خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د خاطرې! د کابل لویه تراژیدي: دویمه برخه

علم ګل سحر

کابل ته د مجاهدینو د بیلابیلو ډلو ننوتل

۵/ ۲/ ۱۳۷۱

 نن کابل ښار ته دمجاهدینو بیلابیلې ډلې ننوتې ،او ټول قدرت مجاهدینو په لاس کې واخیست ،ماښام دخوشحالۍ ډیرې ډزې وشوې ،راډیو او ټلویزیون هم فوق العاده خپرونې لري.خلک خوشحاله دي خو یو شمیر هم چې له پخواني حکومت سره یې تړاو درلود خواشني او وارخطا دي.په ټلویزیون کې دنظار شورا مرستیال ډاکټر عبدالرحمن چې پکول یې پرسر او کرښې کرښې دسمال یې په غاړه و خبرې وکړې او له ده وروسته دحضرت صبغت الله مجددي زوی نجیب الله مجددي خبرې وکړې او دمجاهدینو دبري مبارکي یې وویله.

۶/ ۲/ ۱۳۷۱

      نن دکابل په ښار کې سخته جګړه ونښته ،ددوستم او احمد شاه مسعود ټوپکوال هڅه کوي چې دحکمتیار دحزب اسلامي ځواکونه له ښاره وباسي ، یاده دې وي چې دوطن ګوند پرچمي جناح دجمعیت او دجبل السراج دایتلاف پلوي وکړه او خپل دنفوذ ساحه یې هغوی ته وسپارله او دخلق جناح بیا له حکمتیار سره ګوتې پټې کړې او خپلې دنفوذ سیمې یې دحکمتیار ډلې ته وسپارلې له همدې امله دحزب اسلامي کسان دکورنیو چارو وزارت او ددې وزارت اړوندو امنیتي حوزوته ننوتي دي چې اوس واکمنې جهادي ډلې کوښښ کوي هغوی له ښاره وباسي.ویل کیږي د حکمتیار کسان ارګ ته هم رسیدلي دي.

ددغو جګړو له امله دکابل ښار په تیره بیا کارته نو،سیدنورمحمدشاه مینې،شاه شهید،قلعه چې ،واصل اباد او چهلستون اوسیدونکي بې ځایه شوي دي .په ښار کې ډیرې سیمې چور شوې تر ټولو زیاتې دولتي ادارې زیانمنې شوې.

یاده دې وي چې په وطن ګوند کې دببرک کارمل پلویان فرید مزدک،نجم الدین کاویانی،علومي،نبي عظیمي،لوی درستیز آصف دلاور او… له احمدشاه مسعود سره یوځای شوي.

او ددفاع پخوانی وزیر اسلم وطنجار،دکورنیو چارو وزیر رازمحمد پکتین او ددې وزارت دسیاسي چارو ریس اسدالله پیام له حکمتیار سره ملګري شوي .دولت په لومړیو کې ددغو وروستیو دریو تنو نومونه اخیستل چې ګویا کودتا یې کړې خو وروسته څرګنده شوه چې جګړه دتنظیمونو ترمنځ ده.

                          ۸/ ۲/ ۱۳۷۱

نن دجهادي شورا ریس حضرت صبغت الله مجددي دمجاهدینو دیوه ستر کاروان په ملګرتیا له پاکستان څخه کابل ته راغی ،او دیوې غونډې په ترڅ کې یې له پخواني دولت څخه قدرت تسلیم کړ،په کابل کې اوبه او برښنا نشته خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.په غونډه کې دپخواني جمهور ریس مرستیال عبدالرحیم هاتف چې لومړی مرستیال دی نه و،بلکې واک عبدالواحد سرابي او عبدالحمید محتاط چې دواړه دنجیب مرستیالان و، مجاهدینو ته وسپاره.ویل کیږي پرچمیانو او د جمعیت مجاهدینو په عبدالرحیم هاتف ډیر فشار واچاوو چې واک تسلیم کړي خو هاتف چې یو هوښیار سیاست پوه دی ویلي چې دی به هیڅکله دا تاریخي خیا نت ونه کړي.

په عراق کې دافغانستان دسفارت لومړي سکرتر حقمل راته کیسه کوله ویل یې:کله چې مجاهدین داسې تقریبآ په ناڅاپي ډول کابل ته ننوتل او واک یې په لاس کې واخیست موږ پخواني ګوندیان ډیر وارخطا او خواشیني و.موږ یوشمیر دګوند مرکزي کمیټې ته ولاړو چې که پخواني مشران څوک ووینو او دحالاتو پوښتنه وکړو.دی وایي موږ دمرکزي کمیټې دودانۍ مخې ته منتظر وو چې دوطن ګوند مرستیال نجم الدین کاویانی پخپل موټر کې چې دجمعیت شین بیرغ پرې نصب شوی و،راغی موږ ټول یې مخې ته ورغلو او په وارخطایي مو ترې وپوښتل: رفیق کاویاني ای چې شد؟ وایي هغه په ډیر باور راته وویل:چې شده؟ او بیا یې وویل چې ۲۴ کاله مو په دې لعنتي حزب کې تیر کړل چې قدرت خپل کړو نن خپل هدف ته ورسیدو.دی وایي چې زموږ ددغې ډلې یوشمیر کسان خوشحاله شول خوموږ ساړه او نامیده را روان شو په اصطلاح چې سیفو شوو نو پرې پوه شوو.

                  ۲۰/ ۲ / ۱۳۷۱

له څو ورځو راهیسې په کابل کې څه نا څه ارامي ده ،داسلامي دولت په رڼا کې ژوند خپله عادي بڼه غوره کړې ،دخوراکي موادو بیې ډیرې را ټیټې شوې دي دښار دعادي وګړو زیاتې ستونزې حل شوې خلک ډیر هیله من ښکاري چې وروسته له دې ستونزې ونه ویني.

ددولتي ادارو او وزارتونو لپاره سرپرستان ټاکل شوي دي ،خوپه یوه اداره کې هم کار نشته.کیدای شي ټولو وزارتونو ته دسرپرستانو په ورتګ سره کارونه بیرته له سره پیل سي.

په زړه پورې داده چې حکومت د کابینې په لست کې د ترافیکو د ریس نوم په لومړیو وزیرانو کې واخیست لکه چې دوی فکر کوي چې دترافیکو ریس تر ډیرو وزیرانو مهم دی، البته د صبغت الله مجددي یو مهم قوماندان دیدار د ترافیکو د ریس په توګه ټاکل شوی دی.

