خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

وېشلي پښتانه او بدرنګه راتلونکې

زموږ هزاره ورونه د نجيب له سقوط وروسته يواځې خپل منځ کې په اته ډلو او ګوندونو ويشل شوي وو.

خپل منځ کی یې د دغه شديد اختلاف له امله دومره سره و وژل چې بل هيچا په تاريخ کې نه وو وژلي. دوښمنيانې یې دومره شديدې وې چې يو قوماندان به بل قومندان و واژه بيا به یې خور ځانته په زور په نکاح کړه.

مګر کله چې د ۹/۱۱ له پیښې وروسته امريکا په افغانستان يرغل وکړ دوی ټولو هغه زاړه اختلافات کنج ته کړل او په يوه صف د مړ شوي مزاري تر چتر لاندې راټول او هغه یې د خپل يووالي سمبول وټاکه.

هغه مزاري چې کابل کې په مېخ کوبي، سينه بري، ژونديو انسانانو په غوړيو کې سېځل او سلګونه داسې فجايعو متهم وو چې افغانستان څه بشريت به ورته نن او راتلونکي کې هم ګوته په غاښ وي‌.

زموږ افغان تاجک د روسانو له يرغل سره په جمعيتي، حزبي، کمونست پرچمي، شعله یي، ماويست او لس نورو ډلو ټپلو و ويشل شول. تاجکانو هم د پورته ذکر شويو ډلو تر عنوان لاندې په خپلو کې سلګونه و وژل. يواځې مسعود د خپلې یکه تازۍ خونديتوب په موخه په پنجشير، تخار، بدخشان،مزار، سالنګ او نورو سيمو کې ډيری هغه تاجک مشران او د هغوي پلويان په بېرحمي و وژل کوم چې خپل ليډرشيب ته یې ګواښ باله.

خو کله چې روسانو سقوط وکړ بيا د دوي کمونست او مجاهد ټول د نظار شورا او شمال ټلوالې تر چتر لاندې په يوه صف راټول شول. چې امريکا يرغل وکړ بيا نو بيخي د حزب اسلامي ډيری تاجکان هم ور مات او ټولو په ګډه احمد شاه مسعود د يووالي الګو انتخاب او د ټول اختلاف باوجود پرې راټول شول.

تېرو نولسو کالو کې د پوهنتون استاد جلال او يو شمېر نور سياسي فعالين همدا چيغې وهي چې د تاجک سهم يواځې پنجشير وخوړ او باقي ټول تاجک محروم دي مګر بيا هم د يووالي ټينګښت په پار د دوی ځوانان هغه زاړه زخمونه او اختلافات نه راپورته کوي او ټولنيزو صفحو کی یی ځوانان خپلو مشرانو توهین پرځای کرزی او اشرف غني د فاشست، طالب د ګروه تروريسټي، حکمتيار په راکتيار او يوشمير نور یې من افغان نيستم شعار ډنګوي. پام مو دی د ښکنځلو او مخالفت ټول بوج یې له خپلې قومي دایرې بهر او صرف پښتانه مشران ښکنځي؟

همدا رنګ زموږ ازبيک او ترکمن ورونو هم د دوستم، اکبر بای، رسول پهلوان، جنرال مالک او لس نورو قومندانانو تر چتر لاندې خپلو کې بېسارې وژنې کړي او شديد اختلافات لري. په سپينږيري احمد ایشچي د دوستم له لوري جنسي تېری د همدې زوړ اختلاف يوه کوچنۍ رسوا بېلګه ده.

مګر بيا هم د امريکا له يرغل را وروسته ځوان نسل دوستم پڅېر بدنام او چهار عيب شرعي قومندان د يووالي سمبول غوره او پرې راټول شول.

مګر موږ پښتانه؟!

په چپيانو کې هماغه د خلق او پرچم اختلاف ترننه ګل غوندې تازه دی. افغان ملتيان یې اوس هم يواځې ډنګوي. مجاهدينو کې چې حزب او جمعيتی په ختم او خېرات کې سره مخ شي نو له ږيرو نيسي. چپيان او مجاهدين چې سره مخ شي يو بل ته د لېنن او پنجابي زامن وایي. له دوی وروسته چې طالب ياد کړې نو دا خپل زرګونه پلويان او مخالفين لري.

ترننه پښتانه ځوانان په سوشيل ميډيا کې حکمتيار په سلو سپکو نومونو يادوي. حال دا چې همدا بد حکمت يار په تقوا او علمي لحاظ تر مسعود، مزاري او دوستم په مراتبو اوچت، د پانګې او شتون په لحاظ تر دې ټولو فقير او بې کوره دی. کله چې دی سپک ياد شي بيا یې خواخوږي له نجيب، تره کي او حفیظ الله امین نه په ګور کې کميس او پرتوګ وباسي.

موږ ترننه په همدې طالب، حزبي، خلقي او نورو نومونو کې ورک د خدای لوېدلی او ذليل قام شو.

وخت یې دی چې موږ هم دلته کم له کمه د نورو مېشت قامونه پڅېر پر دغو تېرو زړو ټپونو تېږه کېږدو. راتلونکي په اړه فکر وکړو‌.

د پښتنو يووالی فوق العاده اړين دی. يواځې پښتنو ته ژوند لپاره نه، بلکې پښتانه د دې وطن اکثريت جماعت تشکيلوي. ترهغې چې موږ يو او سم نشو د دې وطن تاجک، هزاره، ازبيک، ترکمن او نور قامونه ابدا ښه ورځ نشي ليدلای.

دا ټول هله ممکن دي چې موږ يو شو. بيا يو بل د طا لب، حزبي، حلقي، پرچمي او جمهوريتي په نوم ونه ښکنځو.

د نوي سيال ژوند په پار د اختلافاتو دا تريخ غوړپ تیرول غواړي‌!

لیکوال: شفیع عظم