خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ملا برادر وينا او يوه تاريخي زاویه

د روان کال په ډسمبر کې يوه ويډيو خپره شوه چې ملا برادر د خپلو زخمي جنګياليو وارثانو په منځ کې را څرګند او هغوی ته په وينا کې وایي چې زه ستاسې مشر خو بېروني نړۍ کې يو وخت هيڅ شوی وم.

مانا دا چې زه د پاکستان په کرغېړنو زندانونو کې يو بې وسه زنداني وم. دا ستاسې قربانۍ، صبر او استقامت وو چې ستاسې مشر د وخت زنداني يوسف په عزيز مصر بدل او قطر کې سرو فرشونو باندې روان «برادر» شو.

دی په خپله وينا کې په تکرار سره وایي چې طالب د تاریخ يو تړل شوی باب وو او دفن لپاره یې د پاکستان، افغانستان، ګوانتانامو او نور بشر ته شرم راوړنکي زندانونه اختيار کې ورکړل شوي وو او يا هم د وطن هديرې او قبرستانونه.

مګر د خدای اراده، د دې ملت استقامت او طا لب جنګياليو بېساره جانبازيو د ټولې نړۍ د مستبدو او زور واکو نظامي جنرالانو او د دوی کار کشته ډيپلوماټانو دا فېصلې ملغا کړې.

ورک طا لب يو دم په نړيوال سټيج را پیدا او د استبداي قوتونو د ماڼيو سرې را ځوړندی پردې یې اعزاز لپاره په سرو غوړیدلو فرشونو بدلې شوې.

نن هماغه امريکا چې يو وخت یې طا لب سره تش خبره د خپلی امپراتورۍ او نړيوال برم لپاره کسر شان باله اوس طا لب سره په خبرو، مجلس، تړون او ټيلفوني رابطو ځان ته لوی کريډيټ ګڼي.

نن د هماغه پاکستان چارواکي چې يو وخت یې طا لب د تاریخ باطله شوې پاڼه بلله او ډیر مشران یې په ډيره بېرحمي او نامردي زنداني او امريکا ته لاس تړلي سپارل، مګر نن یې د خپل راتلونکي او تیرې ماضي جبران لپاره استقبال ته ودریږي.

هغه ايران چې ځان مسلمان او ګاونډی بولي د خپل همدې مسلمان ګاونډي په سر خپل دیرینه دوښمن؟! امريکا ته غېږ خلاصوي او د خپل وطن خاوره او اسمان د طا لب خلاف امريکا ته اختيار کې ورکوي. نن د هماغه ايران جواد ظريف طا لب د دې وطن يو واقعيت بولي، مشرانو سره یې ليدل د خپل وطن اړتيا او په لوړ پروټوکول یې نړیوال سټيج کې بياځلي حضور او امريکا سره په لوړه کچه دغه لوی توافق خوبونه خراب کړي.

مرکزي اسيا ټول هېوادونو مشرانو د افغانستان له لارې خپلو انرژیو لېږد لپاره ټولې سترګې نن ورځ طالب مشرانو هو او نه ته ګنډلي. جنوبي اسيا، اروپایي ټولنې او د نړۍ نورو هیوادونو مشران يو په يو طا لب مشرانو سره راشه درشه پېل کړې.

دا د تاریخ نادره پېښه ده او بېشکه چې دا پیښه د خدای غوښتنه، يوه مقاوم ملت په ملاتړ او سر پرېکړو سپاهيانو په جانبازۍ ممکن وي. دا چې سکندر د نړۍ لويه برخه تر خپل واک لاندې راوستې وه، د بريټانيا مفتوحه سيمو کې لمر غروب نکاوه او هټلر د ټولې نړۍ د تسخير خوبونه ليدل، ميرويس خان نيکه د ګرګين داړې ماتولې، شاه حسين او شاه اشرف اصفهانونه وهل او احمدشاه ابدالي له سمرقند، بخارا او ډهلي پورې لوی وطنونه خپلول نو تر شاه یې د همداسې لېونيو جانبازه سپاهيانو د پښو خرپا او تندريز غړمبېدونکي غږونه وو.

هو د نويو سيمو او تر خپل راج لاندی د نويو ملکونو راوستلل اسانه خو د يوه مات شوي لښکر راټولول او د ټولې نړۍ په متفقه رايه د يوه حکومت، يوه نظام او يوې ډلې د حذف تصميم دوباره په شا تنبول او ځان بيا په ټولو منل تر ټولو زياته انرژي، تاريخ سازه قوت، مقاومت او حوصله غواړي چې ژوند او تاريخ کې نادر پېښېږي.

د تاریخ بېلابېلو بابونو کې ځيني کسان فاتحان یادیږي او ځيني نور هېر شوي بيا بېرته صحنې ته حاضر او د وخت برخليک ټاکونکی محور جوړیږي نو هغه د دغسې جنګياليو د تورو او اسپو د پښو خرپا غواړي.

هو د چا په خوښ وي يا نه، خو طا لبان نیکمرغه دي چې داسې قام، ملت او جنګيالي یې درلودل چې نن ورځ یې ټوله نړۍ ځانته ګوته په غاښ او لويه حماسه یې په خپل نوم ثبت کړه.

لیکوال: شفیع عظم