خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

خاطرې! د کابل لویه تراژیدي: لومړۍ برخه

خاطرې د کابل لویه تراژیدي

علم ګل سحر

په ۱۳۷۰ کال کې مې دهیواد دسیاسي پیښو په اړه ځینې خاطرې لیکلې،له هغه وروسته مې خپلې ورځنۍ خاطرې پخپله کتابچه کې لیکلې کله چې په ۱۳۷۱ کال کې په کابل کې تنظیمي جګړې پیل شوې،دفترونه لوټ شول موږ ددولت مامورین هم بیکاره شوو،وروسته له دې به دفتر ته نه،بلکې له دفتر سره نږدې یا کومې غرفې یا سګرټ پلورونکي ته په اوونۍ یا میاشت کې یوځل ورتلواوخپله دتیرو ورځو حاضري به مو لاسلیک کوله،ځکه دولتي دفترونه یا لوټ شوي او یا وران شوي ول .او یا به دکوم بل تنظیم په لاس کې ول چې دبل تنظیم تر واک لاندې مامورین به هلته نه شوای ورتلای، ځکه دهغې سیمې بیرغ او واکمن به بل څوک و.

زما هم دنوروښاریانو غوندې له ژونده زړه تور و،نور مې نه شعرونه لیکل نه کیسې نه مقالې،که چیرې به مې یونیم شعر هم ولیکه زړه به مې اوبه نه پرې څښلې ځکه شعر به نه و،شعار به و او ددغه وخت شعرونه مې پخپلو چاپ شویو شعري ټولګو کې هم نه دي خپاره کړي نو دې وخت کې مې یوازې ورځنۍ خاطرې لیکلې، سره له دې چې کله به قلم نه و،کله به کتابچه نه وه، کله به زه ورځنیو پیښو دومره مایوسه کړی وم،چې کاغذ او قلم به مې تر پام بد راتلل، ځینې خاطرې راڅخه ورکې شوې خو زیاته برخه یې ستاسې ترمخ دي.

ما دغه خاطرې لا هغه وخت په پوره بې طرفي لیکلي دي ،سره له دې چې ډیر بدحالات مې ولیدل او کله کله به مې دغو جګړه مارو ته دومره درد راغی چې هغه وخت دخلکو له خوا په ورکولو شویو الفاظو یې یاد کړم خو ماویل چې دا خاطرې راتلونکي ته پاتې کیږي زه به خپل احساسات له ځانه سره وساتم خلک به خپله قضاوت وکړي.البته له دغو خاطرو سره مې خپل ځینې هغه شعرونه هم یوځای کړي چې هغه وخت مې ویلي خو خپاره کړي مې نه دي،سره له دې چې په دغو شعرونو کې به زما دهغه وخت احساسات وي خو دلته یې ځکه رااخلم چې دپیښو په روښانه کولو کې مرسته کولای شي.

په دغو خاطرو مې هغه وخت(دکابل لویه تراژیدي)نوم ایښی و،کیدای شي دچاپ پروخت یې په نوم نوی نظر وکړم خو د اوس لپاره یې ستاسې په مخ کې پخپله اصلي بڼه ږدم.هیله لرم زموږ دګران هیواد دتاریخ دیوې ځانګړې دورې دتیاره ګوټونو په روښانه کولو کې مرسته وکولای شي.

                       په مینه په درنښت

                 سحر

د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ وروستۍ ورځې

دجمعې ورځ ۶/ ۱۰/ ۱۳۷۰

نن په کابل کې لومړنۍ واوره واوریدله ،سره له دې چې واوره دپریماني سمبول دی او دا متل عام دی چې (افغانستان له واورو ډک ښه دی که زرو؟ په ځواب کې وایي چې یه له واوروډک ښه دی) خو خلک ورته خواشیني دي ځکه چې هم قیمتي ده هم قحطي او هم دسونګ مواد ډیر کسان نه لري ، دولت دحکومت مامورینو ته دکوپون له لارې تیل وویشل خودا دټول ښار حالت نه شي بدلولای نو دواورې اوریدو ډیر خلک خواشیني کړي دي ،نن ډیره بد مرغه ورځ ده نن دجدې شپږمه نیټه ده هغه ورځ چې دببرک کارمل په ملګرتیا روسي سرو لښکرو په ازاد افغانستان یرغل وکړ خلک وایي داچې په دې بدمرغه ورځ پر موږ دډبرو پر ځای واوره اوریدلې باید خوښ واوسو،نن او پرون دکابل پرښار مجاهدینو توغندي هم وتوغول او ډیر کسان یې شهیدان کړل او په اصطلاح دا ورځ یې ولمانځله.