جهادي شورا او قیادي شورا د یو بل په مقابل کې

                      ۲۷/ ۲/ ۱۳۷۱

وضعه ښه نه ده،دوسله والو ډلو ترمنځ جګړې دي او یوبل ته اخطارونه ورکوي.

د مجددي د جهادي شورا ترڅنګ د رباني په مشرۍ رهبري شورا هم لګیا ده پریکړې کوي ددې شورا ویاند د اسلامی حرکت مشر اصف محسني دی، خو ددې شورا او دولت ترمنځ اختلاف معلومیږي، مجددي عمومي عفوه اعلان کړه خو د رباني رهبري شورا پریکړه وکړه چې دخلقیانو او پرچمیانو لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړي دوی نورې پریکړې هم وکړې لکه دښځو له خوا د حجاب مراعاتول او نور…

                    ۳۱/ ۲/ ۱۳۷۱

نن دمخالفو وسله والو ډلو ترمنځ په یوه دایمي اوربند موافقه وشوه،ځینو بهرنیانولکه جنرال حمیدګل،دضیآالحق زوی اعجازالحق او دسعودي عربستان داستخباراتو ریس چې په دغو ډلو ډیر تاثیر لري افغانستان ته سفرونه وکړل او په دغو ډلو یې زور واچاوو چې اوربند ته غاړه کیږدي ،هیله ده دا اوربند رښتیا هم دایمي اوربندشي او زموږ خلک بیا دجګړې په لمبو کې ونه سوځي.

په دې ورځو کې د نجیب د دولت دسترې محکمې ریس شادان هم ترور شو.

                            ۲/ ۳/ ۱۳۷۱

پرون داسلامي دولت ممثل او دجهادي شورا ریس حضرت صبغت الله مجددي مزارشریف ته ولاړ او دملیشو جنرال دوستم ته یې دستر جنرالي رتبه او دخالد بن ولید لقب ورکړاو نورپخوانيو ددوی په اصطلاح کمونستو جنرالانو ته یې لوړې رتبې ورکړې، خو نور رهبران او ځینې مجاهدین په دې خبره ناراضه دي چې مجددي یوه ویني څښونکي کمونیست د مجاهد کبیر لقب ورکړ.

                     ۱۵/ ۳/ ۱۳۷۱

وسله والې ډلې داوربند خیال نه ساتي ، دلته او هلته جګړو او چور ته بهانې جوړوي، جګړې ډیر ې نشته خو مخالفې ډلې دبلې ډلې کسان نیسي او وژنی یې .

څنګه به هیله نور په زړه وساتم

ستا دوعدو راز به په څه وساتم

اوس خو دغلو تا کې دیرې جوړې شوې

وطنه زه دې له کوم غله وساتم

                          ۱۶ / ۳/ ۱۳۷۱

دمخالفو ډلو ترمنځ جګړې بیا زور اخیستی موږ څو تنو کابل میشتوپرون هڅه وکړه چې له خیرخانې څخه خپل کلي ته ولاړ شو. موږ هر یو زما مشر ورور تازه ګل، د جنایي د تحقیق امر ډګروال حلیم، زما اوښی محمد عارف  او زه په شمالي سرای کې موټر ته انتظارو له څه ځنډ وروسته یو پایکپ موټر راغی موږ ورغلو چې پکې سپاره شو خو ما ورته وویل په دې موټر کې نه ځو دوی ټول حیران شول دوی ټینګار کاوو چې باید وخت له لاسه ورنه کړو او ژر ځانونه وباسو چې شاوخواسیمې ټولې یودبل مخالفو ډلو نیولې دي او سبا زموږ په کورونو هم دحملې نیت لري خو ما ویل یه په دغه موټر کې نه ځو،نور سره له دې چې ماته په غوصه و پاتې شول .هماغلته په تمځای کې ولاړ موټر چې دتهیه مسکن څلور لارې ته ورسید لومړی راکټ ورباندې فیر شو.هماغه موټر اور واخیست موږ ورته کتل چې داور په لمبو کې یې ټوله سورلي وسوځیدله .له دې سره سخته جګړه پیل شوه او موږ ددیوالونو شاته په ټیټه ملا له څوساعتونو وروسته خپلو کورونو ته راورسیدو.

نن سهار زموږ دسیمې دوه کسان هر یو ولسوال جبار او دهغه وراره عبدالرحمن هم زموږ کورته راغلل هغوی ډیر په تلوار وو، ویل یې چې ډیر ژر باید ځانونه وباسو نن زموږ په کورونو حمله کیږي او ټوپکوال غواړي دغه سیمه چور کړي.په پای کې مو پریکړه وکړه چې موږ ۶ کسه باید دوه دوه تنه ځانونه له سیمې وباسو او په ښار کې ده افغانانو کې بیرته سره یوځای شو.زه او یوبل کس په یوه موټر سرویس موټر کې سپاره شوو دتهیه مسکن په څلور لارې کې دوحدت ګوند ټوپکوال راوختل خو په اصطلاح پر موږ ړانده کاڼه شول موږ یې ښکته نه کړو.زموږ دوه نور ملګري جبار او عبدالرحمن په بل موټر کې و ،رانغلل.

د برهان الدین رباني د څلور میاشتني حکومت پیل

۸/ ۴/ ۱۳۷۱

د ۱۳۷۱ کال د چنګاښ په اتمه نیټه حضرت صبغت الله مجددي چې په پاکستان کې د ددو میاشتو لپاره د اسلامي دولت ممثل یا ریس ټاکل شوی و، واک په نه زړه رباني ته نه بلکې رهبري شورا ته وسپاره.

البته د پیښور په ګونر هاوس کې د پاکستاني واکدارانو تر نظر لاندې پریکړه شوې وه چې حضرت صبغت الله مجددي به د دوو میاشتو لپاره ریس وي او بیا به واک رباني ته سپاري رباني به څلور میاشتي د اسلامي دولت ریس وي.

خو حضرت صاحب نه غوښتل قدرت مستیقمآ رباني ته وسپاري، هغه قدرت قیادي شورا ته وسپاره، خو د پاکستان له پریکړې سره سم رباني د دولت ریس شو.

دغه بدلون ته موږ د کابل جګړه ځپلي خلک خوښ یو ځکه اوس به قدرت یو لاس شي، دمخه مجددي د یوه کمزوري تنظیم مشر و، چې کله به یې په یوه او کله پر بل تکیه کوله او اصلي واک هم له جمعیت سره و، اوس چې د جمعیت مشر د دولت ریس شو نو داهیله کیدای شي چې جګړه بنده یا کمه شي.

