انګرېزانو او پاکستانیانو څنګه ځانمرګئ بریدګر د جعلي ملا منصور (دوکاندار) په نامه د اتمر په مرسته تر ولسمشر کرزي ورساوه؟
لیکوال: ولي نوري
په دې لیکنه کي چي تاسو هر څه لولئ، هغه د امنیت شورا په دفتر او د ولسمشر په دفتر کي زما د وظیفو پر مهال معلوماتو ته د لاس رسي او ددې مسلې سره د اشنا کسانو سره پر مرکو او ماخذونو ولاړه ده.
د موقتي ادارې څخه وروسته چي په افغانستان کي د امریکا متحده ایالاتونو او په مجموع کي د نړیوالي ټولني سره د ولسمشر کرزي د اختلافاتو پیدا کېدلو ډېر سببونه لرل خو زما په نظر عمده یې د ځواک له لحاظه غیر متوازن روابط، د بهرنیو ځواکونو خپل سري عملیات، د پاکستان سره د امریکا او د هغه د ناټو غړو هیوادونو له خوا پټي معاملې، ملکي تلفات، شپني عملیات، د بهرنیانو له خوا د افغان بندیانو ساتل، له طالبانو سره د خبرو مخنیوی او داسي نور دي خو ددې ور اخوا د پردې تر شا نور هم خورا مهم لاملونه ول، چي دغه اړیکي یې نه رغېدونکي پړاو ته یووړې.
په ۲۰۰۵ م کال کي چي کله زما وظیفه په روزګان کي وه، په هغه وخت کي امریکایې ځانګړو ځواکونو په لسو ټیمونو هلمند او رزوګان دواړه ساتل. ۵ دغه ټیمونه په روزګان او ۵ په هلمند کي مېشت ول، البته هر ټیم یوازي له ۸ نفرو څخه جوړ و. خو کله چي هلمند د ۲۰۰۵ م کال په پای کي تقریبا ۷ زره برتانوي ځواکونو ته وسپارل سو، هلمند د څو میاشتو په جریان کي سره لمبه سو او د کوکنارو کښت تقریبا ۹۵٪ ته لوړ سو. هلمند نه و تیار سور تنور و او دا تنور تر همدې نن ورځي پوري سور دئ، البته دا ددې معنی نه ورکوي، چي امریکایان دي له دې ویران حالت څخه برات واخلي.”یوه مسئله چي د افغانستان او بریتانیا پر اړیکو یې سوری واچاوه، هغه په هلمند کي د هلمند د والي اسدا الله وفا له خوا د دو ډيپلوماتانو انګرېز مارون پيټرسن او ایرلنډي مایکل سمپل چي د ملګرو ملتونو او اروپایې ټولني تر چتر لاندي یې کار کاوه، په اړه ولسمشر کرزي ته خبر ورکړی و، چي دوی په مشکوکو کارونو اخته دي او ولسمشر کرزي یې هم سمدستي د نیولو امر ورکړی و او د دوی د کمپیوټرونو څخه چي کوم اسناد په لاس راغلل بیخي حیرانوونکي ول(سپنتا، ۲۰۱۷)”.
په هغه وخت کي داسي اوازې وې، چي دې دوو ډيپلوماتانو په هلمند کي د طالبانو په کرښو کي د ۲ زرو ځانمرګو د روزني پلان درلود. په دې مسله کي ښاغلي عبدالجبار قهرمان هم شامل و. کله چي ما د ښاغلي قهرمان سره دا مسله شریکه کړه، هغه ویل، چي د ځانمرګو د روزني خبرونه بیخي غلط ول بلکي دوی د طالبانو د لیکو د کمزوري کولو لپاره د هغوی په منځ کي د خلکو د ګمارلو پلان درلود او اسدالله وفا په لوی لاس د پیسو پر سر د انګرېزانو او ولسمشر کرزي اړیکي ور خرابي کړې.”ده زیاته کړه، چي ښاغلي وفا ښاغلي سمپل ته ویلي ول، چي ددې پروګرام پیسې باید د والي له خوا استعمال سي او سمپل انکار کړی و، له همدې امله هغوی له افغانستان څخه اخراج سول او ملي امنیت ته زما د نیولو امر وسو. ما ډېر کوښښ وکړ، چي ولسمشر کرزي ته حقایق ورسوم خو هر څوک دومره بېرېدلي ول، چي هیچا دا جرات نه کاوه، او زه تر نیولو مخکي روسیې ته ولاړم، هلته مي ډېر کوښښ وکړ، چي تر ولسمشره حقایق ورسوم خو کامیاب نه سوم او کله چي دا موضوع سړه سوه زه بیرته افغانستان ته راغلم”.
