د ځنځيري وژنو دویم پړاو
لیکوال: حکمت الله نورزی
کلونه وړاندې کله چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ او د تروریزم د له منځه وړلو تر سرلیک لاندې امریکا او د هغه متحدینو پر افغانستان پوځي یرغل وکړ د افغان وژنې لپاره يې له وژونکو وسلو او پيسو سره زاړه شر او فساد سره را ټول او د افغانستان اسلامي جمهوریت په نوم يې په ظاهره د یوه چتر لاندې کښېنول چې په پایله کې يې لنډمهالې اداره د حامد کرزي په مشرۍ را منځته سوه.
د لنډمهالې ادارې په رامنځته کېدو سره د لوي قندهار ولایتونو کې د قومي مشرانو او دیني علماؤ سیستماتیک قتلونه ورسره پیل سول آن داسې مشران چې هغوي هیڅ په سیاسي ډګر کې مخکښ هم نه وه خو په قومي او کلیوالي کچه يې کولای سول چې ډېرې ستونزې حوارې کړي او یا يې هم ولسونه خبرو ته کښېناستل له منځه یوړل له دې سره يې زیات شمېر په ټولنه کې اغېزمن دیني عالمان هم ترور کړل.
اوس دا دی کلونه وروسته د دې ځنځيري وژنو لړۍ تر یوه بل سر لیک لاندې « ژورنالیستان، مدني فعالان او سیاسي شنونکي» د ټولنې هغه ځوان او قلم په لاس قشرونه چې جګړه خپل ولس ته په هر اړخیزه توګه معرفي کولای سي او یا هم د سولې او جګړې په دغه بهیر کې تر ټولو مخکښ او د ستونزې د حل تر بریده مخکښ دي وژل کېږي.
په پلازمېنه کابل کې له وحید مژده را نیولې بیا تر یما سیاوش پورې ترور او مرموزې وژنې تر سره کولو سره زیات شمېر کدرونه افغانانو له لاسه ورکړل؛ بد بختانه دغه ترورونه زیاتره له امن ترینې پلازمېنې کابل څخه نیولې بیا د افغانستان په هر ښار کې ترسره شوي.
دلته دا د حکومت مسئولیت دی چې د دې ناولو طرحو پلي کوونکي پیدا کړي پرې نه ږدي چې پوه او روڼ اندي شخصیتونه له منځه یوسي ځکه کله چې دلته د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو یادونه کېږي یوه يې همدا ده چې اوس اوس يې حکومت ساتنه نه سي کولای.
له یوې خوا په هېواد کې د سولې پروسې له پیل کېدل او د هغې حرکت چې لا تراوسه ولس ته ناڅرګند دی چې د سولې دا کاروان به کله منزل ته رسېږي ورسره د هدفي وژنو زیاتېدل، په تېره چې یا یې مسؤولیت څوک په غاړه نه اخلي او یا د «داعش» له مبهم ادرس څخه یې پړه منل کیږي.
په پلازمېنه کابل او د ولایاتو په یوشمېر ښارونو کې نسبتي حاکمه اداره چې مشري يې د ډاکتر محمد اشرف غني په غاړه ده تل ولس غولونکې وعدې کوي هر ځل د تروریزو پېښو د څېړلو وائي خو تر اوسه يې یوه هم نه ده څېړلې او نه يې هم د یوې قضيې معلومات له ولس سره شریک کړي.
افغان ولس ته په کار ده چې د خبریالانو، سیاسي او مدني فعالانو او دیني علماؤ هدفي وژنې جدي ونیسي او پوښتنه یې وکړي. په دې برخه کې غفلت به بیا نه جبرانېدونکي پایلې ولري.
پښتو کې یو متل دی وائي چې تر ورخ تېرې اوبه بیا نه راګرځي او په تېرو اوبو پسې ارامان ګټه هم نه لري.