خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغانستان د جنګ او د سولي د خبرو په اړه د ګارډین نظر

واحد فقیري د برتانیې مترقي چپ اخبار، د ګارډین، پخپله نننۍ (جولای ۳۰) سرمقاله کي لیکي: په تېرو څو لسیزو کي ډیرو اکټرانو افغانان وژلي دي، خو وحشتناکه خبره دا ده چي افغان حکومت او بین المللي ملګرو يې تر طالبانو زیات ملکي او بې دفاع افغانان قتل کړي دي. د وژل سویو کسانو درېیمه…

Read more

ملګري ملتونه: په ۲۰۱۹ کي افغان او امریکایې ځواکونو تر طالبانو زیات ملکي کسان قتل کړي دي

ملګري ملتونه: په ۲۰۱۹ کي افغان ځواکونو او امریکايي عسکرو تر طالبانو زیات ملکي کسان قتل کړي دي د ملګرو ملتونو رپوټ وايي چي د ۲۰۱۹ په اولو شپږو میاشتو کي افغان او امریکايي عسکرو تر طالبانو او نورو مخالفانو زیات ملکي افغانان قتل کړي دي. د ملګرو ملتونو رپوټ وايي چي زیاتره ملکي افغانان…

Read more

پمپیو: ټرمپ امر کړی، چي په افغانستان کي د امریکایې عسکرو شمېر را کم کړم

واحد فقیري د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، د دوشنبې په ورځ په ډاګه وویل چي جمهورریس ټرمپ امر ورته کړی دی چي د ۲۰۲۰ تر انتخاباتو پوري په افغانستان د امریکايي عسکرو شمېر راکم کړم. هغه وايي،«د امریکا جمهورریس ما ته همدا هدایت او امر کړی دی. ټرمپ پدې برخه کي…

Read more