۲۷/ ۴/ ۱۳۷۱

د حضرت صبغت الله مجددي د حکومت په وخت کې استاد رباني د رهبري شورا ریس و، په رهبري شورا کې د تنظیمونو رهبرانو غړیتوب درلود او مهمې پریکړې به همدوی کولې، خو اوس چې خپله استاد رباني د دولت ریس دی رهبري شورا هغه پخوانی صلاحیت نه لري.د خلکو دهیلو برخلاف د تنظیمونوترمنځ جګړې روانې دي.

کابل

په سرو اورونو کې ستي شو کابل

دڅو بد مستو دمستي شو کابل

حسن ښکلا یې په لمبو کې سوځي

ویجاړ ویجاړ زخمي زخمي شو کابل

خدایه په ژوند کې دغه څه راوینې

پښتون کړي ژوند،دپنجابي شو کابل

په سیند دوینو کې ډوبیږي وینم

ځای دژړا او دمرګي شو کابل

شاعره اوس یې نو په ویر کې ژاړه

خپل ځینې ولاړل د پردي شو کابل

۲۹/ ۴/ ۱۳۷۱

                                         ۲/ ۵/ ۱۳۷۱

په دا تیرو ورځو کې مې خپلې خاطرې په منظم ډول نه دي لیکلې ځکه پخپل کلي کې وم له خپلو خلکو سره مې څوښې ورځې تیرې کړې کوښښ مې وکړ دکابل ترخې خاطرې هیرې کړم او پخوانیو طلایي وختونو ته ولاړ شم،ځینې جهادي نشرات او کتابونه مې په دې موده کې ولوستل خو له مطالعې سره هغه پخوانۍ مینه نه لرم،دښار دنورو اوسیدونکو غوندې له سخت رواني حالت سره مخ یم.خپلې سیمې ته زموږ دسفر ملګري جبار او دهغه وراره عبدالرحمن په هغه ورځ دوحدت ګوند وسله والو له موټره ښکته کړي او بیا چا نه دي لیدلي ، وایي شهیدان کړي یې دي.

موږ چې په هغه ورځ له دوو ورځو کوښښ وروسته مکروریانو ته ورسیدو په زړو مکروریانو کې مو د حاجي میرزا زرمتي په کور کې شپه وکړه، سهار د پکتیا په لوري روان شوو،حلیم ډیر وارخطا و، فکر یې کاوو چې په کلي کې به مجاهدین ورته ضرر ورسوي خو موږ به ډاډ ورکاوو.غرمه مهال زموږ کورته ورسیدو. چې موږ کیناستو د ټوبکوالو یو جیپ موټر راغی ټوبکوال ترې ښکته شول کوټې ته راغلل، حلیم ډیر وارخطا و موږ په ډیر جرات له هغوی سره روغبړ وکړ او آن زما مشر ورور تازه ګل ورباندې ټوکې هم کولې هغوی یې تر تآثیر لاندې راوستي و.

                            ۱۳/ ۵/ ۱۳۷۱

په دولتي ادارو کې کار نشته ، لکه چې داخلک دکار کولو نیت نه لري، زه چې دپوهنې وزارت کې کارکوم ، دغه وزارت دیونس خالص د حزب اسلامي په پچه ختلی دی او دمعلم قیوم په نوم یو وسله وال دلته وزیر دی، څو ورځې دمخه یونس خالص راغلی و،په غونډه کې یې ویل چې کارونه خدای کوي تاسې باید اسلامي اصولو ته پابند واوسﺉ او دلته په وزارت کې په جماعت لمونځ وکړﺉ.

مانن شخصي آزاد کار پیل کړ (۶۳۰۰۰) افغانۍ پانګه لرم اوپه شازده سرای کې دبهرنیو اسعارو دبدلولو کارکوم ځکه په دولتي ادارو کې کار نشته او معاشونه هم نه راکوي..

                   ۱۵/ ۵/ ۱۳۷۱

له څو ورځو راهیسې په ښار کې سختې جګړې روانې دي ، چې زیات ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي لومړۍ جګړه دپخوانۍ جګړې په تعقیب د عبدالرب رسول سیاف داسلامي اتحاد او دعبدالعلي مزاري د اسلامي وحدت دګوند ترمنځ او دوهمه جګړه د حزب اسلامي حکمتیار او جنبش ملي اسلامي دوستم ترمنځ ده،همدارنګه زما د ډیر نږدې شاعر ملګري خپلواک په باب چې خپل کلي ته تللی دی ،خواشینوونکي خبرونه راته رسیږي ،چې خدای(ج) دې یې رښتیا نه کړي.

دادچا ازار رارسي

چې بې هیلې شوو موږهسې

بس نه مړه یو نه ژوندي یو

لکه لاندې یو خپسې

۷/ ۳/ ۱۳۷۱

                   ۱۷/ ۵/ ۱۳۷۱

نن هغه خبر راته ورسید چې ټول ژوند مې یې داوریدو هیله نه لرله ډیر لړزونکی او دردونکی خبر:

زما ملګری خپلواک ۵ یا ۶ ورځې دمخه دتیارې او جهل استازو په ډیره ناځوانمردانه توګه شهید کړی دی ،افسوس چې زموږ خلک لکه دخپلو نورو شخصیتونو دده په قدر پوه نه شول خپلواک داسد میاشتې په لومړیو کې له خپل لیک سره دغه شعر هم راته استولی و:

ژوند راته سور اور شو چې اسرې له کلي ووتې

کله چې دعقل جنازې له کلي ووتې

ولې دې دسترګو په لیمو اوښکې ګډا کوي

تا کړلې دبل ګودر میلې له کلي ووتې

خاندې مې په ژوند باندې دجهل پهلوان ګوره

چیرته چې دمینې قافلې له کلي ووتې

               ۱۷/ ۵/ ۱۳۷۱شپه

نن دمجاهدینو ترمنځ سخته جګړه روانه ده ،دټلویزیون دستګاه په راکټ ولګیدله ،له څلورنیموبجو څخه تراوسه چې دشپې ۹ بجې دي دټلویزیون په دستګاه اور بلیږي اوس هم په ښار کې د درندو وسلو ډزې روانې دي .

په دغو وحشیانه جګړو کې یوه زیانمن کس چې نوم یې نه دی راته ښودلی وویل چې له دیوان بیګي څخه د سیاف د اسلامي تنظیم له خوا یې پر کور راکټ ولګید د محمد حسین په نوم یې ۲۸ کلن زوی او د زهرا په نوم یې پیغله لور پکې شهیدان شول.

