خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ژبپوهنه

(ژبپوهنه) ترکيبي لغت دئ چي له (ژبور) او (پوهنه) څخه جوړ سوی دئ. معاصرو ژبپوهانو له (ژبه ور) څخه د (ور) فونيم پرې کړی او په خپلو ژبو پوري يې تړلي دي. ژبپوهنه په عمومي ډول پر دوو برخو وېشل کېږي چي يوه (نظري ژبپوهنه) او بله هم (تطبيقي ژبپوهنه) نومېږي. په نظري ژبپوهنه کي د ژبي اړوند نظریات او تيورۍ له نورو ژبو څخه غلا کېږي. په پښتو ژبه کي پخوا دا تيورۍ له عربي ژبي څخه غلا کېدلې، خو اوس له انګرېزي، روسي، فرانسوي او نورو ژبو څخه غلا کېږي. (تطبيقي ژبپوهنه) بيا د هغي څلوېښت کلني جگړې نوم دئ چي د لهجو د مدافع وکيلانو له خوا د ياگانو پر سر پيل سوې ده. په دې جگړه کي تر دې مهاله د ياگانو څو ميلیونه لکۍ پرې سوي او د یاګانو څو ميلیارډه ټکي رژېدلي دي!؟

ليكوال: عبدالنافع همت