بهرنیانو د کوټي شورا دې ته هم راضي کړه، چي که د دوی مشهور قوماندان ملا داد الله ورته ووژني نو په عوض کي به یې په هلمند کي شپږ ولسوالۍ، په روزګان کي دوې او په زابل کي یوه ولسوالي ورته ورکړي. طالبانو لومړي ټوله هلمند ولایت غوښت خو وروسته پر همدې ولسوالیو سره سلا سول. ملا داد الله ته داسي معلومات رسیدلي ول، چي د طالبانو د حکومت پر مهال د کندهار د قول اردو قوماندان ملا اختر محمد عثماني د مرګ تر شا د کوټي د شورا د ځینو لوړ پوړو کسانو لاس دئ. هغه په ۲۰۰۶ م کال کي د کوټي د شورا د ځینو لوړ رتبه مشرانو سره تر خفګان وروسته هلمند د اوښتو سره سم د بهرنیو ځواکونو له خوا ووژل سو. ملا داد الله په دې کار کي دخل ځیني کسان په کوټه، کچلاغ او ږوب کي ونیول او په وزیرستان کي یې محاکمه کړل او له همدې ویري د کوټي شورا دا تصمیم ونیاوه، چي د امریکایانو سره د یوه ډيل په پایله کي د ملا داد الله کیسه ورختمه کړي. د کوټي شورا د ملا داد ساتونکی دین محمد او مالي مسول ملا نسیم دې ته اماده کړل، چي هغه ووژني. ملا نسیم ملا داد الله په هلمند کي د شپې وواژه او مړه یې ویالي ته واچاوه. په دا سبا برتانوي ځانګړو ځواکونو د ملا داد الله مړی د کوټي د شورا څخه تسلیم کړ او کندهار ته یې انتقال کړ او هلته مطبوعاتو ته وښودل سوه، چي ګویا د بهرنیانو په ځانګړو عملیاتو کي ووژل سو. وروسته دین محمد او ملا نسیم پر خپل جرم اعتراف وکړ او په وزیرستان کي د ملا منصور داد الله د ملا داد الله د ورور له خوا سرونه ځني پرې سول او څه وخت وروسته بیا منصور داد الله د طالبانو له خوا د سونو افغان او ازبک جنګالیو او د کورنۍ د غړو سره په زابل کي ووژل سو.
ښاغلی سپنتا لیکي: پډي اشډاون چي انکرېزانو او امریکایانو غوښتل افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه د خاصو صلاحیتونو سره را واستوي او دا خبره، امریکایې او انګریزي مشرانو تر افغان مشرانو رارسولي وه، خو کرزي دې کار ته په افغانستان کي د وایسرا په توګه کتل او هغه یې رد کړ. دی زیاتوي، چي د امریکا او بریتانیا استازو موږ ته د اشډاون د مقررۍ په اړه معلومات راکړل خو کرزي ما ته وویل، چي زه بل میکناټن په افغانستان کي نه سم منلای او پدې اړه باید هیڅوک خبر نه سي او بلخصوص څو سیاسیون چي کرزي ویل هغوی د انګرېز او پاکستان جاسوسان دئ( سپنتا، ۲۰۱۷). په اغلب ګمان پدې کسانو کي به د اتمر نوم هم و. موږ د ۲۲ جنوري ۲۰۰۸م کال د سویس داوس ته د نړیوال اقتصادي کنفرانس کي د ګډون لپاره ولاړو او تر دې څو ورځي مخکي له افغانستان څخه انګلیسي ډيپلوماتان ایستل سوي ول. ولسمشر کرزي هلته په خبري کنفرانس کي په هلمند کي د انګرېزانو پر کارونو سختي نیوکي وکړې او له همدې کبله له ولسمشر کرزي سره د انګرېز لومړي وزیر ګلډن براون ملاقات هم لغوه سو.
