اېم اېس دهوني یو وار بیا خپل کلب ته لوبه ور وګټل April 1, 2019 Written by: Rihan Noorzai اېم اېس دهوني یو وار بیا خپل کلب ته لوبه ور وګټل. په اېنډيين پرېمييرلیګ یا IPL کي (۱۲مه) لوبه د دهوني د کلب (چینای سوپر کینګز) او (راجیستان رویالز) تر مینځ وه، چي د (۸) منډو په توپير چینای د دهوني د ښه مشرۍ او ښه بېټینګ په زور وګټل. په دې لوبه کي… Read more
د انګلستان په پرېمييرلیګ کي لېورپول اول مقام ته یوار بیا پورته سو. د انګلستان په پرېمييرلیګ کي لېورپول په خپل کورني سټوډیوم (انفیلډ) کي د ټوټینهام سره لوبه درلودل، چي ۲ پر ۱ لېورپول وګټل او یو وار بیا د جدول اول مقام ته د (۷۹) نمرو په درلودلو سره پوره سول، تر لېورپول وروسته په دوهم مقام کي مانچیسټرسیټي کلب دئ، چي هغوی (۷۷) نمرې لري، خو یوه لوبه ئې تر دوی کمه کړې ده او په درېیم مقام کي ټوټینهام لوبډله ده، چي (۶۱) نمرې لري. د لېورپول او ټوټینهام دا لوبه چي لیدلو ته ئې (۵۳۳۲۲) کسان راغلي وه، تر (۹۰یمي) دقیقې ۱ پر ۱ مساوي وه، اما په داغه وخت کي د لېورپول مصري لوبغاړي (محمد صلاح) پر ټوټینهام یو بال شوټ کئ، چي د هغو (ټابي الډرویريلډ) د دفاع په نیت پر ځان ګول کئ او لوبه ئې ۲ پر ۱ د لېورپول په ګټه کړه، چي په داغه نتیجه هم خلاصه سوه. د یادوني وړ ده، چي د لوبي غوره لوبغاړی د لېورپول (ټرېنټ الیکساندر ارنولډ) و ټاکل سو. April 1, 2019 Written by: Rihan Noorzai … Read more
کریم بېنزیما د ریکارډ جوړولو تر څنګ په ریال بازي هم وګټل. ریال ماډریډ د لالیګا په (۲۹مه) اونۍ کي د (هوویسکا) سره لوبه درلودل، چي د بېنزیما په ګول ئې په (۸۹یمه) دقیقه کي وګټل. دا لوبه چي تر هغه وخته ۲ پر ۲ مساوي وه، خو بېنزیما په اساس وخت کي ګول ولګوی او د لوبي ګټلو تر څنګ تر (هوګو سانچیز) را وروسته د لالیګا د تاریخ یوازینی لوبغاړی سو، چي پر ټولو هغو لوبډلو ئې ګول لګولی دئ، چي ور سره مخ سوی دئ. کریم بېنزیما لس کاله دمخه ریال ته راغلی او د هغه راهیسي د (۳۴) کلبونو سره لوبېدلی دئ، چي پر ټولو ئې ګولونه لګولي دي، چي دا ریکارډ نه رونالډو او نه مېسي جوړ کړی دئ. لیونل مېسي د بارسلونا سره په لالیګا کي د (۴۰) لوبډلو سره مخ سوی دئ او پر (۳۷) ئې ګول لګولی دئ، یوازي ئې پر (هوویسکا، مورشیا او کاډیز) ګول نه دئ لګولی او کریسټیانو رونالډو د (۳۳) لوبډلو سره په ریال کي مخامخ سوی دئ او پر (۳۲) ئې ګول لګولی دئ، یوازینی لوبډله (لیګانیز) وه، چي رونالډو ګول نه دئ پر لګولی. د یادوني وړ ده، چي کریم بېنزیما د فرانسې مسلمان لوبغاړی دئ، خو په ملي لوبډله کي د هغوی د روزونکي ډیشامپس له خوا د نامعلومه دلیل په خاطر نه اخیستل کیږي. April 1, 2019 Written by: Rihan Noorzai … Read more