                  ۹/ ۱۰/ ۱۳۷۰

په دې ورځو کې بیې یوڅه ټیټې شوې دي دولت هڅه کوي دخلکو ستونزې حل کړي،ویل کیږي دهیواد جمهور ریس ډاکتر نجیب الله پخپله له حیرتان بندر څخه داکمالاتي کتارونودراوستو بهیر څاري هر سهار وختي پوځي او اقتصادي غونډې جوړوي او له حیرتانه دهر موټر پوښتنه پخپله کوي خو دخلکو مشکلات زیات دي

                              ۱۶/ ۱۱/ ۱۳۷۰

   په کابل کې امنیتي حالت ښه نه دی کله کله دمجاهدینو چې حکومت یې افراطیون بولي توغندي کابل ته را توغول کیږي.نجیب دسولې هلې ځلې کوي، خو موږ ته استخباراتي لوبې ښکاري او داسې څرګندیږي چې حکومت په دې برخه کې جدي ګامونه نه اخلي، که رښتیا کوي نجیب دې استعفی ورکړي چې سولې ته لاره هواره سي او وطن له دې دردونو وژغورل شي.

                                 ۲۶/ ۱۲/ ۱۳۷۰

په دې ورځو کې په کابل کې بې سابقې لوږه او قحطي ده ، زما ژوند هم دښار دنورو عادي وګړو په څیر له سختو ستونزو سره مخ دی اوړه اوغوړي نشته دا څو ورځې تشې وریجې زموږ خوراک دی ، په ښار کې نرخونه لوړ دي دغنمو من د۳۰۰۰ افغانیو په شاوخوا کې دی نور شیان هم قیمته دي.

                 ۲۷/ ۱۲/ ۱۳۷۰

له څو ورځو راهیسې دهیواد په شمالي برخو کې حالت خراب دی ځینې کوچنۍ سیمه ایزې ډلې اغتشاش او ژبنیو او قومي تعصباتوته لمنې وهي.په حیرتان بندر کې دجنرال مومین په نامه یو کس دمرکزي حکومت امرونه نه مني دی وایي چې حکومت دیوه قوم په لاس کې دی  زه ددې حکومت اطاعت نه کوم.

                        ۲۹/ ۱۲/ ۱۳۷۰

دروغې جوړې لپاره هلې ځلې روانې دي، دهیواد جمهورریس ډاکتر نجیب الله بیګا شپه راتلونکي موقتي حکومت ته دټولوواکونو دسپارلو ژمنه وکړه او خپله استعفی یې اعلام کړه.

                    ۱/۱/ ۱۳۷۱

نن د۱۳۷۱ کال لومړۍ ورځ ده سره له دې چې په شمال کې جنرال مومین او دوستم بغاوت کوي خو دسولې  لپاره زیات امیدونه شته ، چې یوبې طرفه موقت حکومت جوړ شي او دملګرو ملتونوداستازي بنین سیوان په منځګړتوب ددولت او تنطیمونوترمنځ خبرې روانې دي چې دواړه دموقت حکومت دجوړولو لپاره چې له بې طرفه کسانو څخه به تشکیل وي، سره سلا کړي.

                        ۱۰ /۱/ ۱۳۷۱

 دسولې دتآمین لپاره هلې ځلې چټکې شوې دي دم،م استازی بنین سیوان افغانستان او پاکستان ته پرله پسې سفرونه کوي داسې چې سهار په پیښور کې وي او مازدیګر په کابل کې.

هلته په شمال کې حالت ښه نه دی زما یو ملګری خیال ګل اکبري چې دحیرتان په بندر کې یې دغنډ دسیاسي چارو دمسوول په توګه دنده لرله له هغه ځایه راغلی دی وایي چې جنرال مومن هلته کودتا وکړه ټول دنورو سیمو افسران یې بندیان کړل او دمرکزي دولت امرونه نه مني

دی په سیمه کې ژبنیوتعصباتوته لمن وهي. ویل کیږي چې دوستم هم ورسره سلا دی او داهم ویل کیږي چې دپنجشیر له یوه قوماندان احمدشاه مسعود سره یې هم لیدنې کتنې درلودې.

