خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

لرغوني ځایونه او تاریخي سیمې دهېواد دملي هویت څرګندويي کوي !

افغانستان دنګ دنګ غرونه، شینې او زرغونې سیمې، ښکلې منظرې، تاریخي او لرغوني ځایونه لري، دا پیرزوینه دلوی خدای (ج) ده، چې پرافغان ولس يې کړې ده.  خو افغانان دپورتنیو نعمتونو څخه  په هغه اندازه خوند نشي اخیستی او  ولې په دې اړه بې پروايي ښکاره کوي؟ ځکه په هېواد کې د ډاډمنې سولې او امنیت دنشتون له امله په ښه زړه او ذوق سره دیادو سیمو لیدنه نشي ترسره کولی او که چیرته په هېواد کې سرتاسري امنیت او سوله واي، نو  افغانان به هم له خپلو شته وو فرهنګي او سیلاني سیمو نه خوند ترلاسه کړې وای او بهرني سیلانیان به هم دې هېواد ته په خورا مینې سره یون (سفر) ترسره کا وه او هېوادوالو ته جوتېدل، چې د بهرنيو هېوادونو وګړي دطبیعي، لرغونو او تاریخي سیمو څومره زیات مینوال دي.
په دې سربیره دهېواد اکثره خلکو هم دخپل ملي هویت ته پوره درناوی او ملي ګټو ته ژمن اوسیدل او هم به دافغانستان لرغوني او تاریخي سیمو په خوندیتوب او ژغورنه کې خلک  لاس په کار کیدل.
لرغوني او تاریخي سیمې دفرهنګي میراثونوڅخه شمیرل کیږي، چې دمعنوي او هنري ارزښتونو څخه برخمنې دي. لرغوني او تاریخي سیمې د یو هېواد دملي هویت څرګندويي کوي، داچې افغانستان په نړۍ کې بې سارې تاریخي او لرغوني سیمې لري، دا موږ ته جوته وي، چې څنګه زموږ نیکونو د ژوندانه چارې سمبالولې او په کوم ډول فلکلوریک ژوند يې پر مخ بېول .
نو ویلی شو، چې لرغوني ځایونه زموږ دتاریخ پاڼو ته رنګینې او زرینې ښکلاوې ورپه برخه کړې  دي او راتلونکي نسلونو ته هغه څه ورپه ډاګه کوي، چې دوی خامخا به دپرمختګ په لوري ځانونه باسي.
ځکه پخوانیو خلکو د ژوندتېرولو کړاونه او ستونزې چې ګاللي هغه ورپه یادیږي او دامهال د ځوانانو په ذهنونو کې د نننۍ ټکنالوژۍ آسانتیاوې او سهولتونه راګرزي او فکر کوي، چې اوسنی ژوند دپادشاهي ژوند دی .

خو په دې چې ورڅخه ګټه نشو ترلاسه کولای، دا د تنبلۍ په لومه کې راګیر ولسونه یو، ولې بیاهم دتیرو ولسونو په ژوند چې فکر وکړو، نو بیا یو څه دځان د شرم لپاره پرمختللي نړۍ ته سر وهو او دپرمختګ په لوري ګامونه اخلو. تاریخي سیمې دهېواد په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې شته، خو ځینې تاریخي او لرغوني سیمې دتاریخ له کرښو پاتې شوي، خو  داچې ځايي ولسونو دهغوی په اړه څېړنې نه دي کړي او په اړه يې بشپړ مالومات نه دي وړاندې کړي، نو ښکاره خبره ده، چې دهغوسیمو وګړي خپل ملي هویت ته ځانګرې پاملرنه نه ده کړې.
نو راځئ، چې دخپل ملي هویت په ساتنه او خوندیتوب کې ټول ځانونه مسؤل وګڼو ترڅو زموږ ملي شتمنۍ ترډیره بریده پاتې وي او ولس اړ و ګڼو، چې په ځینو سیمو کې لرغوني او تاریخي نښې اونښانې موجودې وي او تردې مهاله په اړه يې څېړنې نه دي شوې، باید دغه کار ترسره شي او ملي هویت راتلونکي نوي نسلونو ته ثابت پاتې وي.
لیکنه : شیرمحمد »امیني«  ستانکزی