۱۸/ ۵/ ۱۳۷۱

جګړه نوره هم زیاته شوه زموږ په شاوخواکې توغندي او توپونه لګیږي تلفات چاته نه دي معلوم .دجګړې اصلي مرکز دکوټه سنګي او خوشحال مینې سیمه ده ،خو نور ښار او له هغې جملې څخه زموږ سیمه خیرخانه مینه هم په امان کې نه ده ،دراډیو ګانو دتیرې ورځې دراپور له مخې دخلکو دیوې ورځې تلفات تر زرو تنو هم زیات شوي دي.

۲۱/ ۵/ ۱۳۷۱

دجهادي ډلو ترمنځ داڅو ورځې سختې جګړې روانې دي په ځینو واټونو کې مړي پراته دي څوک نشته چې پورته یې کړي او ښخ یې کړي،دیوه عینې شاهد له خولې دکوټه سنګي په سیمه کې دشیرسرخ دڅلي خواته دا څو ورځې دسرک په غاړو مړي پراته دي او سپي یې خوري.

۲۲/ ۵/ ۱۳۷۱پنجشنبه

جګړه چې تیره شنبه پیل شوې وه هماغسې دوام لري ،په چهلستون کې زموږ دسیمې دیوکس په کور راکټ ولګیده دوه تنه یې سخت زخمیان دي او دفتح په نامه زموږ دسیمې یوبل اوسیدونکی په دغو جګړو کې دری ورځې مخکې شهید شو چې موږ نن هم دسختو جګړو له امله دهغه دجنازې په راوړلو بریالي نه شوو.

په ښار کې لوږه او قحطي واکمنه ده ،نرخونه له بل هروخت څخه لوړ شوي دي ،لوړ څه چې دضرورت وړ شیان په ښار کې نه پیداکیږي ،.په زرګونو کورنۍ له خپلو کورونو څخه وکوچیدې دکابل ښار له خیرخانې مینې او کلوله پشتې له سیمو پرته چې هغه هم زیاتره کوچیدلي دي ،نور ټول خلک له خپلو کورونو څخه وتلي دي یوازې څو مجبور کسان پاتې دي ،هره ورځ په سلګونو او زر ګونو انسانان د ټوپکوالو انسانانو! له خوا وژل کیږي ،هرې خواته اورونه بل دي او …

                       ۲۴/ ۵/ ۱۳۷۱

دوطن او کابل ښار پوځي او سیاسي حالت هماغسې کړکیچن دی په ښار راکټونه اوري یوه اوونۍ کیږي چې په ښار کې بیا اوبه او برښنا نشته ،عامه شتمني څه چور او څه هم وسوځیدله ،آه څومره دردونکې ده چې موږ دخپل وطن دسوځیدلو زړه دردونکې صحنې وینو خو هیڅ نه شو کولای هیڅ.

                      ۲۵/ ۵/ ۱۳۷۱

زه نن له ډیرو ورځو وروسته خپل دفتر (دښوونې او روزنې وزارت) ته ولاړم ،په ښار کې کاملآ وحشیانه حالت و،خلک ټول په ویره کې وو،هریوه له ښارڅخه دژر وتلو هڅه کوله،زیاتره خلک پلي روان وي په مخه ورغلي کس څخه په وارخطایي پوښتنه کوي:

وروره په لاره خو به …   څوک نه نیول ؟

هرځای ټوپکوال ولاړ دي څوک دتاجک،څوک دپښتون،څوک دهزاره یا ازبک څوک د دغه یا هغه جهادي تنظیم په نامه نیول کیږي او بې پوښتنې سمدلاسه وژل کیږي.

ما هم پریکړه وکړه چې له خپلې ټولې کورنۍ سره بیا کلي ته ولاړ شم ،ټولې لارې بندې دي ، دوتلو هیڅ امکان هم نشته ،داچې وروسته به څه کیږي خدای(ج) به خبر وي ،که ژوند و،بیا به هم په دې هکله څه ولیکم خو ګومان نه کوم.چې ژوندي دې پاتې شو.

دقلعه شاده دسیمې اوسیدونکي یوه نجار کیسه کوله چې د سرطان میاشتې په ۲۷ نیټه یې دسیاف داسلامي اتحاد له خوا راویشتل شوی راکټ پر کور ولګید د محمد اسماعیل په نوم یې اته کلن زوی پکې شهید سو، دهغه بدن سوری سوری شوی و.او دکور نور غړي یې سخت زخمیان دي.

د روسي کارمل له لاسه موږ نه مړه یو نه ژوندي یو

بس نیزه له سر دپاسه موږ نه مړه یو نه ژوندي یو

لاس تړلي ورته ګورو هرڅه وینو موږ په سترګو

اوس پوښتنې ته خو راسه موږ نه مړه یو نه ژوندي یو

کابل- ۶/ ۳/ ۱۳۷۱

       یاددښت ۴/ ۷/ ۱۳۷۱

زه له خپلې کورنۍ سره داسد یا زمري میاشتې په ۳۰ نیټه په ډیرو ستونزو خپل کلي ته ولاړم او پرون دجمعې په ورځ ۳/۷/ ۱۳۷۱ نیټه بیرته یوازې کابل ته راغلم ددې تیرې څه دپاسه یوې میاشتې خاطرې مې څه یاددښت کړې او څه مې په یاد دي دلته یې لنډیز را اخلم.

                  ۳۰/ ۵/ ۱۳۷۱

نن سهار پنځه بجې موږ له کابل څخه دیوې لارۍ موټر په وسیله دکلي په لوري حرکت وکړ په دغه لارۍ موټرکې اتو نهو کورنیو له خپلو کالیو سره یو ځای په سختو لارو سفر کاوو، په ښار کې جګړه وه ، موږدسهار په پنځه بجې د چمتلې دښتې له لارې د غره په لمن کې په سختو او خطرناکو لارو حرکت وکړ، هره شیبه د موټر دچپه کیدو ویره وه، له هر جمپ سره به ښځو او ماشومانو چیغې کړې خو موږ به ډاډ ورکاوو چې موټر نه چپه کیږي له پنځه ساعته مزله وروسته ایله بیله د قرغې د فامیلیو خواته سرک ته ورسیدو،  له بې سارې ستونزو او لس نیم ساعته مزل وروسته غزني ته ورسیدو ،کالي او خوراکي مواد مې چې له ځانه سره وړي و، په لاره ورک شول اوس نه دخوراک لپاره څه لرو نه داغوستلو لپاره نورې جامې.

                  ۸/ ۶/ ۱۳۷۱

دا څو ورځې دبزګري په سختو کارونو بوخت یم له کابل څخه دجګړو دردونکي خبرونه رارسیږي خو زما ښکلی کابل یوه شیبه هم له یاده نه وځي ، خپلواک مې هم یوه شیبه هم له یاده نه دی وتلی.