قدرت هم عجیبه نشه لري، وایي سړی پر ځان نه پوهیږي چې سبا به څه راپیښ شي، اکبري او ځینې نور ګوندیان وایي چې دوی په دې ورځو د ګوند او دولت ځینې مهمو کسانو ته په شمال کې د نامنیو او ګډوډیو په اړه ویلي خو هغو خبره تیره کړې او چندان ارزښت یې نه دی ورکړی.دوی وایي موږ له وطنجار، پکتین او پیام سره دا مسایل طرحه کړي خو هغوی وایي چې وضعه به ښه شي تشویش مه کوﺉ.

                 ۱۹/ ۱/ ۱۳۷۱

ویل کیږي چې ځینو تنظیمونودروغې جوړې طرحه منلې خو نور ورسره مخالف دي په شمال کې اغتشاش دوام لري دولت هم هیات استولی خو ټیټ رتبه دولتي چارواکي وایي چې هلته حالت ډیر خراب دی ددفاع وزارت لومړی مرستیال ستر جنرال نبي عظیمي چې مزار ته ددولت له خوا استول شوي هم له هغوی سره ګوتې پټې کړې دي او دنجیب په ضد فعالیت کوي،دلته په کابل کې دببرک کارمل پلویان چې دوطن ګوند داجراییه هیات غړي او دنجیب مرستیالان دي لکه فرید مزدک او نجم الدین کاویانی هم په شمال کې له اغتشاشیونو سره لاس لري او دببرک کارمل په لارښوونه دډاکټر نجیب په ضد کار کوي.

د نجم الدین کاویانی په اړه ویل کیږي چې د کارمل په وخت کې یې په شوروي کې افغان محصلینو ته په لویه غونډه کې ویلي و، چې پر شوروي باید فشار واچوو چې افغانستان د خپل شپاړلسم جمهوریت په توګه ومني، خو هلته د څارندوی او اردو محصلینو ډیر سخت اعتراض کړی و.

                          ۲۲/ ۱/ ۱۳۷۱

دملګرو ملتونو استازی بنین سیوان دکابل اوپیښور ترمنځ په منډو ترړو بوخت دی ،خو داسې ښکاري چې هلې ځلې یې بې نتیجې دي ، داسې آوازې هم شته چې په اروپا او امریکا کې له بې طرفه افغانانو څخه (۵۱) نفري شورا جوړه شوې او نجیب هم تیره میاشت موافقه کړې چې واک دغې شورا ته سپاري .

                          ۲۴/ ۱/ ۱۳۷۱

بنین سیوان پخپلو هلو ځلو بوخت دی خو ویل کیږي چې په پاکستان کې جهادي مشران په لاره نه ورسره ځي ، بنین سیوان په یوه مرکه کې وویل چې سهار په پیښور کې له جهادي رهبرانو سره خبره جوړه کړي دهغوی پیشنهادونه ولیکي مازدیګر چې کابل ته راشي له ډاکټر نجیب سره یې مطرح کړي ،هغه یې ومني موضوع حل شي خو سبا چې بیرته پاکستان ته ولاړ شي موضوع له جهادي رهبرانو سره مطرح کړي هغوی له خپلو تیرو خبرو پښیمانه وي موضوع بیرته پیچلي شي.

هلته په شمالي ولایتونو کې حالت خراب دی او ددولت په رهبري کې هم اختلافونه زیات شوي دي .ویل کیږي د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل، د مرکزي کمیټې منشیان کاویانی او مزدک، ددفاع وزیر لومړی مرستیال او دکابل ګارنیزیون قوماندان ستر جنرال نبي عظیمي، لوی درستیز اصف دلاوردنجیب پرضد او د دوستم او مسعود پلوي کوي خو دفاع وزیر اسلم وطنجار، دکورنیو چارو وزیر رازمحمد پکتین، د ملي امنیت وزیر یعقوبي دجمهور ریس پوځي مرستیال محمد رفیع او د اجراییه بیرو غړی اینجنیر نظرمحمد دنجیب پلویان دي.