انګریزي مشرانو د افغان مشرانو سره په خبرو کي هیڅکله له دې څخه درېغ نه کاوه، چي ووایې کوم شخص باید د پلاني وزارت د وزیر په توګه مقرر سي او پلانی والي باید له ولایت څخه لیري نه کړای سي. هغوی په افغانستان کي د خپلو خلکو په کلکه ملاتړ کاوه، چي البته دا کار په افغانستان کي د نورو مرسته کوونکو هیوادونو له خوا په خورا استثنایې توګه تر سره کېده. انګلیسي معروف مطبوعاتو، چي په کیڼ اړخو لیبرالانو پوري اړه لري همېشه په افغانستان کي د هغو سیاسیونو لپاره، چي له دوی سره یې اړیکي لرلې په استعماري توګه په ډاګه تبلیغ کاوه(سپنتا، ۲۰۱۷). مشهور لیکوال احمد رشید وایې: چي لندن ته د ولسمشر کرزي د سفر پر مهال مي د سهار د ناشتې پر وخت د هغه سره ملاقات و. کرزي ته مي وویل، چي ستاسو د ولسمشرۍ وخت پر ختمېدو دئ، ایا تر اوسه مو د خپل ځای ناستي په اړه فکر کړی دئ؟ ولسمشر کرزي راته وویل: نه تر اوسه مي نه دئ کړئ. ما ورته وویل، چي ستاسو په کابینه کي اتمر ډېر هوښیار سړی دئ، هغه به ستاسو لپاره ډېر ښه انتخاب وي. کرزي ددې خبري په اورېدو سره سمدستي ولاړ سو او راته وې ویل په مخه دي ښه (رشید، ۲۰۱۰). د سولي تر نامه لاندي انګرېزانو موسی کلا ولسوالي طالبانو ته ور سپارل او دې ته ورته نوري ډيري موضوع ګاني دي، چي پر ټولو بحث کول ددې مقالي تر توان وځي. د کرزي او انګرېزانو تر منځ حالات دومره خراب سول، چي اخیر کونډليزا رایس د انګرېز د بهرنیو چارو وزیر ډېویډ میلیبن کابل ته د ولسمشر کرزي سره د حالاتو د ښه کولو لپاره راوست.
په اغلب ګمان به انګرېزانو او پاکستان د امریکایانو د راضي کولو لپاره چي کرزي نور د واکه لیري کړي زیات کوښښونه کړي وي، لکه چي پدې نه دي بریالي سوي، چي امریکایان دې ته راضي کړي، چي په افغانستان کي تر کرزي ور اخوا بل ښه بدیل سته نو له همدې کبله به خپله لاس په کار سوي وي.