                       ؟/ ۶/ ۱۳۷۱

نه پوهیږم دوږي دمیاشتې څو ومه نیټه ده ځکه دلته په کلي کې نه جنتري شته،نه ښوونځی زما لپاره دغه ژوند ډیر سخت تمامیږي ،ډیرې ترخې شیبې دي په کابل هم اورونه بل دي هلته هم نه شم تللای دکابل او خپلواک یادونه مې ځوروي ،دخپلواک  په ژوند مې په ۲۶/ ۹/ ۱۳۷۰ نیټه هغه ته یو شعر ډالۍ کړی و ،یوبیت یې دادی:

دا ترخې شیبې به څنګه تیریدلې

            که په څنګ کې دې شاعره ؟خپلواک نه وای

په کرونده کې په سختو کارونو بوخت یم، زه کوچنی وم دپنځم ټولګی زده کوونکی وم چې له کلي څه ولاړم ددهقاني له کارونو سره نابلد یم خو بیاهم ټول کلیوال وایي چې تر ټولو زه پخپلو کارونو کې کامیاب یم ،پرخپلو کارونو سربیره له نورو کلیوالو سره هم ددرمندونو په اخیستلو او پروړو(بوسو) په وړلو کې مرسته کوم او پخوانی داشر دود چې په دې جګړو کې له منځه تللی و،بیرته مې راژوندی کړ،اوس کلیوال یوله بله سره مرستې کوي او سخت کارونه په ګډه کوي.

                          ؟/ ۶/ ۱۳۷۱

نن مې مشره خور له پاکستانه راغله دا په تیرو ۱۴ کلونو کې زموږ لومړنۍ لیدنه وه .دکابل دخوږو خاطرو ترڅنګ مې دکلي پخوانۍ خوږې او ترخې خاطرې هم یاد ته راځي یو وخت زموږ سیمه له ګلونو او میوو څخه ډکه سیمه وه ، خواوس ورانه ده دکلیوپه ویجاړو او خالي کورونو کې سړی دورځې ډاریږي زیاتره خلک پاکستان ته مهاجر شوي دي دلته دثور له کودتا وروسته سختې جګړې او بمبارۍ شوې دي.

۱۴ کاله پخوا د۱۳۵۸ کال دسرطان په ۴ نیټه زه او زما مور دکورنیو ستونزو له امله د غزني ولایت د سردې پروژې ته چې هلته مې بل مشر ورور دولتي دنده لرله ولاړو، البته کورنۍ ستونزې اوس هم په یوڅه بدلون سته.

                    ؟/ ۶/ ۱۳۷۱

په دې ورځو کې چې قلم او کاغذ پیدا شي کله کله یونیم شعر هم لیکم،دلته خلک له علم او قلم څخه ډیر لیرې دي، زه شعرونه پټ لیکم که خلک خبر شي چې شعر لیکم نو بیا وایي چې دادی فلانکی هم ډم شوی دی.زه مطالعه هم پټه کوم او لیکنې هم په پټه کوم، دلته دا یو غیر عادي کار دی کیدای شي په کولو یې په کفر متهم شم او ستونزې راته پیدا سي.

          زرمت

که شراب وای کې روا و،به جنت

ښکلې پیغلې لکه حورې دزرمت

په ویالو کې مینځلې میوې راشي

دشیدو ویالو ته نشته ضرورت

جمهوریت دافلاطون دی ښکلې سیمه

شاعران هیڅ پکې نه لري عزت

دژوند فصل مې دسرو شونډوجل وسو

دلمرینې ښکلا څوک لري طاقت

په وطن کې دې پردي فیصلې کاندې

غازي امانه سر له خاورو کړه اوچت

دغزل دښاپیرۍ شونډې به ښکل کړم

که مرګ راکړې راته څوکاله مهلت

ناکسان زما په خوله وهي میخونه

هوښیاران مې له غزل اخلي عبرت

                 ۴/ ۷/ ۱۳۷۱

پرون زه له کلي د پکتیا ولایت زرمت ولسوالي څخه کابل ته راغلم په کابل کې امنیتي حالت ترپخوا ښه شوی ،دتیارې داستازو له هلو ځلو سره سره  دلته ژوند،مینه او ښکلا لا ساه اخلي.

نن مې دوطن تکړه شاعر اسحق ننګیال ولید ، هغه په ډیر بد حالت کې دی ،اقتصادي حالت یې هم ډیر خراب دی ټوله کورنۍ یې په ملاریا ناروغي اخته ده ، دبل تکړه شاعر نصرالله حافظ کور ټوپکوالو چور کړی دی،نظیف تکل لا په کابل کې دی نور زیات شاعران او لیکوال له وطنه وتلې دي،دلته ګوزاره ډیره ګرانه ده.

                    ۱۹/ ۷/ ۱۳۷۱

اوس خو په کابل کې یوڅه کراري ده خو جنګي ډلې یوبل ته غاښ چیچي ،دجګړې لپاره داولتماتوم وروستۍ ورځې دي ، که نن و،که سباټوپکوال به بیا سره ښکرپه ښکر شي.

خو زه په همداسې یوه حالت له خپلې کورنۍ سره بیرته له کلي کابل ته راغلم ،په لاره په کالیو بارډیر موټراو خلک په مخه راغلل،چې دجګړو له ویرې په تیښته و،خو موږ کابل ته را روان یو،ځکه هلته هم ګوزاره نه کیږي ، او بل داچې ټوپکوال زما کور نیسي زه مجبور یم که مرګ و،که ژوند په کابل کې واوسم.

څوک په رضا له ملکه نه ځي

یا ډیر غریب شي یا دیار له غمه ځینه

                     ۲۱/ ۷/ ۱۳۷۱

اخته یم له سره په کابل کې خپل کور جوړوم ،نه خوراکي توکي شته ،نه پیسې ، نن مې نیم من لرګي واخیستل چې ډوډۍ پرې پخه کړو.

