وحشتونه در دغه چتر لاندي طرحه کيږي په زغرده يې ولس ته معرفي کوي چي …
دا نـــه تحريک طالبان پاکستان کوي نه د ا حرار ګوند او نه نامعلومه وسله وال…
په کلکه مبارزه وکړئ چې دا سپېڅلې مبارزه د پي ټي ايم په منلو کې ده…
د ليکوال د ليک څخه څرګندېږي چي د پي ټي ايم کلک ملاتړی دى خلکو ته يې معرفي کوي چې پي ټي ايم خلکو ته جرات ورکړو حق يې ورکړٸ چې خپل ږغ په زغرده پورته کړي شعور يې ورکړی دښمن يې ورته په ګوته کړی او خلګو دا تګلاره د دريم سياسي متبادل په توګه قبول کړی…
جنسي لوږه …
د ناول بله برخه سېکس تنده يا جنسي لوږي ته ده!
ليکوال په کتاب کې ميني ته هم پام اړولى دى چي په اوس وخت کي د ميني د نامه څخه ناوړه استفاده کيږي او داسي ناولو کړونو ته ځينو افرادو د ميني نوم ور کړی دى.
د ليکوال د خبرو دا روښانه او پر ډاکه کيږي چي مينه بس يو نوم دى په اوس عصر کي هويت او حرمت يې ورڅخه توږلى دی، دا چې ولي دغه حد ته ورسيدل د وخت او شريطو بدلون ته اشاره سوې ده، مرګونه دي جنګونه دي مخلوق وژل کيږي ترور کيږي ورک کيږي د سپېڅلو انسانانو د سپېڅلو احساساتو څخه نا کاره استفاده کيږي بس اوس زمان کې مينه د شهوت د پوره کيدو ذريعه بلل سوې ده.
بله برخه يې په تېر پسې ارمان ته ده!
ښاغلی کرګر ليکي( زمان د ارمانونو، اميدونو، يادونو او خاطراتو ليږدوونکي دی ) ځکه په تېر ارمان پسې تعلق لري ، ليکوال په ناول کي دا بيانوي چي اوس( موجوده عصر) مو په جنګونو ، وژولو، او ناکاميو کي را ګير دى، با احساسه خلکو په وژل کيدو تېر زمان ته پناه وړي او په وجدان کې ارمان او افسوس کوي، ځکه د وطن د خلکو او د وطن مينه يې په رګونو کې نغښتې ده…
او بـــــل!
ليکوال په ناول کې هغه چاته اشاره کړې ده چې د ظلم او غضب له امله هغه حق الفاظ د ولس تر غوږو نه سي رسولای چي د حق چيغه په کي درک سوې وي د زور ورو د بيري دا کار نه سي کولاٸ…
ليکوال پر با احساسه او د قلم پر خلکو ږغ کوي چې دغه حق او پر ځای الفاظ د بيري له امله مه قرباني کوٸ او خپله ليکوال دغه پوينټ په خپل وجدان او قلم کې په پوره ايماندارۍ نغښتي دى…
د ناول پر انتخاب او ويلو به پښېمانه نه سی موږ به دعا کوو چي د عصمت الله زهير رنګه داسي حقيقت ته ژمن خلګ نور هم پيدا کړو او د زهير باچا څخه مو خواهش دى چي نور هم د دغه جبر او ظلم پر وړاندي قلم وچلوي.