انګرېزانو د پاکستان سره په ګډه د ولسمشر کرزي د وژلو پلان جوړ کړ او په افغانستان کي یې دا پلان د حنیف اتمر په لاس اجرا کاوه. انګرېزانو د اتمر د لاري ولسمشر کرزی دې ته راضي کړ، چي د طالبانو دوهم مهم کس ملا اختر محمد منصور چي بیا د ملا عمر تر مړیني وروسته د طالبانو مشر سو، د سولي د خبرو د پيلېدو په خاطر په کابل کي وویني، چي په اصل کي هغه یو ځانمرګی و. پلان داسي و، چي ددې کار لپاره باید یو چاغ سړی انتخاب سوی وای، چي په لنګوټه یا بدن کي داسي زورور انفجاري مواد ځای پر ځای کړي، چي ولسمشر کرزی ځای پر ځای ووژني. ددې کار لپاره په مقام او تنه تر ټولو مناسب کس ملا اختر محمد منصور و، نو په همدې خاطر د هغه هم شکله ځانمرګی ورته پیدا کړه سو، چي وروسته د په مطبوعاتو کي د کوټي په یو دوکاندار مشهور سو. د ولسمشر کرزي او د هغه د امنیتي کسانو د ډاډ لپاره باید یاد کس پر ولسمشر کرزي په دریم ملاقات کي ځانمرګی کړی وای. جعلي ملا منصور له کوټي څخه د سپین بولدک وېش ته انتقال سو او له هغه ځایه د ولسمشر د محافظت ریاست د کندهار هوایې میدان کي د امریکایانو اډې ته انتقال کړ. انګریزیان او پاکستانیان پدې نه وه، خبر چي ولسمشر کرزی په ډېرو مسایلو کي همېشه تر دوی یو قدم مخکي دئ. شهید احمد ولي خان او د ولسمشر د محافظت ریاست مخکي لا داسي یو کس پیدا کړی و، چي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کله چي ملا منصور د هوانودۍ وزارت وزیر و، له هغه سره له نږدې پېژندل. جعلي ملا منصور کندهار ته تر رسیدلو وروسته د ولسمشر د محافظت له خوا کرنتین سو او هغه کس، چي له ده سره یې پېژندل منصور ته ور وستل سو. هغه کس تر ملاقات وروسته معلومه کړه، چي دا ملا منصور نه دئ. د محافظت ریاست ولسمشر کرزي ته خبر ورکړ، چي دا منصور جعلي دئ، څه ور سره وکړي؟ ولسمشر کرزي ورته وویل، چي کابل ته یې را انتقال کړئ، زه غواړم ور سره ووینم. د محافظت ریاست هغه کابل ته انتقال کړ او تر سخت نظارت لاندي یې ساته. تر پوره اطمینان وروسته، ولسمشر کرزي د جعلي ملا منصور سره ولیده. اوس خبره دا ده، چي ولسمشر کرزي ولي په لوی لاس دومره خطر پر ځان ومانه او د یوه جعلي کس سره یې لیدو ته زړه ښه کړ؟ کرزي اصلا غوښتل معلوم کړي، چي ددې کیسې تر شا نوري څه کیسې سته او له دې څخه څوک او څوک څه غواړي.
د ولسمشر د محافظت ریاست، په دې سیمه کي یو د تکړه او فني او مسلکي ارګانونو څخه دئ، ځکه چي په دا تیرو ۱۸ کلونو کي یې د نړۍ په دې خورا نا ارامه سیمه کي په سمه توګه د ولسمشرانو او نورو مخورو حفاظت کړی دئ. تر استخدام وروسته چي د ولسمشر د ساتونکو لپاره د روزني لپاره کوم کورس دایریږي هغه په اسرایلو کي ۴۵ زره امریکایې ډالره قیمت لري. انګرېزانو له کرزي سره دا پلان دومره په پټه جوړ او عملي کړ، چي حتی سپنتا لا نه و په خبر. ددې پلان تر افشا کېدو، چي دا جعلي ملا منصور و، امریکایان په ځانګړې توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیره اغلې هیلري کلنټن سخت ناارامه کړي وه. تر دې پيښي وروسته، چي ولسمشر کرزي د هیلري کلنټن سره کوم ملاقات درلود د همدې پیښي تر تاثیر لاندي و او اغلې کلنټن یې سخته خواشینې کړې ول او له ولسمشر کرزي څخه یې وپوښتل چي ددې مسئلې په اړه به مو د برتانیې د لومړي وزیر سره په خپله وروستۍ لیدنه کي خبري نه وي کړي؟ ولسمشر کرزي ورته وویل، چي نه. زما لپاره دا ګرانه ده، چي باور وکړم، چي امریکایې استخبارات دي له دې پلانه نه وه، خبر. زما یوه ملګري ماته وویل، چي امریکایانو هغه کس ته لاس رسی درلود، چي په پاکستان کي د اوسېدو پر مهال د ملا عمر خاص کس، محافظ او خدمتګار و. امریکایان پدې هم خبر ول، چي ملا عمر نن کوم رنګ کالي اغوستي ول، په کوټه دننه کي یې لمونځ وکړ که د باندي او داسي نور. ولسمشر کرزي خو د هغه د شخصي زراکت او د محافظت ریاست د مسلکيتوب له کبله دا پلان شنډ کړ مګر اسدالله خالد او د سولي د شورا رئیس برهان الدین رباني له داسي مغلقو بریدونو څخه ځانونه ونه ژغورلای سول. پوښتنه دا ده، چي انګرېزان او پاکستانیان ولي بېله د امریکایانو د توافقه کرزی واژه. زما په فکر، چي انګریزانو به د ولسمشر کرزی تر وژل کېدو وروسته امریکایانو ته ویل، چي پدې وطن کي نور کسان هم سته چي د کرزي تشه ډکه کړي او هغه وخت بیا امریکایانو هم بېله دې، چي انګریزانو خبره ومني نور څه نه سو کولای.