             ۲۸/۲۹/ ۱/ ۱۳۷۷

نن دافغانستان ټلویزیون دافغانستان دجمهور ریس ډاکټر نجیب د استعفی او فرارخبر خپور کړ،خبرونه تر خپل معمول وخت ناوخته شول ،وروسته پیل شول، دټلویزیون نطاق سید حامد نوري و، دی ډیر وارخطا و،په ډیره وارخطایي یې خبر لوستل پیل کړل او ویې ویل چې جمهور ریس نجیب الله په غیر قانوني ډول استعفی وکړه او په نامعلوم پلو تښتیدلی دی.دغه خبر د ټلویزیون یوه ویاند حامد نوري په ډیره وارخطایي سره ولوست چې له څیرې یې څرګندیدل چې د خبر شاته کوم بل څه دي[ سید حامد نوري وروسته له نظار شورا سره یوځای شو، د افغانستان نوین په نوم د یونس قانوني د ګوند ویاند وټاکل شو بیا په ولسي جرګه کې د اطلاعاتو او نشراتو ریس و، چې د ولسي جرګې د چارو ادارې له ریس ګران سره یې اختلاف پیدا کړ او تر څنګ یې د ځینو نورو ملي تعصباتو چې ویل کیدل دی ورته تل لمن وهي له هغې دندې ګوښه شو، چې بیا یې له یونس قانوني سره هم تنډیوالي وشلوله او په مطبوعاتو کې یې ترې ګیلې وکړې، سید حامد نوري د ۱۳۸۹ کال په مني کې دخپل کور خواته نامعلومو کسانو حلال کړ، وروسته پولیسو وویل چې دده وژنه اخلاقي موضوع وه…]

راتلونکې ورځې

د ۱۳۷۱ کال د غوایي میاشتې لومړنۍ ورځې

تغیرات ډیر چټک او ډراماتیک دي هره ورځ دمجاهدینو له بیلابیلو ډلو سره ددولتي مقاماتو،وزیرانو او دوطن ګوند داجراییه هیات دغړو دکتنو او روغې جوړې په هکله خبرونه را رسیږي.دبهرنیوچارو وزیرعبدالوکیل داسلامي جمعیت له یوه قوماندان احمدشاه مسعود او دجمهور ریس مرستیال جنرال محمد رفیع داسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره کتلي دي، دواکمن ګوند ځینې چارواکي(زیاتره دببرک کارمل پلویان) وایي چې نجیب دملي روغې جوړې کړنلاره اعلام کړې وه خو پخپله ورته صادق نه و، دادی موږ به اوس ملي روغه جوړه وکړو، خدای دې وکړي چې همداسې وي او په دې وطن کې ارامي راشي خلکو ته دا مهمه نه ده چې څوک واک ته رسیږي بلکې دا مهمه ده چې سوله راشي.

وضعه نامعلومه ده ،هیڅوک نه پوهیږي چې څه به کیږي ،له شماله ډیرې پوځي بار لرونکې الوتکې کابل ته راځي، ویل کیږي ددوستم ملیشې په دې بهانه چې په کابل دمخالفینو په تیره حکمتیار دیرغل مخه ونیسي په کابل کې ځای پر ځای کیږي ،خوډیر کسان وایي چې په دې الوتکو کې ددوستم دملیشو ترڅنګ داحمدشاه مسعود مجاهدین هم کابل ته را انتقالیږي ترڅو ټول قدرت په خپل لاس کې واخلي.

                                 ۴/ ۲/ ۱۳۷۱

حالت ډیر خراب دی ،په ځینو شمالي سیمو او ښارونو کې دشورای نظار او جمعیت مجاهدین ځای پر ځای شوي او دغه یوشمیر ښارونه بې له کوم مقاومته ددوی لاس ته لویدلي دي.

ددفاع وزارت لومړي مرستیال او دکابل ګارنیزون قوماندان جنرال نبي عظیمي دټلویزیون له لارې خلکو ته ډاډ ورکړ چې امنیت تامین دی دافغانستان دجمهوري دولت وسله وال پوځ دخلکو له سر او مال څخه دفاع کوي.زه دکورنیو چارو وزارت د سیاسي چارو د ریس کورته چې کورنۍ یې له موږ سره په څارندوی بلاکونو کې په یوه بلاک کې اوسي ورغلم دهغه مور ته مې وویل چې تاسې او پیام صاحب مشهور خلک یاست که کوم خطر وي او زموږ له لاسه خه کیږي چې درسره مرسته وکړو، خو هغې اطمنان راکړ ویل یې چې مجاهدین تر چاریکارو او بګرامه رارسیدلي و، خو اوس دوی پخپل منځ کې په جګړه اخته دي او بیرته شاته ولاړل وضعه ښه ده، هیڅ خبره نسته ، ته ډاډه اوسه.ما خبرې واوریدې خو باور پرې ونه کړ، ځکه موږ ته وضعه ښه معلومیدله.