خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

Daily Archives: March 30, 2019

په کندهار کي د تکواندو کلبونو تر مینځ دوستانه سیالۍ وسوې. په کندهار کي د تکواندو فدراسیون په لارښوونه د درو کلبونو (لمر، سالم او شاهي) تکواندو کلبونو د تکواندو کارانو تر مینځ دوستانه سیالۍ وسوې، چي د کلبونو د استادانو تر څنګ د کابل څخه د تکواندو کارانو د ټولني د رئیس، د پیوند مدني ټولني رئیس حکمت الله صلحي او ځینو نورو مدني فعالانو ګډون کړی وو. د تکواندو فدراسیون رئیس محبوب نوري وايي، چي د دې سیالیو څخه ئې هدف د منتخبي لوبډلي له پاره د ځوانانو اماده کول دي. دی وايي، چي ځوانان تر څو خپله په سیالیو کي ګډون و نه کړي، تر هغو پر مختګ نه سي کولای. د یادوني وړ ده، چي د کندهار د نوي ځوانانو تکواندو منتخبه لوبډله، څو ورځي وروسته کابل ته د سیالیو له پاره ځي.

Read more

په ارګ کي د جمهور ریس محمد اشرف غني او پخواني ولس مشر حامد کرزي, او یو شمېر جهادي مشرانو تر مینځ د سولي په اړه ناسته وسول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د مخکېني جمهور رئیس او ملي مشر حامد کرزي، د هېواد جهادي شخصیت استاد عبدرب الرسول سیاف، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د سولې عالي شورا رئیس استاد محمد کریم خلیلي سره وکتل. په…

Read more

هغه ښځه چې درد نه احساسوي

که د جو کامرون د پوټکي کومه برخه وسوځي، هغه یوازې هغه مهال پوهېږي چې د سوځېدلې غوښې بوی یې تر سپږمو شي. نوموړې په نړۍ کې د داسې دوو کسانو له ډلې ده چې ناویاته یا نادره جنټیک ځانګړنه لري او همدا وجه ده چې هیڅ ډول درد هم نه احساسوي او نه وېره…

Read more