د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا مزي پروژې لومړۍ برخه ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه
د اقینې شبرغان ۵۰۰ کیلوولټ برښنا مزی او د شبرغان – مزار شریف ۲۲۰ کیلوولټ برښنا مزي پروژې لومړۍ برخه له پرانیستې وروسته ګټي اخیستنې ته و سپارل شوه!
د افغانستان برښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وائي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پراختیایي برنامو په چوکاټ کې يې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا پروژې لمړۍ برخه بشپړه کړه؛ دغه لویه پروژه نن د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیستل شوه.
دغه غونډه په داسې حال کې تر سره شوه چې ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر ښاغلي قربان قلي بردي محمدوف د دې پروژې پرانیست غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی وو.
ولسمشر غني د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا پروژه د اقتصاد په برخه کې یو ګټور ګام و باله او زیاته يې کړه: « د اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر، پاکستان ته د برښنا لېږد او نورې اړوندې پروژې به د هېواد د اقتصادي ودې لامل شي؛ د دې پروژو پلې کېدل د دې ښکارندویي کوي چې د سیمې نښلېدل خوب نه بلکې حقیقت دی».
بلخوا د ترکمنستان هېواد ولسمشر ښاغلي قربان قلي بردی محمدوف د دې پروژې پرانیستنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په برخه کې ګټور ګام وباله او زیاته يې کړه: « موږ افغانستان سره پر خپلو سوداګریزو اړیکو ویاړوو، د دې اړیکو د مخینې کلونه کېږي».
نوموړي زیاته کړه « د ټاپي اړینه پروژه، برښنا او نوري فایبر هغه پروژې دې چې زموږ او د افغانستان د اړیکو د ځواکمنېدو لامل کېږي، دغه پروژې د غوره ژوند، بهرنیو پانګونو د جذب، د سیاسي وضعیت د ښه والي او د سیمې امنیت لپاره ډېر اړین ګام دی.»
د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا پروژې ټولیز لګښت ۶۸،۶۹۷،۵۸۸ ډالره دی چې د آسیا پرمختیايي بانک له لورې ورکول شوي دي؛ ددې پروژې چارې د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د سپتامبر ۲۲ نېټه د اتامراد – شبرغان څخه پيل او د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکتوبر ۲۲ نېته بشپړې شوي.
د یادې پروژې لومړۍ برخه کې به فاریاب، جوزجان، سرپل او بلخ کې ۳۴۰ زره پېرودونکې د برښنا له نعمته برخمن شي.
د یادولو وړ ده چې د بلخ برښنا حوزې نښلول د ترکمنستان له لېږدونکې برښنا مزي سره به د ازبکستان برښنا چې مخکې له دې بلخ برښنا حوزې ته ورکول کېده د کابل او پر دغه مسیر اړوندو ولایتونو سره ونښلول شي.
همدارنګه د دغې پروژې د دویمې برخې چارې چې له شبرغان – دښت الوان پورې دی ۶۰ ٪ او د دریمې برخې هغه یې له دښت الوان – کابل ارغندې پورې ۹۰ ٪ بشپړې شوي دي.
ټاکل شوې چې د روان کال تر پایه یې چارې بشپړې او له دې سره به کابل، میدان وردګ، غزني، کندهار لوګر، پکتیا، خوست، ننګرهار او کنړ ولایتونو ته هم برښنا ورکړل شي.