خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

اشرف غني ولي د سولي خبري کوي خو جنګ غواړي ؟

د اولسمشر د داووس وینا که مو اورېدلي وي نو ده ، ښایي له شرمه ، د خپل هیواد پر اقتصادي فاجعې څه نه وي ویلي ځکه یې نو مخه سیاست ته کړه ، که څه هم دغه غونډه د اقتصادي مسایلو په باب له کلونو را په دې خوا هر کال جوړیږي او نه د سیاسي مسایلو په غرض خو دده سیاسي خبري هم له شرمه ډکي و بې ارتباطه او جګړې ته د ډاله وهل او او اور ته د تیلو پاشل وه .
ده او دده نورو حواریونو وفرمایل چي د تاو تریخ والي کمښت بې مانا دی خو دوی دا و نه ویل چي دغه تاوتریخوالی ولي فقط طالبانو ته متوجه دی او نه حکومت ته ؟
حکومت هم د طالب په شاني ددغه تاوتریخوالي یو عامل دی .
د « تاو تریخوالي کمښت » له ټکي څخه حتمآ د دغه تاو تریخوالي جهت نه څرګندیږي . کوم لوری د جګړې باید تاوتریخوالی کم کړي ؟
اشرف غني د خپل قدرت د بقا او د حکومت د اوږدوالي په خاطر بهانې کوي او په اصطلاح ، هډوکي پکښي لټوي دا ولي ؟
که موږ په افغانستان کي د جنګ او سولي خبري کوو نو د یوې امریکا پر ځای له دوو امریکاوو سره سر وکار لرو :
یوه د جارج ډبلیو بوش ، رمسفیلډ او او اډمیرال سبروفسکي امریکا ده چي د سپتمبر د یوولسمي درواغ یې اختراع او د تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندي یې لومړی افغانستان او بیا عراق سوریه لیبیا …. باندي د حقوق بین الدول مخالف د خپلو جیوپولیټیکي اهدافو له پاره حمله و کړه او غوښتل یې چي د منځي ختیځ ټول هیوادونه لومړی د هغو حکومتونه ضعیف او د Choas Theory په مرسته ددغو هیوادونو خلګ د ایتنیکي ، ژبني او مذهبي پولو په امتداد کي د دیرشو یا څلوېښتو کالو له پاره سره وجنګوي چي ټول ښه ضعیف سوه بیا امریکایان او انګلیسیان د خلیج د هیوادونو په شاني کوچني کوچني هیوادونه ځني جوړ کړي چي یو دین یوه ژبه او نژاد ولري . انګلیس او امریکا به و کولای سي چي ددوی اوومه مواد د هیڅ په بیه ځني یوسي او خپل پاخه مواد به پر دوی باندي اوووز ځله ګران و پلوري او دغه هیوادونه به دومره ضعیف وي چي د امریکا او انګلیس په مقابل کي به د پورته کېدو توان ونه لري .( په افغانستان کي ژبني اختلافات او د فدرالیزم هڅي ، د ملي دولت ضعیف کول د اداري فساد او رشوت په مرسته ، د بې کفایته او ناپوهو افرادو ګمارل پر غټو دولتي پوستونو ، د ښځو د حقوقو په نامه د فیمینیزم ، شیوع ، د مخدره موادو او شرابو ، بچه بازۍ او زنکه بازۍ رواج …. د جنګ او تروریزم دوام ، د خورا زیاتو خبرونو تر بار لاندي د انسانانو ښخول ….په دغه قطار کي دي چي د جنګ د څلورم نسل تر عنوان لاندي ما په بل ځای کي پر هغه خبري کړي دي . ) .
دوهمه امریکا د دانالډ ترمپ سره منځ ته راغله او د پمپیو د ډاکټرین له لاري ځان دنیا ته معرفي کړ : دا ډاکټرین وایي چي موږ باید له جنګه لاس واخلو او ددوی ملي حکومتونه نسکور نه بلکه پر خپل حال پریږدو او اومه مواد یې اوس د هیڅ په بیه تر لاسه کړو . مانا دا چي امریکایانو ل Geopolitics څخه Geoeconomics ته مخه کړه .
ددغه سیاست په سیوري کي امریکایانو د داعش له حمایې لاس واخیست او هغه یې د روسانو په مرسته له منځه یووړه. په سوریه کي یې جنګختم او له وینیزویلا سره د سولي خبري د ایران په برخه کي له جنګه اجتناب د اکراین سولي ته ځان سمول او له عراقه د امریکایي او ایراني عسکرو وتل او افغانستان کي د سولي خبري راځي .
دا دغه دوې امریکاوي دي چي سره ښکر په ښکر سوي او یو د بل کولمې کاږي .
اولسمشر اشرف غني د لومړی ډلي نماینده دی او په افغانستان کي د پنتاګون او امریکا د خارجه وزارت د ځینو مامورینو او ډیرو ډیمکراټانو په شاني جنګ او خرابي غواړي تر څو پر قدرت پاته سي

شیرخان یحی