په ۲۰۱۰ م کال کي چي د سولي مشورتي جرګه جوړه سوه، په لومړۍ ورځ د جرګې مشر ښاغلي فاروق وردک د جرګې غړو ته وویل، چي په احتیاط سره د امنیتي تدابیرو په نظر کي نیولو سره د جرګې له تالاره ووځي. د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر له کانټینینټل هوټل څخه وردک ته ټلیفون کړی و او ورته ویلي یې وه، چي د جرګې تالار ته ځانمرګی ننوتی دئ. وروسته معلومه سوه، چي دا خبر سم نه و او هدف یې یوازي د جرګې ګډوډول و (خرم، ۴۰۴). د جرګې تر دایرېدو مخکي امرالله صالح چي په هغه وخت کي د ملي امنیت لوی ریس و او حنیف اتمر ته ولسمشر کرزي ویلي وه، چي زه نه غواړم د لویې جرګې دایرېدل د کوم مشکل سره مخ سي. که تاسو هر ډول امکاناتو ته ضرورت لرئ، راته ووایاست خو که چیري د جرګې په جریان کي کوم مشکل پيښ سو بیا به یې مسولیت ستاسو په غاړه وي. صالح او اتمر د هیڅ ډول مشکل د جوړېدو ډاډ ورکړی و، خو جرګې ته د ولسمشر کرزي د خبرو پر مهال پر جرګې د راکیټونو بریدونه وسول او یو راکیټ د لویې جرګې خېمې ته نږدې د ولسمشر د یوه کندهاري ساتونکي امیر محمد ماشوري پر پښه ولکېدئ، راکیټ پټاو نه سو خو د ساتونکي پښه یې ور پرې کړه. تر دې یو ګړی مخکي دوه ځانمرګي په خوشحال خان مېنه کي زما مېلمستون ته چي د لوی کندهار لپاره مي د محصلینو د لیلیې کار ځني اخیست ننوتل او له هغه ځایه د امنیتي ځواکونو سره تر سختي جګړې وروسته زما د ګاونډي کره واوښتل او هلته امنیتي ځواکونو ووژل سول. دې او نورو پيښو کرزي سخت په غوسه کړ او امرالله او اتمر یې له دندو ګوښه کړل. کرزي په داسي حال کي چي راکیټونه یې پر سر تېرېدل د جرګي ګډون کوونکي ارامتیا ته رابلل. ولسمشر کرزي په همدې جرګه کي زموږ د کورنۍ د تراژیدۍ کیسه هم وکړه، چي تر جرګې یوه ورځ مخکي په کندهار کي طالبانو زما دوه د خاله زامن په مسجد کي د لمانځه پر مهال په شهادت رسولي ول.