                ۲۸/ ۷/ ۱۳۷۱

دپوهنې وزارت چې په تنظیمي ویش کې دمولوي محمدیونس خالص د تنظیم په پچه ختلی ،وزیر،معینان،ریسان اونور لوړ پوړي چارواکي او امنیتي کسان یې هم ټول دمولوي صاحب خالص دتنظیم کسان دي.یعني په دې وزارت کې یوازې دخالص حکومت چلیږي لکه په نورو چې دنورو تنظیمونو قانون حاکم دی.په دې وزارت کې ددې تنظیم قانون دادی چې دنارینه او میرمنوکارکوونکو دفترونه یې سره بیل کړي دي ،دوی پخپلوزړونو کې غله دي او زړونه یې تور دي په نورو هم همدا ګومان کوي دلته دامنیتي پوستې قوماندان شهزاده دهمدغه تنظیم یو ډیر پیاوړی سړی دی (پیاوړی هم دجوسې له مخې هم دصلاحیت له مخې)  دی د وزارت دامنیت مسوول دی.نن زه لاندې پخپل نوي دفتر (کتابتون) کې ناست وم،زما یوه همکاره معصومه راغله مکتوب یې راوړ چې لاسلیک یې کړم ځکه اوس دخپل دفتر (عرفان مجلې)سرپرست هم زه یم، قوماندان چې هغه زما په دفتر کې ولیده،پخپل ټوپکي کلتور سره راغی ډیرې سپکې سپورې یې وویلې او آن خپله تومانچه یې کش کړه چې ګولۍ را باندې فیر کړي خو د وزارت د کتابتون مدیر عبدالحی منع کړ.

دلته مې ددوو یهودي راهبانو کیسه را یاد شوه وایي دوه راهبان له یوه لوی سیند څخه تیریدل،دسیند په غاړه یوه ښکلې نجلۍ ولاړه وه، نه یې شوای کولای چې له سیند څخه پورې وزي،یوه راهب هغه په غیږکې واخیسته او له سیند څخه یې بلې خواته پورې ایستله.داصحنه د دوهم راهب خوښه نه شوه او ستره ګناه ورته ښکاریدله،په سبا یې دا بل راهب ته وویل چې پرون دې ډیره ستره ګناه وکړه او بیا یې دسیند بلې غاړې ته دنجلۍ دپورې ایستلو ورته وویل . لومړي راهب ورته وویل ما په پاک زړه له نجلۍ سره مرسته وکړه او هغه مې په غیږ کې واخیستله بلې غاړې ته مې یووړه.خو ته له پرونه را هیسې هماغه نجلۍ پخپل ذهن کې دسیند یوې او بلې غاړې ته په غیږ کې وړې راوړې نو ستا ګناه ترما زیاته ده.

دیادولو وړ ده چې دوزارت امنیتي مسوول پخپل امر د وزارت داسناد او ارتباط ریس څو ورځې دوزارت په زیر زمیني کې بندي کړی و،چې څه یې زړه وغواړي هغه کولای شي.

۳۰/ ۷/ ۱۳۷۱

دا تیرې دوه ورځي وزارت ته نه ولاړم،نن زړه نازړه ولاړم،دوزارت امنیتي مسوول د وړمې ورځې دچلند له امله راڅخه بخښنه وغوښته، خپل یو پایکپ موټر یې راووست راته ویې ویل چې له ماسره په چکر پاکستان ته ولاړ شه هلته به په همدې موټر کې هر ځای ته ولاړ شو او تفریح به وکړو خو ما ونه منله.

درې ورځې مخکې دجنګي ډلو ترمنځ دشوې هوکړې له مخې د دوستم ملیشو یوه ډله له کابله ووتله.

۹/ ۸/ ۱۳۷۱

زموږوطن دومره چور او چپاول شوی چې نن د خیرخانې مینې په څارندوی بلاکونو کې زموږ دکور تر شا هغه شګې او ریګ چې ددغې هستوګنې پروژې لپاره ځای پرځای شوې وې دنظار ډلې له خوا په شخصي موټرونو کې یوړل شوې .

دوطن ملي شتمني دروان کال دثور له پنځمې نیټې وروسته هره ورځ چور کیږي ،ملي او تاریخي ویاړونه ترډیره حده له منځه ولاړل ،ویل کیږي چې داحمدشاه بابا توره او دوزیر محمد اکبرخان هغه تفګنچه چې مکناټن یې پرې ویشتلی و،دپاکستان دپوځي واکمن جنرال ضیاآلحق زوی اعجازآلحق ته دسوغات په توګه ورکړل شوې ده او په کابل پوهنتون کې ساتل شوی سیرت القلب چې دحضرت محمد(ص) هغه احادیث چې ۱۴ پیړۍ دمخه په قلمي ډول لیکل شوي و، هم پاکستان ته قاچاق اوهلته په ۱۵ زره کلدارې خرڅ شوي دي دغه راز دملي موزیم ډیر اثار هم قاچاق شوي دي…

                       ۱۶/ ۸/ ۱۳۷۱

نن مې په شازده سرای کې بیا درسمي دندې ترڅنګ دصرافي کار پیل کړ،جګړې دوام لري که جګړو وخت راکړ نو داولاد لپاره به یوه ګوله حلاله روزي پیدا کړای شم.

د کلونو شتمني په څو شیبو کې تالاشوه

(( څو کاله وروسته کله چې هند ته تللی وم، هلته مې زموږ دهیواد تکړه شاعر دیاسنګ انجان سره دهغه په کور کې(په ډیلي کې) ولیدل، دکابل د تنظیمي جګړو خبره رایاده شوه هغه خپله کیسه داسې راته وکړه: د تنظیمي جګړو په لومړیو وختونو کې موږ د کابل په قلعه فتح الله کې اوسیدو، ژوند مو د نورو هندو افغانانو غوندې ډیر ښه و، د کابل په احمدشاهي سرای کې مو یو ښه دکان درلود.موټر کور او نوره شتمني مو هم ډیره وه.کله چې مجاهدین کابل ته راننوتل، یوه ورځ زه په خپل دکان کې وم، مازدیګر شو، ددکان دروازه مې وتړله له تړلو سره سم یې د مجاهدینو یوه ډله چې په نظار شورا پورې تړلې وه ذاته ودریده د دکان کلي ګانې یې په زور راڅخه واخیستلې د دکان ټول شته زما په مخ کې چور او له ځانه سره یووړل او زه یې په وهلو ټکولو له هغه ځایه لیرې کړم.په ښار کې جګړه وه، پخپل موټر کې د قلعه فتح الله په لوري روان شوم، کله چې شیرعلي خان واټ د صدارت څلور لارې ته ورسیدم یوه ډله وسله وال مې مخې ته شنه شول، ساعت، لاسبند او پیسې یې راڅخه یووړې.یوه راته وویل مسلمان مجاهدین پیاده ګرځي او تاسې په موټرو کې چکرې وهﺉ، له موټره ښکته شه، دی وایي موټر یې هم راڅخه بوت کله چې ماښام کورته ورسیدم ومې لیدل چې زموږ کور هم چور شوی دی.د کورنۍ غړو مې ژړل چې زه او زما حالت یې ولید ژړا یې نوره هم زیاته شوه.زموږ یو پکتیاوال ځاځي ګاونډي خپل کورته بوتلو ډوډۍ مو نه لرله هغه ډوډۍ او دلاساینه راکړه، زموږ ټوله هستي چې په کلونوکلونو په زیار او زحمت ګټلې وه، په څو شیبو کې له منځه ولاړه.

