خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

اسیایې بانک: د افغانستان اقتصادي وده منفي ۵ کښته کېدای سي

د دغه بانک د کلنۍ ارزونې تازه راپور وايي، د کوویډ نولس رنځ خپرېدل او روانې سیاسي او امنیتي ننګونې په تېرو نږدې دوو لسیزو کې په بې مخينې ډول د دغې ځوړتيا عمده لاملونه دي.

دغه اداره وايي د افغانستان لپاره په راتلونکي میلادي کال کې هم ۱.۵ سلنه وده اټکلوي خو هیله ښيي چې د سولې د روانو خبرو مثبته پایله د دغه هېواد اقتصادي وده ګړندۍ کړي.

نړیوال بانک چې د روان ۲۰۲۰ کال په سر کې يې د افغانستان لپاره د درې سلنې وړاندوینه کړې وه، اوس وايي دا اقتصادي وده د کورونا د خپرېدو او د سیاسي او امنيتي ننګونو له امله په روان ميلادي کال کې منفي پنځه ته ښکته کېدی شي. دغه اداره وايي دا رنګ ځوړتیا له ۲۰۰۳ کال راهیسې د افغانستان لپاره بې مخينې ده.

د دغه ځوړ عمده لامل د کوویډ نولس رنځ خپرېدل دي چې پر عوایدو، کاروبار او استخدام يې هم ډېر ناوړه اغېزونه کړی دی.

خو دغه اداره وايي په ۲۰۲۱ کال کې به دا بهیر بېرته په ښه کېدو شي او د ۲۰۲۱ کال لپاره يې د افغانستان د اقتصادي لپاره د یو اعشاریه پنځه سلنې ودې اټکل کړی.

په افغانستان کې د اسیا د پرمختیايي بانک مشر نریندرا سېنګرو وايي، د دوی اټکل ښيي چې په راتلونکي کال کې هم د اقتصادي ودې ښه کېدل، د سولې په خبرو او د افغانستان په اړه په راروان نړیوال کنفرانس کې د نړیوالو په ژمنو پورې اړه لري.

ښاغلی سېنګرو زیاتوي چې دغه بانک له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره وار له مخه ۴۲ مېليونه ډالره مرسته کړې او د نږدې سل مېلیونو ډالرو نورې مرستې لپاره هم چمتو کېږي:

“د اسیا پرمختيايي بانک په دې وروستیو کې په افغانستان کې له کورونا وبا سره د مبارزې لپاره ۴۲ مېلیونه ډالره مرسته وکړه چې روغتونونه او روغتيايي مرکزونه پرې جوړل شول، وسایل پرې رانیول شول او روغتیا پالان پرې وروزل شول. موږ پوهېږو چې د کوویډ نولس اغېزې پراخې دي. د آسیا پرمختيايی بانک په همدې خاطر د کوویډ نولس د ځواب ویلو د بسپنې تر پروګرام لاندې د سل مېلیونو ډالرو په اندازه مرستې ته چمتووالی نیسي.”

ښاغلي سېنګرو زیاته کړه چې د اسیا د پرمختيايي بانک به د مرستو او بسپنو تر څنګ له نورو مرستندویانو هم افغانستان ته د بسپنو را اخیستو ته دوام ورکړي.

ښاغلی سېنګرو وايي په دغه نوښت کې هم د بدلون تکل لري او هڅه کوي چې د سولې له روانو خبرو د وروسته پړاو لپاره دغه هېواد ته د بسپنو او مرستو د راټولولو لړۍ پراخه کړي:

“موږ هیله لرو چې پر دغه جوړښت بیا کتنه به د دې لامل شي چې له سولې وروسته افغانستان لپاره به د افغانستان زیربنايي وجهي صندوق ته لا ډېرې بسپنې را جلب کړي.”

د اسيا پرمختيايي بانک وايي په روان ميلادي کال کې د خوراکي توکو د بیې د لوړوالي له امله د تورم کچه هم پنځه سلنه لوړه شوې چې دا د تېر کال په ورته موده کې دوه سلنه وه.

دغې ادارې د روان میلادي کال په سر کې د ۲۰۲۰ لپاره درې سلنه او د ۲۰۲۱ لپاره څلور سلنه وده اټکل کړې وه خو تر څنګ يې د افغانستان پر اقتصادي حالت د سیاسي بې ثباتۍ او د کوروناویروس د خپرېدو د سخت اغېز اټکل هم کړی و.

دغې ادارې د خپل کلني ريپوټ د خپرولو پر مهال يې پر افغان حکومت غږ کړی و چې پر بهرنیو مرستو تک

منبع: بي بي سي پښتو