د ۲۰۱۹ م کال د انتخاباتي سیالیو کي د ولسمشر غني په مقابل کي دوه ستر خنډونه موجود ول، یو په کندهار کي جنرال عبدالرازق، چي غوښتل یې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل کاندید ودروي او بل په اصطلاح د شمال ټلواله، چي په سر کي یې عطا محمد نور و. د ولسمشر کرزي یوه نږدې ملګري راته وویل، چي کرزي شیدا محمد ابدالي چي د جنرال عبدالرازق په مشوره د ۲۰۱۹ م کال د ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید و، مشوره ورکړه، چي له دې کاره تیر سي کنې سر به وخورئ. دده په خبره، چي کرزي دوی ته وویل، چي سیاست ما ته پریږدئ تاسو خپلو کارونو ته متوجه سئ او که داسي ونه کړئ، وژل کیږئ، ځکه چي بهرنیان بېله اشرف غني بل هیڅوک نه غواړي او هر څوک چي د دوی ددې پریکړي په مقابل کي دریږي وژل کیږي. خو جنرال عبدالرازق د ولسمشر کرزي خبرو ته غوږ ونه نیوه، چي انجام یې خورا بد و. او ښاغلی ابدالي هم د جنرال رازق تر مرګ وروسته د ولسمشر غني په ګټه له خپلي کاندیداتورۍ تېر سو. د شمال ټلواله انګرېزانو په اتمر دړي وړي کړه، چي اتمر تر انتخاباتو وروسته بیرته د ولسمشر غني ښې لاس سو.
یو ځل مي له ځان سره وویل، چي راسه دا حقایق د ولسي جرګې څخه د وزیرانو د باور د رایو تر اخیستلو مخکي وکړه، چي ګوندي خدای ولسي جرګه د اتمر او د هغه په شان د نورو وطن فروشانو مخه ونیسي، بیا مي له ځان سره وویل چي کومه ولسي جرګه؟ البته په ولسي جرګه کي ډېر پاک او وطن دوسته کسان سته خو اکثریت یې په بلا ککړ خلک دي نو له همدې کبله مي ددې امید نه ځني درلود چي دداسي یو وطن فروش مخه دي ونیسي. یو وخت مي د ولسمشر کرزي د یو نږدې دوست څخه د اتمر په شان د یو بل وطن فروش په اړه وپوښتل چي دده په اړه څه نظر لرې؟ ویل یې لکه انګرېز چي دي د خوب په خونه کي بیدیږي. اتمر تر هغه کس سل ځله انګرېزانو ته ور تیر دئ. اتمر د دومره ورانیو سره ، چي په افغانستان کي يې د ولسمشر کرزي په واکمنۍ کي وکړې سره له دې چي کرزي یو مقتدر ولسمشر و د اتمر د لیري کولو توان نه درلود یا به یې نه غوښتل تر دې لوی د سر درد ځان ته پیدا کړي. کرزي یوازي هغه د وظیفې څخه لیري کړای سو مګر هغه ته یې هیڅکله د جزا ورکولو جرات ونه کړ. زما د یو نږدې ملګري په وینا ولسمشر کرزي غوښتل، چي هغه له ندي څخه تر لیري کېدو وروسته بندي کړي خو بیا د بهرنیانو او دده په هڅو ولسمشر کرزی له خپل تصمیمه تیر سو. اوس چي اشرف غني د بهرنیانو بې اجازې خورا لږ کارونه کوي ددې امکان هیڅ نه لیدل کیږي، چي داسي مرموز او جاسوس کسان دي له حکومته و ایستل سي او یا دي څنډي ته سي. له بله پلوه، زه پدې هم ښه پوهیږم، چي ولس مي دومره له پښو لوېدلی دئ، چي دداسي جاسوسانو په مقابل کي د درېدلو هیڅ رهبري او توان نه لري او نه ولاکه زما دا لیکنه اتمر ته کوم زیان ورسوي. مګر ما د خپل ولس او د راتلونکو نسلونو لپاره خپل مسولیت ادا کړ.
پر چا به ښه پر چا به بد لګیږي
ما د رښتیا کیسه پوره وکړله
———————————–
ماخذونه:
سپنتا، ر (۲۰۱۷). سیاست افغانستان; رویایت از درون. عازم انتشارات: کابل، افغانستان.
خرم، ک (۲۰۱۹). څلوېښت کاله په توفان کي. اکسوس کتابپلورنځي: کابل، افغانستان.
رشید، ا (۲۰۱۲). پاکستان د کړنګ پر غاړه: د افغانستان، پاکستان او لویدیځ برخلیک. مومند خپرندویه ټولنه: جلال اباد، افغانستان.
Yousafzai, S . (2019, July 14). Afghanistan: The Taliban Plot to Assassinate Karzai. Daily Beast. https://www.thedailybeast.com/afghanistan-the-taliban-plot-to-assassinate-karzai