دیاسینګ انجان وایي چې دا وحشت مې ولید نور نو خپل وطن راته پردی ښکاره شو کور مو دغله دمال په بیه خرڅ کړ له خپلې کورنۍ سره مې د پیښور په خوا حرکت وکړ په ډیرو ستونزو تر لاهوره پورې ورسیدو پاتې پیسې مو دلته ولګولې د پاکستان له لارې هند ته راغلو، په اډه کې دومره پیسې راسره نه وې چې یو ګیلاس سړې اوبه پرې وڅښو.بس هک حیران ولاړ و.هلته زموږ یو افغان هندو راغی موږ یې یوه درمسال ته راوستو په درمسال کې مو واړول ډوډۍ خلکو راکوله له څو شپو وروسته د ډیلي یوه لیرې کلي ته چې نه یې برق درلود نه اوبه ولاړو دلته مو بیرته ژوند له سفره پیل کړ.

یاسینګ انجان اصلآ د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی، دی تکړه شاعر دی د شعرونو یوه ټولګه یې هم خپره شوې اوس په ال انډیا راډیو ډیلي کې کار کوي، خپل وطن ډیر پرې ګران دی دی وایي د خپلو وطنوالو دا خبره مې ډیر ځوروي چې کله مې ووینې راته وایي له وطنه څه وخت راغلې؟ لکه دا وطن(ګران افغانستان) چې زما نه وي.

                           ۳۰/ ۸/ ۱۳۷۱ شنبه

نن په کابل کې لومړنۍ واوره واوریدله ،چې ټول ښاریان یې خواشیني کړل،ځکه زیاتره کسان دژمي لپاره هیڅ ډول تیاری نه لري، پخوا خوبه حکومت یوڅه دمسوولیت احساس کاوو،او له خلکو او مامورینو سره به یې مرستې کولې خو اوسنی حکومت یوازې جګړې کوي او بس.

سهار مې د خپل بلاک تر څنګ یو سړی ولید چې تور چای جوش یې په لاس کې و، چې په کوم تنور کې یې اوبه ګرمې او خپلې کورنۍ ته چای دم کړي، سړی له ځانه سره غړومبده ویل یې( خدایه ستا قربان شم له یوې خوا دې ظالمان راباندې واکمن کړي دي له بلې خوا دادی واوره واوریده موږ خواران به څه کړو؟ دسړي خبرې په دري وې ټول مفهوم یې همدا و.

 زه هم دنورو ښاریانو غوندې له سختو ستونزو سره مخ یم،په اتیازره افغانۍ سرمایه مې په شازده سرای کې دصرافي کارپیل کړی و،له هغو پیسو څخه مې یوڅه دژمي لپاره دکور خرڅ برابر کړ،اوس دصرافي له کاره لویدلی یم،که مزدوري راته پیدا شي کوم یې، خوهغه هم نه پیدا کیږي،له کلي څخه هم دکومې مرستې تمه نشته،هلته مې وروڼو آن خپل حق هم رانه کړ،مور مې دپاکستان په میرانشاه ښار کې دماما کره ده او ناروغه هم ده،زه باید ورشم او هلته ورباندې تداوي وکړم.

نو نن دخواشینۍ ورځ ده چې واوره اوریدلې ده ،بیاهم موږ خوښ یو چې ډبرې نه دي اوریدلې دلته داسې حالت واکمن دی چې دمخه یې هیڅ تصور نه کیده، یو انسان دبل انسان وینې وڅښلې ،داسې حالت واکمن دی چې زموږ دهیواد په تاریخ کې یې بیلګه نه لیدل کیږي ،په کوڅو کې دمرګي سوداګر ګرځي،،دوطن ټوله شتمني یې لوټ کړه ،څه ناڅه چې راپاتې ده دتیارې استازي ګرځي او چور کوي یې.وړې وړې جګړې دښار په بیلابیلو برخو کې هره ورځ شته،دیوسخت او تباه کوونکي جنګ امکانات بیا لیدل کیږي.

                         ۹/ ۹/ ۱۳۷۱

دخپلو ځینو یادونو دبشپړیدو لپاره څو خبرې دلته لیکم:زه د۱۳۷۱ کال په لومړیو کې د عرفان مجلې دمرستیالي له بست څخه ګوشه او وزارت دعلمي غړي په توګه وګومارل شوم ،څو ورځې دمخه د عرفان مجلې دمسوول مدیر په توګه پیشنهاد شوم خو دوزارت رهبري په دې نامه چې جهادي نه وم دغه پیشنهاد رد کړ،بیرته د عرفان مجلې دمرستیال په توګه پیشنهادشوم په کمیسیون کې هم دغه پیشنهاد منظور شو خو دوزارت اداري ریس شیرینګل حقمل وروسته مخالفت وکړ ،زه یې خپل دفتر ته احضار کړم لاندې خبرې زموږ ترمنځ وشوې:

اداري ریس: ته دمرستیال په توګه پیشنهاد شوی یې؟

  • هو.
  • کوم تنظیم معرفي کړی یې؟
  • زه دکوم تنظیم غړی نه یم.
  • دکوم ځای یې؟
  • د….
  • هلته دکوم ځای یې؟
  • د… ولسوالي.(دریس په ټنډه ګونځې راغلې ویې ویل)
  • د کوم کلي یې؟
  • د…و.

ریس په تریو تندي وویل:

  • ښه ښه چې داسې ده نو داستخدام ریاست دې ستا ټول سوابق سبا ماته راوړي چې زه ستا سابقه وګورم،زه موافق نه یم.

داسې راته معلومه شوه چې ښاغلی ریس دکار او وطن په غم کې نه دی دخپل تنظیم په غم کې دی ، له مایې دا پوښتنه ونه کړه چې آیا په اداري کارونو پوهیږم؟ څومره دکار تجربه لرم؟ ژورنالست یا لیکوال یم که یه؟آیا کار به وکولای شم که یه؟

په دې خاطر تیر شوم ، له استخدام ریاست څخه مې خپل ټول اسناد راواخیستل او له ځانه سره مې وساتل.

