پرون، په زرهاوو لبناني اعتراض کونکو پر پارلمان باندي برید وکړ. پارلمان غوښتل چي د خپلو غړو او نورو عالي رتبه مامورنیو لپاره د اداري فساد په مقابل کي قانوني مصونیت او معافیت تصویب کړي. ۳۵ ورځي کېږي چي په لبنان کي د حکومت د فساد،رشوت، او خویشخورۍ پر ضد عامي مظاهرې رواني دي.…
دا شپږمه ورځ ده چي په ایران کي د حکومت پر خلاف عام ولسي اعتراضونه روان دي. د عفوي بین المللي سازمان وايي د ایران امنیتي قواوو په ۲۱ سترو ښارونو کي ۱۰۶ مظاهرچیان قتل کړيدي. په سلهاوو ټپیان سويدي، او په زرهاوو توقیف سويدي. ځوان ایرانیان هله د تهران د رژیم پر ضد اعتراضات…