خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ډيموکراسي

ډيموکراسي د لاتيني ژبي ترکيبي کلمه ده چي د (ډيمو) او (کراسي) څخه جوړه سوې ده. (ډيمو) خلکو ته وايي او (کراس) د باطلولو کرښي ته وايي چي (کراسي) يې نسبتي بڼه ده، ياني هغه نظام چي اکثريت يوه چا ته رايه ورکړي، خو پټي بلاوي د اکثريت رايه کراس کړي او بل څوک وټاکي. شيخ علامه حسين وبا کينيايي په خپل کتاب (امر کا) کي ليکي: ډيموکراسي هغه نظام ته ويل کېږي چي رايه ورکول د يو چا او ټاکل يې د بل چا کار وي. په (خېټيالوژۍ) دایرة المعارف کي بيا ډيموکراسي داسي تعريف سوې ده: ډيموکراسي هغه نظام دئ چي کله د رايو په صندقونو کي بوټونه پيدا کېږي، کله صندوقونه په هوا کي ورک کېږي، کله يو ملت دېرش مليونه وي، خو رايي يې شپېته مليونه وي، تر ټولو مهمه ځانګړنه يې دا ده چي پزه، غوږونه او ګوتي د يوه چا پرې کېږي، خو واک ته بل څوک رسېږي.

 

ليكوال: عبدالنافع همت