                    ۱۰/ ۹/ ۱۳۷۱

داڅو ورځې کیږي چې دنده راته سپارل شوې چې زه پخپله دنوي حکومت دکارونو او لاس ته راوړنو په اړه یوه مقاله ولیکم ، ریس هره ورځ ددې مقالې په اړه راڅخه پوښتنه کوي خو زه نه شم کولای داسې یوه مقاله ولیکم ، دروغ خو نه شم لیکلای څه ولیکم؟ چور او چپاول؟دحکومت داداري سیستم ړنګیدل؟دهیواد دملي اوتاریخي ویاړونو له منځه تلل؟ دامیر شیرعلي خان دوخت داردو ړنګیدل؟دزرګونو بې ګناه کسانو مرګ ژوبله؟…

هیڅ نه شم لیکلای .

                         ۱۴/ ۹/ ۱۳۷۱

نن بیا په کابل کې سخته جګړه ونښته دغه جګړه د رباني په مشرۍ داسلامي جمعیت او دعبدالعلي مزاري په مشرۍ داسلامي وحدت دګوندونو ترمنځ پیل شوه نن په ښار کې هزاره ګانو تاجکان او تاجکانو وروڼو هزاره ګان وروڼه له موټرو کوزول او پخپلو زندانو کې یې اچول او یا یې په ځینو ځایونو کې ځای پرځای وژل.هر ځل نوې جګړه دنویو ډلو او تنظیمونو ترمنځ پیښیږي او په نتیجه کې یې بې ګناه کسان وژل کیږي.

                ۱۵/ ۹/ ۱۳۷۱

سخته جګړه دوام لري داحمدشاه مسعود وسله وال کسان کوښښ کوي دهزاره ګانو سیمې ونیسي خو هغوی مقاومت کوي،دلته دجګړې لومړۍ کرښه  په خیرخانه کې دڅارندویو بلاکونه دي موږ کله کله له کړکیو ور ګورو له تایمني سیمې څخه د وحدت ګوند کسان بلاکونه چې دمسعود کسانو پکې سنګرونه نیولي دي په مرمیو ولي.

غرمه مهال دڅلورم بلاک یو اوسیدونکي چې په ګوډ مشهور دی هڅه وکړه چې زموږ او تایمني ترمنځ په چمن کې پروت مړی را ولیږدوي خو له تایمني څخه پرې ګولۍ واوریدې او وویشتل شو،نورو په ډیر زحمت لږ وروسته دده مړی راوړ.دبلاکونو ترمخ داحمدشاه مسعود دکسانو له خوا څو تنه هزاره ګان هم وژل شوي او مړي یې پراته دي څوک نه شي کولای له چمن څخه مړي انتقال کړي،ډیره وحشتناکه صحنه ده،زما کوچنۍ لور مینې چې کله دا مړي او ټپیان ولیدل یو عجیب رواني حالت پرې راغی او ماته یې ژړل چې له کوره ونه وځم. خو هلته دښار ګوټي پخوانی مسول اینجنیر سید علم وفات شوی هیڅوک نه و،چې دهغه مړی خاوروته وسپاري ، زه مجبور وم چې له کوره ووځم او دسیدعلم مړی هدیرې ته یوسو او خاورو ته یې وسپارو.موږڅو تنو دسید علم جنازه دمرمیو په باران کې له قلعه نجارا څخه تر پنجصد فامیلي هدیرې پورې ورسوله او خاورو ته مو وسپارله.

اینجنیر سید علم دډاکټر نجیب الله په وخت کې دساختماني پروژې مسوول و،څو ورځې دمخه چې موږ په دغه چمن کې چې اوس دجګړې ډګر دی ناست و،سید علم راغی ،ویې ویل چې دپروژې ذخیره چې د۲۲۰۰ کورونو لپاره ټول ضروري مواد له ښیښو را نیولې تر قلفونواو دستګیرو پورې هرڅه و،دغو خلکو وړي او پنجشیر ته یې انتقال کړل ، سید علم دومره خواشینی و،چې هلته یې ډیر وژړل ،ویې ویل چې موږ دزړه په وینو دغه مواد ساتلي وو،خو اوس یې په یوه ورځ چور کړل،له هغه وروسته اینجنیر سید علم ناروغ شو او له دغه دوکه مړشو.

                        ۱۶/ ۹/ ۱۳۷۱

جګړه نن هم دښار په زیاترو سیمو کې دشورای نظار او وحدت اسلامي تنظیم ترمنځ پخپل شدت سره روانه ده ، له بلې خوا په شیبو شیبو باران اوریږي ، خلک له بې سابقه ستونزو سره مخ دي ، قیمتي هم ده دلرګیو من په ۹۵۰ افغانۍ،داوړو من په ۳۰۰۰ افغانۍ ،دتیلو یو ګیلن په ۴۰۰۰ افغانۍ دی او هغه هم نه پیدا کیږي دښار خلک دخپل نیم ژوانده ژوند سختې شپې او ورځې تیروي.

دکابل له لویدیځې سیمې څخه یوه تن کیسه کوله ویل یې د مسعود دنظار شورا او سیاف داسلامي اتحاد له خوا له هزاره ګانو وحدت ګوند سره په جګړه کې یې پلار چې دستي کراچې ګرځوله شهید شو، دنظار شورا له خوا په ده بوري باندې د ویشتل شوي راکټ له امله یې پلار ټوټه شو، دسیمې خلک راغلل دهغه مړی یې دقلعه شاده د ډبرو سکرو په هدیره کې خاورو ته وسپاره.

                      ۱۸/ ۹/ ۱۳۷۱

جګړه لا هماغسې دوام لري، په تیرو جګړو سربیره نن دعبدالرشید دوستم پوځونو په شورای نظار برید وکړ ډیرې مهمې سیمې یې دمسعود له کسانو څخه ونیولې، او خپل زور یې ورښکاره کړ،ددغو جګړو او غورځو پرځو له امله ډیرې ورانۍ هم رامنځته شوې دي.

۲۰/ ۹/ ۱۳۷۱

اوس جګړه څه ناڅه کراره ده خو خلک په ویره کې دي.

                ۲۱/ ۹/ ۱۳۷۱

په ښار کې برښنا او اوبه او … نشته ، دبلې سختې جګړې دپیښیدو آوازې خپرې دي ، دښار زیاتو سیمو ته تازه نفسه جهادیان راغلي دي،نوي سنګرونه جوړوي او جګړو ته تیاری نیسي.

رباني زموږ دملک ریس جمهور دی

نو دخلکو ژوند مو ځکه په ضرور دی

بس وژل،تړل،ترټل دي په وطن کې

په هر ځای کې وینې ډنډ روان ترور دی

۲۳/ ۹/ ۱۳۷۱